د اونۍ خبره: دوی د قران مصحف وسوځاوه موږ باید څه وکړو!؟
01/28/2023 | لیکنه: فرید احرار

Print


د روان کال د سلواغې د میاشتې په دوهمه نېټه په سويډن کې ددې هېواد ښي­ اړخه ګوند د ترکیې سفارت مخې ته لاریون وکړ او د قران عظیم الشان سپېڅلي مصحف ته یې اور واچاوه. یاد لاریون د سويډن د حکومت په خوښه تر سره شوی و او چارواکو یې د بیان د ازادۍ تر سرلیک لاندې دغه ناوړه کار ته یو ډول توجیه ورکړله. دا لومړي ځل نه دی چې په غربي هېوادونو کې ګڼ ګوندونه او لبرال ډیموکراټ بنسټونه د اسلام مقدساتو ته سیسټماټيک توهینونه کوي. څو کاله وړاندې په فرانسه کې شارلي ابدو مجلې په پرلپسې توګه د اسلام مقدساتو ته توهین کاوه. همدارنګه دوی کله د قران عظیم الشان مصحف سوځوي، کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نامه کارتون جوړوي، کله مسلمانې محجبې مېرمنې ځوروي او حجاب ته توهین کوي او کله هم نورو اسلامي مقدساتو او شعایرو ته سپکاوی کوي. غرب د خپلو وګړو او بنسټونو دغو ناوړو او کثیفو کړنو ته د بیان د ازادۍ په پلمه اجازه ورکوي.
په نړۍ کې خورا زیات سماوي او غیر سماوي ادیان او مذاهب شته دي. مګر کله چې په غرب کې یوازې د اسلام مقدساتو ته سپکای کېږي، نو دلته پوښتنه راپورته کېږي چې ددې کارونو تر شا کومې موخې دي؟ څو کاله وړاندې په شارلي ابدو مجله کې اسلامي شعایرو ته توهین وشو. ددې کار پر وړاندې مسلمانانو سخت غبرګونونه  وښوودل، مګر د مسلمانانو د غبرګونونو په ځواب کې د اروپا ټول سیاستوال راووتل او له شارلي ابدو یې حمایت اعلان کړ. نو اصلي خبره دا ده چې غرب، غربي سیاستوال او غربي بنسټونه د اسلام، اسلامي ارزښتونو او اسلامي شعایرو پر وړاندې کرکه لري. همداراز دوی په لوی لاس غواړي خپلو عامو خلکو ته د اسلام پر وړاندې کرکه او ډار انتقال کړي، څو عام ولسونه د اسلام او اسلامي ارزښتونو پر وړاندې حساس شي.
اصلي خبره دا ده چې غرب  واحد کفري ملت دی او دا طبعي خبره ده چې د اسلام، اسلامي ارزښتونو او د مسلمانانو پر وړاندې کرکه لري. دوی نه غواړي چې اسلام د یوه پیاوړي دین په توګه ظهور وکړي، څو غربي ارزښتونه او لبرال ډیموکراسي وننګوي. مګر اسلامي امت د غرب د پورته زهرجنو کړنو پر وړاندې یوازې لاریونونه کړي، د غرب پر وړاندې یې شعارونه ورکړي او پر همدغو لاریونونو او شعارونو په بدرګه کولو سره یې خپل ګرم احساسات ساړه کړي دي او بېرته خپل معمول ژوند ته ګرځېدلی دی. همداراز د اسلامي خاورو مشران، چې زیاتره یې د غرب ډول ته ګډېږي او د دوی له اجازې پرته حتا تشناب ته هم نه شي تللی، یوازې د کاذبو اعلامیو په خپرولو اکتفا کوي.
که خپل تاریخ ولولو، نو یوازې په دوو وختونو کې کافرانو دا ډول جرئت کړی دی. لومړی هغه وخت چې کله قران کریم نازلېده، نو د قریشو کفارو به د قران کریم توهین کاوه. ځکه چې هغه مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو حکومت او ځواک نه درلود. دوهم اوسمهال چې اسلامي امت یو پیاوړی اسلامي دولت نه لري او د اسلامي امت پوځونه په ملي دولتونو کې د غرب له مزدورو حکومتونو، ښکېلاکي پولو او چارواکو ساتنه کوي.
قران عظیم الشان کوم عادي کتاب نه دی. بلکې د هغه ذات کلام دی چې د ټولو کائناتو خالق دی او د وروستي قانون او دستور په توګه یې د بشر د هدایت لپاره را استولی دی. همداراز قران عظیم الشان اسلامي امت ته تر خپل ځان، حکومت، اولاد، شتمنۍ او تر بل هر څه چې په ژوند کې یې لري، زیات ارزښت لري. کله چې له قران عظیم الشان سره داسې ناوړه چلند کېږي او اسلامي امت یې پر وړاندې یوازې لاریون کوي او چارواکي یې یوازې د عادي- محتاطانه اعلامیو په خپرولو بسنه کوي، نو موږ باید د اسلامي امت په توګه شوک وخورو او له ځانه پوښتنه وکړو چې ایا یوازې همدا ډول غبرګونونه بسنه کوي!؟ طبعي خبره ده چې دا بسنه نه کوي، نو موږ باید یو پیاوړی اسلامي دولت ولرو، چې چارواکي او پوځونه یې داسې پالیسۍ ولري چې د نړۍ په هېڅ برخه کې کفري سیادت او واکمني د اسلامي شعایرو د سپکاوي  جرئت ونه کړي.




   ارسال نظر