د اونۍ خبره: دښمن د دروازې تر شا؛ د ځینو اروپایي هېوادونو د سفارت‌خونو د پرانیستلو سناریو
07/27/2024 | مسلم بغلانی

Print


بلومبرګ ورځپاڼې د ۲۰۲۴م د جولای په ۱۶مه راپور ورکړ چې ځینې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک فعالیت پر بیا پیلولو لګیا دي. دا ورځپاڼه د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر «انټونیو تاجاني» په حواله وایي، چې په دوحه کې د ایټالیا سفیر د افغانستان د امنیتي شرایطو د ارزولو په موخه کابل ته سفر کړی دی. له بلې خوا د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر، خوزې مانوئېل البارس ویلي: «هر وخت چې امنیتي شرایط برابر شي، خپل سفیر یو ځل بیا هلته لېږو. ان یوه میاشت وړاندې مو د دغه کار لپاره چمتووالی درلود، خو د ۳ هسپانویانو وژنه د دې موضوع د ځنډ لامل شوه.» همدارنګه د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت (FCDO) هم ویلي چې «د امنیتي او سیاسي شرایطو له برابرېدو سره سم به په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور بیا پیل کړو.»
د اروپايي هېوادونو له رسمي څرګندونو او ویناوو ښکاري چې یو شمېر اروپایي هېوادونه په کابل کې د خپلو سفارت‌خونو د بیا پرانیسلتو نیت لري. په حقیقت کې د سفارت‌خونو پرانیستل په افغانستان کې له حاکم نظام سره د اروپا د نږدې کېدو او د اړیکو د پیاوړي کېدو لامل کېږي. خو اساسي پوښتنه دا ده چې که څه هم په افغانستان کې له نويو سیاسي بدلونونو راهسې د اروپايي ټولنې دفتر فعال دی، خو بیا هم اروپايي هېوادونه ولې په افغانستان کې خپل فعال ډیپلوماتیک حضور ته لېوال دي؟   
لومړی، دا چې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د دولتونو، اروپایي ټولنې، اسټرالیا او نورو غربي دولتونو سیاست د امریکایي سیاست پر محور (له افغانستان سره تعامل) څرخېږي؛ نو امریکا له لومړیو راهیسې د نږدې اړیکو د جوړولو او د حاکم نظام دننه د سیاسي-استخباراتي نفوذ په هڅه کې وه؛ دغه هېوادونه هم هڅه کوي چې له امریکا څخه پیروي وکړي او په افغانستان له حاکم نظام سره تعامل وکړي. لکه څنګه چې د سیمې هېوادونو د خپلو ملي ګټو د خوندي کېدو تر څنګ، د امریکایي موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل حضور په افغانستان کې خوندي کړی دی، ترڅو غرب د دوی له لارې د افغانستان پر سیاسي چارو تسلط ولري. همداراز افغانستان ته د اروپایانو د ډیپلوماتیک راتګ اوازې پر دې دلالت کوي، چې امریکا په افغانستان کې د سیمې هېوادونو د حضور له خوندي کېدو وروسته هڅه کوي، چې اروپا هم په افغانستان کې ښکېله کړي.
دویم، دا چې اروپا د بشري حقونو، ازادیو، د ښځو حقونو او غربي ازښتونو اصلي ملاتړې او غوښتونکې پېژندل کېږي، نو امریکا د اروپایي هېوادونو په ښکېلولو سره غواړي چې د هغوی له لارې پر حاکم نظام خپل مستقیم فشارونه ډېر کړي، ترڅو په سیاسي-استخباراتي چنو وهلو کې له حاکم نظام څخه امتیاز ترلاسه کړي. که څه هم په وروستیو ۳ کلونو کې څرګنده شوه، چې غربي ارزښتونه د افغانستان له اوسنیو حاکمانو سره د تعامل په پروسه کې د امریکا اساسي لومړيتوب نه و. نو امریکا له غربي ارزښتونو څخه د دفاع سټېج اروپا ته سپارلی دی، چې هغوی دې موضوع ته رسیدګي وکړي، ترڅو پخپله په ارامه د افغانستان له لارې په سیمه کې د امریکا د ملي ګټو پر خونديتوب (سیاسي-استخباراتي موخې) بوخته شي.
درېیم، اروپا له حاکم نظام سره د تعامل پر اساس د امریکا پر غوښتنې سربېره، په دې هڅه کې ده چې خپلې سیاسي ګټې هم له اوسنیو حاکمانو سره د تعامل له لارې خوندي کړي. ځکه د بشري حقونو په اړه د عدالت غوښتلو تر څنګ، اروپا د کډوالۍ له اړخه یوه زیانمنه جغرافیه ګڼل کېږي. پرله‌پسې راپورونه او د اروپایي دولتونو ویناوې څرګندوي، چې اروپایي هېوادونه د ناقانونه کډوالو وروستی تم ځای دی. نو له همدې امله د پراخ فقر او بېکارۍ له امله د ناقانونه کډوالۍ د څپې د مخنیوي لپاره اروپایي دولتونه هر کال سلګونه میلیونه یورو کوربه هېوداونو (ترکیې، یونان او داسې نورو) ته ورکوي، ترڅو د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخه ونیسي. که چېرې په افغانستان کې د ژوند د ستونزو، بېکارۍ او بېلابېلو ناامنیو کچه پراخه شي؛ په هغه حالت کې به اروپا د دغه ناورین قېمت پخپله خاوره کې پرې کړي. نو اروپا غواړي چې د خپل فعال ډیپلوماتیک حضور له لارې د بشري مرستو، د افغانانو لپاره د کار او تعلیم د زمینې برابرولو (په ځانګړې توګه د ښځو لپاره)، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د امنیت ټینګښت اړوند مواردو په برخه کې ډېره هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده چې امریکا لومړی د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو په ښکېلولو سره، په دویم قدم کې په افغانستان کې د اروپا په ښکېلولو سره او په پایله کې هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې مداخلې ته داسې زمینه برابره کړي، چې هم په نړۍ کې عامه افکار او هم امریکايي مالیه ورکوونکي افغانستان ته د امریکا ډیپلوماتیک بیا راتګ یوه اړتیا وګڼي. لکه څنګه چې رانډ څېړنیز مرکز (RAND) د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې د امریکا دولت ته خپله پالیسې ورکړې وه، نو په هغې کې یې په ښکاره توګه د امریکا د ګټو د خونديتوب لپاره په کابل کې د امریکا بیاځلي ډیپلوماتیک حضور یادونه کړې وه. له همدې امله امریکا تر وروستۍ کچې هڅه کوي، چې یو ځل بیا په افغانستان کې خپل سیاسي حضور پیل کړي. ځکه په افغانستان کې د امریکا فعال حضور د امریکانانو لپاره یو فرصت دی چې پوهاوی او لومړي لاس معلومات ترلاسه کړي.
که څه هم د حاکم نظام یو شمېر چارواکي د بېلابېلو شرقي او غربي هېوادونو د سفارتخونو له پرانیستو څخه خوشاله ښکاري، خو د دغو هېوادونو ډیپلوماتیک حضور او له هغوی سره سیاسي تعامل د دې پر ځای چې زموږ په ګټه وي، تر ډېره پخپله د دغو هېوادونو ملي ګټې خوندي کوي. که چېرې دغه هېوادونه پوه شي، چې له افغانستان سره تعامل یې ملي او امنیتي ګټې نه خوندي کوي، هېڅکله به له افغانستان سره تعامل ونه کړي. واقعیت دا دی چې اروپایي هېوادونه د امریکا، روسیې، چین او بریتانیا په څېر محارب هېوادونه دي. ځکه ډېری هېوادونه د ناټو غړیتوب لري او د دغه سازمان په چوکاټ کې یې افغانستان او عراق ته ځواکونه لېږلي دي او لاسونه یې د مسلمانانو په وینو سره دي. له همدې امله له محاربو هېوادونو سره تعامل نه یوازې د شریعت د اصولو خلاف دی، بلکې له سیاسي اړخه هم ناوړه پایلې لري.




   ارسال نظر