حبل المتین: ملګري ملتونه څنګه تفرقې ته دعوت کوي؟
09/04/2024 | ډاکتر ابراهیم حنیف

Print


د اسلامي حزبونو او تفرقې لړۍ
تفرقه د اسلامي عقیدې خرابولو او د اسلامي امت د وحدت ماتولو او د دغه وحدت د مخنيوي معنی لري. د ملګرو ملتونو سازمان چې د لیبرال او سیکولر عقیدې پر بنسټ جوړ شوی؛ د ملتونو د لیګ (League of Nations) لار تعقیبوي. د ملتونو لیګ بنسټ ایښودونکو عثماني خلافت سقوط کړ او اسلامي خاورې یې د پولو په رسمولو وویشلې. دا سازمان له پیل راهیسې د خلافت دولت له راپرځېدو او د اسلامي امت له ویشلو سره تړلی دی. له بل لوري، ملګرو ملتونو په نړۍ کې د دولت-ملت نظم دود کړ؛ دا نظم د سیکولر عقیدې پر بنسټ جوړ دی چې ټول سیاسي، اقتصادي، نظامي، فرهنګي، قضايي، ښوونیز، ټولنیز او نور اړخونه رانغاړي. په حقیقت کې، ملګري ملتونه یو نړیوال دین – چې لیبرالیزم دی- ترویجوي. امریکايي لیکوال، ګري اچ. کې. وايي: «ملګري ملتونه به په یوه داسې بنسټ بدل شي، چې د خدایۍ یا د خدای له لوري پیغمبرۍ رول به لوبوي». د همدغې عقیدې پر بنسټ د دولتونو لپاره د قانوني او ناقانونۍ، ښه او بد، مشروعیت او نه مشروعیت، حق او مکلفیت مفاهیم تعریف شوي دي. په دغه نظم کې دولتونه ملي دي او هیڅ بل ارزښت نړیوال حقونه او شته پولي نه شي نقض کولی.
په افغانستان کې له تېر تحول وروسته، امریکا له نظامي اړخه ماته او وایستل شوه؛ خو د ورپورې تړلو سازمانونو او بنسټونو له لارې بیا افغانستان ته راغله. دا سازمان په افغانستان کې د سیکولر ارزښتونو ترویج ته دوام ورکوي. د بېلګې په توګه، یوناما د افغانستان په اړه خپل هر راپور کې د قصاص، حجاب او ... پشان شرعي احکامو ته سپکاوی کوي او ناانساني یې بولي. په حقیقت کې دا د خلکو د اسلامي عقایدو د کمزوري کولو هڅه ده. له بل لوري، دا سازمان هڅه کوي حاکم دولت په سیکولر نړیوال نظم کې ورګډ کړي؛ لکه څنګه چې په خپله وروستۍ «د لارې نقشه» کې یې په ډاګه ویلي چې «افغانستان باید په نړیوال نظم کې مدغم شي» او نړۍ ته ګواښ نه وي. دا د دولت د ملي‌پالنې د ساتنې او د مسلمانانو د یوه واحد جماعت د مخنیوي معنی لري. ملګري ملتونه او لوی قدرتونه غواړي اسلامي نړۍ همداسې پاشلې وساتي او د خلافت دولت د ظهور مخه ونیسي. ملګري ملتونه د عقیدتي او سیاسي تفرقې په رامنځته کولو کې فعاله ونډه لري. اسلامي حزبونه امت نه متفرق کوي، بلکې ملي دولتونه، خاین حکام او استعماري سازمانونه یې کوي. نو څنګه کولی شئ چې د حزب التحریر، چې د امت د وحدت لپاره فعالیت کوي، مخه ونیسئ او په عین حال کې په نړیواله دارالندوه (ملګرو ملتونو) کې وئ؟




   ارسال نظر