د
تعرفو د جګړې له پیل سره داسې ښکاري چې د نړۍ سیاسي وضعیت یوه نوي لوري ته روان دی. امریکا، د نړۍ د یوازیني زبرځواک په توګه، اوس له سختو اقتصادي او سیاسي ګډوډيو سره مخ ده. د ډونالډ ټرمپ اوسنی حکومت باور لري چې امریکا په
سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه کچه خپل تر ټولو بد حالت تجربه کوي. ډونالډ ټرمپ پخپله دا عقیده لري چې تر ده وړاندې ولسمشرانو ناسم سیاسي تصمیمونه نیولي، چې له امله
یې نورو ملتونو له امریکا څخه د شیدو ورکونکې غوا په څېر استفاده کړې ده. له همدې
امله، ټرمپ د پراخو اصلاحاتو په راوستلو بوخت دی؛ د دولت د اغېزناکتیا وزارت (DOGE) یې جوړ کړ، اغېزناک بنسټونه يې منحل کړل، د
فډرال ادارې زرګونه کارکوونکي یې ګوښه کړل، له نړیوالو سازمانونو ووت، له خپلو ستراتیژیکو متحدینو یې مخ واړاوه او د نړۍ پر ډېرو هېوادونو یې درنې تعرفې ولګولې. دا ټول ښيي چې امریکا د خپلو داخلي او خارجي سیاستونو د اصلاحاتو له یوې لویې
څپې سره مخ ده.
امریکا
له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته، د نړیوالو بنسټونو؛ لکه د پیسو نړیوال صندوق (IMF)،
نړیوال بانک (World Bank) او
همداراز د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) د جوړولو له لارې، د نړیوالتوب (Globalization) مفکوره خپره کړه او پر بېلابېلو
هیوادونو یې خپل اقتصادي- سیاسي نفوذ زیات کړ. دا کار د نورو دولتونو پر وړاندې د امریکا د نړیوالې هژمونۍ یا ولکې د لا ټینګېدو سبب شو. خو د نړیوالې سوداګرۍ چتر چې امریکا جوړ کړی و، د دې لامل
شو چې ډېری هېوادونه پیاوړي شي او د دولتونو نړیوال بازارونه وده
وکړي. خو له بله پلوه، دا وضعیت ورو ورو د
امریکا لپاره د سوداګرۍ د کسر (Trade Deficit) سبب شو؛ ځکه چې واردات یې د صادراتو په پرتله دوه چنده یا تر دې هم
زیات شول.
دا چې ټرمپ ـ د پخواني شوروي اتحاد د رهبر، میخاییل ګورباچوف په څېر ـ د امریکا د داخلي او خارجي سیاستونو د اصلاح هڅه کوي، نو کوښښ
کوي چې نور هېوادونه، آن خپل متحدین هم له نړیوال چتر څخه محدود وساتي. له همدې امله، هغه د تعرفو جګړه د فشار او سیاسي
چنې وهلو یوه وسیله ګڼي، څو امریکا یو ځل بیا له اقتصادي پلوه راژوندۍ کړي. د ټرمپ دغه تګلاره د هغه له مشهور شعار «امریکا ته بیا عظمت ورکړئ – MAGA» څخه
سرچینه اخلي. خو اصلي پوښتنه دا ده چې د
تعرفو جګړه به امریکا ته څه پایله ولري؟ او اسلامي امت ته پکې څه پیغام نغښتی دی؟
د اقتصاد د برخې ډېری څېړونکي باور لري چې د امریکا سوداګریزه جګړه به د نړۍ اقتصادي دوران له رکود سره مخ کړي. ځکه دا
وضعیت د تمویل او تدارکاتو زنځیر (Supply
Chain) ګډوډوي، چې ورسره تولید، سوداګري او کاري فرصتونه ورو کېږي. د وال ستریټ ژورنال د راپور له مخې، ګولډمن ساکس د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په راپور کې ویلي چې په راتلونکو دوولسو میاشتو کې د امریکا د اقتصادي
رکود احتمال له ۳۵٪ څخه ۴۵٪ ته لوړ شوی دی. دغه امریکایي پانګهوال شرکت ټینګار کړی، که
چیرې د تعرفو سیاست همداسې دوام ومومي، نو دا به هرو مرو د اقتصادي رکود لامل شي.
له
همدې امله، اېلن ماسک، چې د ټرمپ یو لوړپوړی سلاکار دی، په مستقیم ډول له ټرمپ څخه غوښتي چې له درنو او لا زیاتو
تعرفو څخه ډډه وکړي. ځکه، د امریکا او چین ترمنځ د تعرفو تر جګړې وروسته، موږ ولیدل چې تعرفې آن تر ۱۴۵٪ هم پورته شوې. خو د ۲۰۲۵م کال د اپرېل پر ۱۳مه،
ټرمپ پرېکړه وکړه چې برېښنایي وسایل او ځیرک موبایلونه به له دغو تعرفو مستثنا وي.
له
بلې خوا، د تعرفو جګړې د امریکا سیاسي اعتبار او نړیوال حیثیت تر پوښتنې لاندې
راوستی او دا مهال د امریکا ستراتیژیک شریکان دغه هېواد ته د
یوه بېثباته او د باور نه وړ دولت
په سترګه ګوري. همدې وضعیت د اروپایي اتحادیې او چین په څېر دولتونه اړ کړي چې د خپلو سوداګریزو توکو لپاره باثباته بدیل بازارونه ولټوي. دا به چین ته د اروپایي اتحادیې او نورو
نړیوالو دولتونو د نږدې کېدو لامل شي؛ دا چاره د امریکا نړیواله هژموني او سلطه له لا ډیرو ننګونو سره مخ کوي.
د
تعرفو جګړه د ملتپالنې روحیه، کورنۍ ادارې او ملي شرکتونه پیاوړي کوي. امریکا د
کلونو کلونو لپاره د نړیوالتوب (Globalization) له لارې هڅه وکړه چې د ملي شرکتونو
مفکوره تر پوښتنې لاندې راولي او نړۍ یې یوه کوچني کلي ته ورته معرفي کړه، څو په اسانۍ پر نړۍ خپل تسلط او هژموني وساتي. د آزاد بازار مفکوره، فردي ازادۍ،
لیبرال ارزښتونه، ډیموکراسي، پانګوالي او داسې
نورې مفکورې له همدې لارې پراخې شوې. خو نننۍ
امریکا ټولو یادو مفکورو ته شا اړولې او د ځان د احیا او داخلي تمرکز په هڅه کې ده. دا
په دې معنی ده چې امریکا ورو ورو غواړي په نړیوالو قضیو کې خپله فعاله او مستقیمه مداخله راکمه کړي. د همدې لپاره،
د ۲۰۲۵م د امریکا لپاره دا مهمه نه ده چې ستراتیژیک متحدین یې ـ لکه اروپایي اتحادیه، کاناډا، جاپان،
لاتینه امریکا او نور ـ د امریکا د سیاستونو په اړه څه فکر
کوي. هغه څه چې اوس امریکا ته لومړیتوب لري، دا دي چې ځان له ژور اقتصادي بحران
څخه وژغوري او پراخ اصلاحات رامنځته کړي.
خو
دا ګډوډ نړیوال وضعیت اسلامي امت ته څه پیغام لري؟ په حقیقت کې، د ټرمپ د ادارې له راتګ سره، د غربي نړۍ ـ په ځانګړي ډول د امریکا ـ سیاسي او ټولنیز درزونه او وروستوالی تر هر بل وخت زیات نړۍ ته بربنډ شوي دي. کفري نړۍ او غرب له یو بل
سره ښکر په ښکر دي او د دنیا د
ونډو پر سر په جګړه سره
اخته دي. دا د اسلامي امت لپاره یو مهم فرصت
دی، څو له دې بحراني حالت څخه په ګټې اخیستنې سره د ځان لپاره د پښې ځای پیدا کړي. د دنیا شتمنیو
د دښمن حواس ګډوډ کړي او هغوی اوس له پخوا زیات په کمزوري حالت کې دي. له بل پلوه، امریکا د خپلو ارزښتونو، مفکورو او
غربي ایډیولوژیو له خپرولو څخه لاس اخيستی دی او هر هغه ابرقدرت یا ځواکمن دولت چې د خپلو سیاسي ارزښتونو د لېږد او ساتنې توان له لاسه ورکړي، نو دا
یو روڼ دلیل دی چې هغه دولت د سیاسي انحطاط پر لور روان دی او د تدریجي زوال بهیر یې پیل کړی دی.
په
پای کې ټینګار کوو، لکه څرنګه چې د روم امپراتوري، د بریتانیا امپراتوري او شوروي
اتحاد د داخلي او بهرنیو عواملو له امله ړنګې شوې، همداسې د امریکا د سیاسي
زوال نښې هم ورځ تر بلې لا روښانه کېږي. د امریکا دننه ګوندي قطببندي (د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراټانو
ترمنځ)، د رسمي بنسټونو ترمنځ ژور اختلافات،
نژادي تعصبونه او دښمنۍ (د سپین پوستو او تور پوستو ترمنځ) او پر سیاستوالو د خلکو بېباوري؛ دغه ټولې
ستونزې لا پر ځای پرتې وې چې اوس د تعرفو جګړه او له متحدینو څخه مخ
اړونه هم پرې ورزیات شول. دغې چارې د امریکا پر نړیوال اعتبار او هژمونۍ ژور اغېز کړی او د دغه هیواد د نړیوال زوال بهیر یې چټک کړی دی. نو، د امریکا د اوسني ماتېدونکي وضعیت، د نویو نړیوالو قدرتونو د
راڅرګندېدو او د نړیوالو تحولاتو د بهیر په پام کې نیولو سره، داسې ښکاري چې نړۍ به د نړیوال نظم یوه نوې څپه تجربه کړي.
اسلامي امت اوس په ډېر حساس حالت کې دی او باید د روانو نړیوالو ګډوډیو او سیاسي بحرانونو ژور تحلیل وکړي، تر څو له همدغه وضعیت څخه د خلافت دولت د تاسیس
فرصتونه راوباسي چې د ځمکې پر مخ انسانانو ته عزت، عدالت او سعادت راوړي.