د اسلام تدریجي پلي کول په اسلامي
نړۍ کې له نویو مفکورو ده. ډیری اسلامي ډلې چې واک ته رسېږي، د دغه فکر پر اساس
عمل کوي او د اسلام د احکامو پلي کول -له یو څو پرته - پرېږدي. دوی اسلام په داخل کې په
انقلابي (یو وار) ډول نه پلی کوي او په بهرني سیاست کې د دعوت او جهاد د حکم له
مخې عمل نه کوي. دا فکر د وخت مطابق ګڼل کېږي او څوک چې باور پرې لري، ځان واقعبین
او بصیرت لرونکي ورته ښکاري. سره له دې چې تدرج او د اسلام تدریجي پلي کول هیڅ
شرعي دلیل نه لري، دا کار د هغو ډلو د تجربو او واقعیت خلاف هم دی چې دغه مفکوره
یې عملي کړې او ناکام شوي.
ځینې فکر کوي چې اسلامي احزاب د
تفرقې او فتنې سبب کېږي؛ په داسې حال کې چې پر اسلام د خپلې خوښې له مخې عمل فتنې
او تفرقې ته لار هواروي؛ ځکه چې ټولنه د اسلام له هر اړخیز پلي کولو سره روزل کېږي
او یوازې د اسلام په انقلابي اقامې سره په ټولنه کې ایماني فضا جوړېږي. خو په
تدریجي پلي کولو یې خلک د اسلام پر اساس نه روزل کېږي او اسلامي نظام یوازې د
حکامو په نیتونو کې پاتې کېږي او ورسره خښېږي. دا د دې سبب کېږي چې خلک له خپل
حکومت څخه نااسلامي غوښتنې وکړي او یا د نااسلامي فضا پر بنسټ فتنې شدیدې او تفرقې
ډیرې شي؛ ځکه چې تفرقه د خلکو له جهالت او د دښمن له مکر څخه راوځي. حضرت ابوبکر
صدیق رضي الله عنه د زکات له مانعینو سره، چې د اسلام پر یوه برخه یې عمل کاوه او
بله یې پرېښوده، جدي چلند وکړ او په پایله کې یې د مسلمانانو ترمنځ د تر ټولو سترې
فتنې او تفرقې مخه ونیول شوه. بني اسرایل هم د تدریج پر اساس د فتنې او تفرقې
خواته لاړل. دوی شرعي احکام یوازې د خپلو مصالحو له مخې پلي کول؛ دا چاره یې نه
یوازې دا چې د پایښت او خوښۍ سبب نه شوه، بلکې له تفرقې، ذلت او مسکنت سره مخ شول.
أَفَتُؤْمِنُونَ
بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا
جَزَاءُ مَن یَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْیٌ فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا ۖ وَیَوْمَ الْقِیَامَةِ یُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا
اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [٢: ٨۵]
ژباړه: «ايا د
(اسماني) كتاب ځینې برخې منئ او ځینې نه منئ!؟ (نو)
په تاسې كې، چې څوك دغه چاره (په الهي احكامو كې تبعيض) كوي؛ نو سزا يې په دنيا كې سپکاوی دی او د قيامت پر ورځ به پر سختو عذابونو
اخته شي او څه چې تاسې كوئ، الله ترې ناخبره نه دى.»