افغانستان څنګه د خلافت د تاسیس فرصتونه له لاسه ورکړل؟
08/31/2024 | یوسف ارسلان

Print


د دنیا ژوند لکه د زیان یا خسران د اوبو حوض داسې دی؛ خو فرصت پيژندونکي لامبوزن له دغه زیان او خسران څخه خوندي پاتې کېږي. ځکه خو د آخرت ورځې یو نوم «د حسرت ورځ» ده؛ دلیل یې دا دی چې ډیری انسانان په دنیا کې په زیان کې ډوب شوي او د ژوند له فرصتونو یې سمه ګټه نه ده اخیستې او هغه زرین فرصتونه یې په اسانۍ له لاسه ورکړي چې الله تعالی د اسلامي امت د عزیز کېدو لپاره برابر کړي وو. له بل لوري، په اخرت کې «سابقون» له ممتازو او لوړو طبقو څخه دي؛ ځکه چې اصلي ځانګړنه یې فرصت پيژندل دي.
فرصتونه لکه ورېځې داسې دي چې ژر تېرېږي؛ یا لکه هغه هوسۍ چې هر وخت په دام کې نه لوېږي. مومن باید لکه ښکاري په فرصت پسې او تل په کمین کې وي. ځکه خو په فردي او جمعي ژوند کې الله تعالی داسې فرصتونه برابروي چې له هغې لارې خپل ګناهونه جبران کړو، خپلې درجې لوړې کړو او یا د خپل رب له نصرت څخه برخمن شو. دا جمله څومره ښکلې ده: «د رب لخوا مو د عمر په اوږدو کې نسیمونه لګېږي، نو ځان ورسره مخ کړئ؛ ګوندې یو نسیم درباندې ولګېږي او له هغه وروسته هیڅکله په شقاوت کې ونه لوېږئ».
موږ هغه امت یو چې د «خیر امت» نوم راکړل شوی تر څو د اسلام په لارښوونو بشر رهبري کړو. همدا سبب دی چې الله تعالی موږ له اسلام سره عزیز کړي یو؛ هغه وخت چې منګولې پرې خښې کړو او له یوه خلیفه سره په بیعت دا نړیوال رسالت پای ته ورسوو. الله تعالی موږ ته دا فرصت راکړی چې دې نړۍ ته راشو، د محمد (ص) د امت په صف کې ودرېږو او دا رسالت مخته یوسو. خو موږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې امت خلیفه نه لري او په تفرقه کې ژوند تېروي. که څه هم په ۱۹۲۴کې د وروستي خلافت تر سقوط وروسته اسلامي امت د خلافت د بیا احیا لپاره ځینې فرصتونه لرل، خو دا فرصتونه خصوصاً د افغانانو لپاره په ځانګړي ډول رامنځته شول. دلته په اجمالي ډول پر هغو درېیو فرصتونو بحث کوو چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د افغانانو لپاره رامنځته شول چې د دین د نصرت او خلافت د اقامې لپاره اقدام وکړي.
که څه هم افغانستان څو پېړۍ د خلافت د قلمرو برخه نه و؛ خو د افغانستان او دارالخلافه ترمنځ ښې اړیکې وې. کله چې عثماني خلافت د «ناروغ سړي» په توګه و، د افغانستان سیاست د بریتانیې امپراتورۍ تر نفوذ  لاندې و. سلطان عبدالحمید په خپل درایت هڅه وکړه چې خلافت له دغو ستونزو وباسي؛ خو یوازې پاتې شو. هغه عام نفیر صادر کړ او د خلافت د هستې د ساتنې لپاره یې د ټولې نړۍ مسلمانان جهاد ته راوبلل. دغه وخت افغانستان کوم اقدام ونه کړ او سیاسي او جغرافیايي دلایل یې وړاندې کړل؛ په داسې حال کې چې د هند نیمه وچه هم د بریتانیې تر ولکې لاندې او د خلافت له قلمرو څخه لرې وه؛ خو هلته ځينې خوځښتونه وشول؛ د خلافت خوځښت پیل شو او مسلمانانو د خلافت د ساتلو لپاره مالي او ځاني مرستې وکړې.
کله چې لومړۍ نړیواله جګړه وشوه، عثماني خلافت د خپل ځان ژغورلو لپاره هڅه وکړه چې جګړې ته ننوځي او له المان سره ودرېږي. په ۱۹۱۵ کې عثماني-الماني پلاوی کابل ته راغی چې امیر حبیب الله خان له بریتانیې او تزاري روسیې سره جهاد ته وهڅوي. خو هغه کنټرول ته په کتو چې بریتانیې پر امیر حبیب اله خان درلود، دا کار یې ونه کړ. که څه هم هغه د جغرافیايي موقعیت او استطاعت نشتون پلمې وکړې، خو اصلي انګېزه یې دا وه چې د بریتانیې د رضایت خلاف عمل ونه کړي؛ ځکه چې بریتانیې د حبیب الله خان د بې پلوۍ سیاست په بدل کې د ۶۰ ملیونو کلدارو ژمنه کړې وه او دا ژمنه هیڅکله پوره نه شوه.
په دغه وخت کې، د هند مسلمانانو هم افغانانو ته هیله درلوده، د همدې لپاره یې افغانستان ته مهاجرت وکړ چې افغانان نصرت ورکړي او له هغوی سره د بریتانیې پر ضد جهاد اعلان کړي. د افغانستان مسلمانانو د امیر د امر خلاف، د عثمانیانو د ملاتړ او د هند د مسلمانانو د نصرت لېوالتیا لرله او له بل لوري یې په نړیواله جګړه کې د بریتانیې ښکېلتیا د خپلواکۍ غوښتلو یو فرصت ګاڼه. خو حبیب الله خان د خلکو د اسلامي احساساتو د مهار لپاره د دربار علماوو ته رجوع وکړه چې خلک ارام کړي. علماوو «د امیر اطاعت» په نوم رساله ولیکله او هغه یې په جوماتونو او نظامي کلاګانو کې وویشله.
هندي پلاوی چې د عبیدالله سندي په مشرۍ کابل ته راغلی و، همدلته پاتې شو چې د هیلو یو مشال و. کله چې امان الله خان واک ته ورسېد او د خپلواکۍ جګړه وشوه، هندي مهاجرینو د بریتانیې پر وړاندې مبارزه کې فعاله ونډه لرله. د انګلیس له ولکې څخه د افغانستان له ازادۍ او د انګلیس د هغې امپراتورۍ له ماتې وروسته چې لمر نه پکې ډوبېده، مسلمانانو ته نوې هیلې راوټوکېدلې. هغه وخت په اسلامي خاورو کې یوازې افغانستان او عثمانیان خپلواکې خاورې وې او دا چې افغانستان د بریتانیې امپراتوري –چې ډیری اسلامي خاورې یې اشغال کړې وې او ان عثماني خلافت یې له سقوط سره مخ کړی و- ماته کړې وه، افغانستان ته د مسلمانانو هیلې زیاتې شوې. دا افغانانو ته لومړنی فرصت و چې افغانستان د خلافت په اساسي مرکز بدل شي. د هند مسلمانانو هیله لرله چې د افغانانو جهاد وغځېږي او د مسلمانانو لښکر د هند پر لوري حرکت وکړي؛ ان له امان‌الله خان څخه یې وغوښتل چې د مسلمانانو رهبري او خلافت پر غاړه واخلي.
مهاجر مسلمانان یو ځل بیا ناهیلي شول، ځکه نه پوهېدل چې امان‌الله خان په «مشروطیت» مکتب کې تربیه شوی دی او په دې برخه کې غواړي د مصطفی کمال چې په اتاترک مشهور و، لاره تعقیب کړي. پر همدغه اساس امان‌الله خان نه غوښتل چې په ښکاره توګه د خلکو دې غوښتنې ته د رد ځواب ووایي، ځکه د خلافت د اعلان غوښتنه د افغانستان د خلکو لخوا هم شوې وه. همدارنګه د پغمان په لویه جرګه کې چې په ۱۹۲۴م جوړه شوه، د عثماني خلافت د نسکورېدو په اړه اندېښنه او له نوې ترکیې سره د افغانستان اړیکې مطرح شوې. په دې جرګه کې علماوو او امان‌الله خان یوه ورځ په بشپړه توګه د خلافت په اړه بحث وکړ، خو پایله یې ور نه کړه او بحث دویمې ورځې ته لاړ. په دغو دوو ورځو کې علماوو د خلافت نسکورېدل یوه دردناکه مسله وبلله او د خلیفه ټاکل یې واجب وګڼل. ځینو علماوو له امان‌الله خان څخه وغوښتل چې خلافت اعلان کړي. لکه څنګه چې ملا ترکستاني په یو لنډ بیان کې د خلافت د اهمیت په اړه وویل: «اسلامي علما له ټولو جوانبو همایوني ذات (پاچا) د خلافت مستحق بولي، نو تاسو هم باید دغه رفیع منصب قبول کړئ» خو امان‌الله خان چې کوم فکر درلود، د یوه ملي دولت د جوړولو په هڅه کې و او له نړۍ سره یې تعامل ته لېوالتیا درلوده، ان له هغې برېتانیا سره چې ورسره جنګېدلی و. هغه دغه غوښتنه په ډیپلوماټیکه توګه رد کړه او پلمې یې وکړې چې ګواکي دا غوښتنه غیرواقعي ده، د استطاعت نشتون او د خلافت بې‌ګټې توب یې مطرح کړ. لکه څنګه چې هغه د ملا ترکستاني په ځواب کې وویل: «زه ستاسو او نورو په خبره دغه دروند بار، چې په ښکاره توګه په دې لاره کې اوږدمهاله ستونزې وینم، نه شم منلی او د اسلامي نړۍ پر تفرقه راضي نه یم. لومړی لکه څنګه مې چې یادونه وکړه، د خلافت د شتون او نشتون په زیان او ګټو باید بحث وشي، وروسته د هغه د ټاکلو موضوع د اسلامي علماوو دنده ده او بس.»
د امان‌الله خان سیکولر، ملي، واقعي‌بین او اقتصادمحوره سیاست مسلمانان ناهیلي کړل. هندي پلاوی چې افغانستان ته یې پناه راوړې وه، همداسې یې نورو خاورو ته هم پناه یووړه، په ځانګړې توګه کله چې امان‌الله خان له برېتانیا سره په کابل او راولپنډۍ کې د سولې تړون لاسلیک کړ او دا ژمنه یې وکړه چې افغانستان به د برېتانیا لپاره ګواښ نه وي او له برېتانیا سره پر خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو یې ټینګار وکړ.
دا فرصت له لاسه ووت، خو کله چې افغانستان یو ځل بیا د شوروي لخوا اشغال شو، د افغانستان خلکو په مېړانې سره مبارزه وکړه او د شوروي امپراتورۍ پر ضد د جهاد په اعلانولو سره راپورته شول. کله چې بریالي شول، یو ځواکمن دولت له نظامي تجهیزاتو سره یو ځای د مجاهدینو لاس ته ولوېد. په دې توګه یو ځل بیا د مسلمانانو هیلې د افغانستان په لور را واوښتې. د اسلامي نړۍ مهاجر مجاهدین چې له افغانانو سره اوږه په اوږه جنګېدلي وو، دې ورځې ته په تمه وو چې افغانستان په یوه ځواکمن سیاسي مرکز او یوه خلافت بدل شي، ترڅو د دوی خاورې هم د ظالمو حکامو له ظلم څخه ازادې کړي. د اسلامي ډلو پلاوي افغانستان ته راغلل، ترڅو له دغه فرصت څخه د خلافت د تاسیس لپاره استفاده وکړي. عربي او عجمي جهادي ډلو هیله درلوده، ځکه په افغانستان کې داسې کسانو مبارزه کوله چې پخپلو تدریسي حلقو کې به یې خلافت یوازینی اسلامي نظام باله او د عبدالله عزام په څېر کس پکې د نړیوال جهاد په پلار مشهور شوی و. همغه عبدالله عزام چې ویل به یې: «خلافت یو روښانه منار دی، چې مسلمانان د پتنګانو په څېر د هغه شاوخوا راټولېږي.» خو مجاهدینو ملي دولت ته پناه یووړه، د قدرت په فتنه کې ګیر شول او پخپلو لاسونو یې ځانونه هلاک کړل. افغان او مهاجر مجاهدین ناهیلي شول؛ ځینې یې په کور کېناستل او ځینې نور یې نورو خاورو ته لاړل. دا دویم ځل و چې افغانانو د یوې بلې امپراتورۍ په ماتولو سره، د خلافت د تاسیس لوی فرصت له لاسه ورکړ.
دا ځل موږ هغه نسل یو چې د ناټو د ماتې او د راشده خلافت د تاسیس لپاره د درېیم ځل فرصت د راتګ شاهدان یو. په افغانستان کې د امریکا او ناټو ماته د نړۍ د مسلمانانو لپاره یوه بله هیله ده، ترڅو افغانستان له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د تېرو خلکو تېروتنه تکرار نه کړي. دا ځل د الله سبحانه وتعالی فرصت داسې راغلی دی، چې له یوه لوري ناټو ماته خوړلې او له بل لوري د اوکراین جګړه او د چین د کنټرول سیاست، غرب مصروف کړی دی. دا د افغانستان د مسلمانانو لپاره یو مناسب فرصت دی، چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي. کله چې د غزې جګړې د مسلمانانو دغه ابتلا نوره هم شدیده کړه او له هر لوري څخه د افغانستان پر مجاهدینو غږونه کېږي، چې مرستې ته یې ودانګي، نو ایا د افغانستان حکام غواړي چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي یا دا چې حسرت کوونکي پاتې شي؟
تاریخ د عبرت کتاب دی. امان‌الله خان چې له فرصت څخه استفاده ونه کړه او د الله د ميثاق پر ځای د برېتانیا میثاق ته ژمن پاتې شو، دا فکر یې نه کاوه چې بدیل دې ولري. هغه ان دا تصور نه کاوه چې د امیر حبیب‌الله کلکاني په نامه یو ناپېژانده کس دې د هغه سلطنت نسکور کړي. ایا ومو نه لیدل کله چې افغان مجاهدینو ملي دولت ته پناه یووړه او د دنیا محبت په مخه کړل، پایله یې څه شوه؟ په دغه درېیم فرصت کې، حزب‌التحریر په ښکاره توګه د افغانستان حکام د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره رابللي دي، خو ځواب به څه وي؟ ایا بیا هم د الله سبحانه وتعالی له فرصتونو څخه تېښته کوو؟ په داسې حال کې چې تراوسه فرصت شته دی. د نړۍ مسلمانان او په ځانګړې توګه هغه مهاجر مجاهدین چې اوږه په اوږه یې له افغانانو سره جهاد وکړ، د داسې ورځې هیله لري، چې د الله دین عزت پیدا کړي او مظلومان نصرت ترلاسه کړي. د خوښۍ ځای دا دی چې د فرصت دروازه تراوسه پرانیستې ده، هغه فرصت چې اوسني مجاهدین حزب‌التحریر ته په نصرت ورکولو سره د وخت «دویم انصار» شي، ځکه نه پوهېږي چې څه وخت دغه دروازه تړل کېږي، ګنې د اخرت په ورځ به له حسرت کوونکو څخه وي. نو موږ هم دغه امت او د هغه حکامو ته چې بې‌پروایي کوي او لوی فرصتونه له لاسه ورکوي، خبرداری ورکوو. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 (وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ) [مريم: ۳۹]
ژباړه: دوی د حسرت له ورځې ووېروه، کله چې فیصله وشي. په داسې حال کې چې دوی په غفلت کې دي او ایمان نه راوړي.
یوسف ارسلان




   ارسال نظر