ایا سیکولریزم د تفرقې سبب کېږي؟
08/11/2024 | ډاکتر ابراهیم حنیف

Print


د اسلامي احزابو او تفرقې لړۍ
تفرقه عربي کلیمه ده چې له «فرق» ریښې اخیستل شوې. راغب اصفهاني وايي چې «الفَرق» د جلا کولو او له یو بل څخه لرې کولو معنی لري؛ لکه په قران کې چې راغلي: «وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ» (البقره، ۵۰). دغه راز «الفِرق» د جلا شوې برخې او ټوټې معنی لري او «الفرقة» چې له خلکو جلا شوې ډلې ته وايي، هم له همدغې معنی اخیستل شوې. په بل عبارت، «فرقت بین الشیئین» د دوو څیزونو ترمنځ واټن راوستل یا له یو بل څخه د هغو لرې کولو معنی لري. دغه واټن او جلاوالی کېدای شي په فزیکي بڼه د درک وړ وي یا په بصیرتي بڼه؛ لکه په قران کې چې راغلي: «فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِینَ» (المائدة: ۲۵). د «الفرقان» کلیمه هم له «فرق» ریښې اخیستل شوې چې له باطل څخه د حق جلا کوونکي معنی لري.
په شریعت کې د «فرقه» او «تفرق» کلیمې ډیری وخت د دین اصولو او عقیده کې د اختلاف په معنی کارېدلي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له شک پرته چې اهل کتاب په خپل دین کې په دوه اویا ډلو وویشل شول او دا امت به په درې اویا ډلو وویشل شي چې له یوې ډلې پرته نورې ټولې په اور کې دي او هغه ډله همدا جماعت دی...». ځینې کسان دا تفرقه او ډلبندي د احزابو له تشکیل سره تړلي؛ په داسې حال کې چې دلته د مسلمانانو له تفرقې څخه موخه په عقیده کې اختلاف دی. په عقیده کې اختلاف حرام دی او کفر ګڼل کېږي؛ خو د دې په واسطه باید د اسلامي احزابو یا اسلامي مذاهبو تشکیل تفرقه ونه ګڼو او هغوی د اسلام له دایرې ونه باسو. په دغه حدیث کې ۷۳ فرقو ته اشاره شوې، په داسې حال کې چې که هر اسلامي حزب یا مذهب فرقه وګڼو، د دغه حدیث پر خلاف د اسلام د تاریخ په اوږدو کې تر ننه سلګونه فرقې وې او شته؛ ځکه چې سلګونه حزبونه، مذهبونه او اجتهادي اختلافات وو. دغه راز په حدیث کې د «جماعت» کلیمه راغلې او هغه یې یوازینۍ پر حق ډله بللې. 
دا نادره ده چې یوه ځانګړې ډله یا مذهب ځان ناجیه او جنتي ډله وګڼي او د نورو کسانو نظریات تفرقه او هغوی دوزخیان وبولي؛ دا تکفیري تفکر د خوارجو صفت دی. دلته د جماعت معنی اسلامي عقیده ده. هره ډله چې سالمه عقیده ولري – ان که په فروعاتو کې اجتهادي اختلافات هم ولري- په جماعت کې شاملېږي. لکه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې چې جماعت د اسلامي عقیدې په معنی راغلی: «له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: د هیڅ هغه مسلمان د وینې تویول جواز نه لري چې پر "لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنِّی رَسُولُ اللَّهِ" کلیمه یې شهادت ورکړی وي؛ مګر په درېیو حالتونو کې: چې دا کس محسن زناکار وي، نفس د نفس په مقابل کې وي (د قصاص په حالت کې) او هغه کس چې خپل دین یې پرېښی وي او له جماعت څخه بېل شي» (متفق علیه).
نو هغه اسلامي حزبونه چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ جوړېږي، د امت د وحدت او نهضت سبب کېږي او د هغو جوړېدل واجب دي؛ خو هر فرد، ډله یا دولت چې اسلامي عقیدې ته زيان رسوي او پر وړاندې یې درېږي، په حقیقت کې تفرقې ته لمن وهي او باید مخه یې ونیول شي. سیکولریزم هم نن ورځ د یوې سیاسي عقیدې په توګه پر نړۍ حاکم دی. بنسټونه او دولتونه شپه او ورځ هڅې کوي چې دغه عقاید دوام وکړي او د نړۍ هر کونج ته ورسېږي. نو هر فرد، حزب، سازمان یا دولت چې د مسلمانانو په منځ کې د سیکولریزم یا بلې نا اسلامي عقیدې پر بنسټ جوړېږي او ټولنه ځان ته وربولي؛ په حقیقت کې تفرقه اچوي.
ډاکتر ابراهیم حنیف




   ارسال نظر