د صلاح الدین په لاس د فلسطین د ازادۍ درسونه
11/01/2022 | عدنان خان

Print


ډېری په فلسطین کې روانې وحشي عام وژنې ویني. کوم څه چې له شیخ جراح څخه پیل او الاقصی ته وغځېدل او پر الاقصی د حملې لامل شول، د نړۍ ډېر خلک یې حیران کړل. دا لړۍ د ځایي وګړو د تدریجي نابودۍ ډېره کوچنۍ برخه ده چې د صهیونستانو او د دوی د ملاتړو له لوري د لسګونو کلونو اشغال له امله روانه ده. له کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو حللارو او غربي مداخلې را بللو وروسته، اوس ډېری په دې پوه شوي چې روان اشغال باید د مسلمانانو د پوځونو په زور پای ومومي.
اسلامي تاریخ او متون له داسې دلایلو او بېلګو څخه ډک دي چې د ازادۍ لپاره د مبارزې په پایله کې اشغال پای ته رسېدلی دی. غوره بېلګه یې چې زده کړه ترې کېدای شي، د صلاح الدین په لاس په ۱۱۸۷م کال کې د فلسطین ازادي ده چې د اروپایي صلیبیانو ۸۸ کلن اشغال یې پای ته ورساوه.
د يوولسمې پېړۍ جیو پوليټکس
په یولسمه پېړۍ کې د سیالو اړخونو تر منځ سیاسي خوځښتونه او د سیاسي ځواک موازنه د اسلامي نړۍ له اوسني حالت سره ډېر توپیر نه لري.
عباسي خلافت د امت د رهبرۍ مرکز و، خو په يوولسمه پېړۍ کې دوی خپله پخوانۍ دبدبه له لاسه ورکړې وه او یوازې يې پخوانی نوم پاتې و. له مصر څخه تر فارس پورې د اسلامي نړۍ مرکزي خاوره یو له بل څخه جلا وه. د سیاسي مرکزیت نشت د دې لامل شو چې ملوک الطوایفي رامنځته او د خلافت پر وړاندې د قدرت سیال ځواکونه ایجاد شي.
له اساسي سیالانو يې یوه اسماعیلي ډله فاطمیان وو چې ادعا یې کوله دوی د حاکمیت حق لري، ځکه د امام علي رضی الله عنه او فاطمې رضی الله عنها اولاده ده. له همدې امله یې نوم «فاطمیان» و. له ۹۰۹م کال راهیسې، فاطمیانو غوښتل اسلامي نړۍ ونیسي او اسماعیلي حاکمیت تاسیس کړي. دوی مخامخ د عباسیانو حاکمیت وننګاوه. په ۹۶۹م کال کې یې مصر ونیوه او په اسلامي نړۍ کې په یو ځواک بدل شول. د یولسمې پېړۍ په وروستیو کې فاطمیان پر شمالي افریقا، مصر، مکه، مدینه او د فلسطین او سوریې پر ځینو برخو واکمن وو.
نور سیال لوبغاړي سلجوقیان وو. د ملوک الطوایفي پر مهال عباسیانو د مرکزي اسیا د ترکانو له خاورو څخه غلام سرتېري راوستل چې په پوځ کې خدمت وکړي، ترڅو د فاطمیانو پر وړاندې د واک موازنه وساتي. دغه ترکۍ قبیلې اسلامي خاورو ته کډه شوې او اسلام یې ومانه. بیا یې په لسمه پېړۍ کې د سیاسي ګډوډۍ پر مهال خپل دولتونه جوړ کړل. سلجوقیانو له سوریې څخه تر مرکزي اسیا پورې یو باثباته دولت ایجاد کړ، خو بیا هم سلجوقیانو د خلافت د ژغورنکو رول ته دوام ورکړ. سلجوقیانو په يوولسمه پېړۍ کې د فاطمیانو د پراختیا مخه ډب کړه. د یوولسمې پېړۍ په وروستیو کې سلجوقیان د اناتولیا په شاوخوا کې خپاره شول او د قسطنطنیې څنډو ته یې ځانونه ورسول.
تر صلیبیانو مخکې هم مسلمانانو وحدت له لاسه ورکړی و. ګڼ سیال حاکمان او پادشاهۍ موجودې وې. حالت داسې و لکه اوس. مسلمانان په خپلمنځي سیالیو بوخت وو او حاکمانو یې یو له بل سره سیالۍ کولې. ټولو هغو کسانو ته یې د استثمار زمینه برابره کړې وه چې د سیمې لپاره یې شوم پلانونه درلودل.
د یوولسمې پېړۍ اروپایي استعمار
کله چې په ۱۰۹۵م کال کې د شرقي روم امپراتور الکسیوس پوه شو چې مسلمانانو ته په جګړه کې ماته نه شي ورکولی، نو د شرقي روم امپراتورۍ د ژغورلو لپاره یې له خپل سیال دوهم پاپ اربن څخه چې په روم کې و، د مرستې غوښتنه وکړه. پاپ اربن له موقع څخه په ګټه اخيستنې پان (اورپایي عیسوي) پوځ جوړ او د صلیب تر نامه لاندې یې لسګونه زره جنګیالي را ټول کړل. په حقیقت کې د پاپ سترګې بیت المقدس ته وې او پر ټولو عیسویانو یې غږ وکړ چې د دغه ښار په نیولو کې ونډه واخلي او په فلسطین کې د پاپ تر واکمنۍ لاندې یو صلیبي سلطنت جوړ کړي.
په ۱۰۹۶م کال کې د ختیځې اروپا لور ته د اوسنۍ فرانسې، المان او ایټالیې څخه د اشرافو او کليسا د جنګیالیو په مشرۍ د پوځونو ورتګ پیل شو. په لار کې یې د کلیسا د راپارول شوې مذهبې کرکې له امله اروپایي یهود قتل عام کړل. کله چې صلیبیان د قسطنطنیې دېوالونو ته ورسېدل، امپراتور الکسیوس ښار ته د دوی د ننوتو مخه ونیوله، هغه وېره لرله چې دوی به ښار چور کړي، ځکه دوی مخکې هم په لار کې پراته ښارونه او ښارګوټي چور کړي وو.
کله چې صلیبیان د سوریې او ترکیې پر پوله د انطاکیې لرغوني ښار ته ورسېدل (په ترکیه کې اوسنۍ انطاکیه)، دا مهال د سیمې سیاسي اوضاع د دوی د خوښې مطابق روانه وه. انطاکیه هم د نورو ښارونو او ښارګوټو په څېر یوازې پاتې وه. دا وخت د سلجوقیانو امپراتوري یو واحد سیاسي دولت نه و. پر ځای یې وړو ترکي امیرانو د ښارونو چارې سمبالولې او په دوامداره توګه یو له بل سره په شخړو بوخت وو. د دمشق، حلب او موصل ستر ښارونه سره بېل وو او پوځونه یې یو له بل سره په بې پایه جګړو بوخت وو. کله چې د صليبيانو له لوري د انطاکيې ښار د محاصرې په وخت کې د دغه ښار حاکم د صلیبیانو پر وړاندې له نورو پوځونو څخه مرسته وغوښته، نو هیچا یې مرسته ونه کړه.
صلیبیانو دغه ښار ونیوه او د ښار اوسېدونکي يې قتل عام کړل. د انطاکیې او بیت المقدس په لار کې د پرتو ښارونو ټول وژنو پر شاوخوا سیمو د وحشت سېوری وغوړاوه. د مسلمانانو پوځونو د صلیبیانو پر وړاندې له جګړې څخه ډډه وکړه، کله چې پوه شول د دوی موخه بیت المقدس دی، نو ډېرو له دوی سره د جګړې پر ځای دا غوره وګڼله چې له صلیبیانو سره د خوړو، وسلو او خوندې لارې په ورکولو کې مرسته وکړي. د ۱۰۹۹م کال په دوبي کې صلیبیان د بیت المقدس دېوالونو ته ورسېدل. د ۱۰۹۹م کال د جولای پر ۱۵مه د یوې اوونۍ محاصرې وروسته صلیبان وتوانېدل چې بیت المقدس له مسلمانانو ونیسي. بیت المقدس ته د عمر رضی الله عنه له ننوتو وروسته دا لومړی ځل و چې ۴۶۲ کاله وروسته مسلمانانو بیت المقدس له لاسه ورکړ. داسې ځکه وشول چې د مسلمانانو مشران بې اتفاقه وو او د هغه وخت د «شریف حسینیانو» او «میر جعفریانو» د خیانت پایله وه چې له صلیبیانو سره یې مرسته کوله.
د ښار ټول وګړي چې شاوخوا ۷۰ زره تنه وو، قتل عام شول. په الاقصی کې د مسلمانانو دومره وینې وبهېدې چې د اشغالګرو تر زنګنونو ورسېدې. د ښار مسجدونه او کليساګانې ورانې شوې. ان عیسویان وځورول شول، ځکه صلیبیانو غوښتل خپل کاتولیک عیسوي مذهب د دودیز یوناني، ارمني، ګرجستاني او د ښار د نورو کلیساوو پر ځای پر عیسویانو وتپي.
تابع دولتونه
د اسلامي نړۍ د ګډوډۍ له امله صلیبیان وتوانېدل چې په بیت المقدس کې پاتې شي. په څلورو کلونو کې د صلیبیانو څلور سلطنتونه ایجاد شول. د ادیسې حاکمیت، د انطاکیې سلطنت، د ارمني کلیکیا سلطنت او د طرابلس او بیت المقدس سلطنت.
د داخلي وېش او نفاق له امله  اسلامي نړۍ ډېره کمزورې او د هیڅ ډول مقامت جوګه نه وه. بغداد، دمشق او قاهره چې د واک دودیز مرکزونه وو، په داسې وضعیت کې نه وو چې دې معضلې ته ځواب ووایي. د مسلمانانو ځینو شاوخوا کلیو او ښارونو خو ان له صلیبي دولتونو سره سوداګري پیل کړه چې په سیمه کې یې د دوی شتون نور هم  ټينګ کړ.
قوت په وحدت کې دی
د الاقصی له سقوط څخه نیمه پېړۍ وروسته مسلمانانو د بیت المقدس د بیا ازادولو تابیا ونیوله. پیل یې ترک امیر عماد الدین زنګي وکړ چې د عراق په شمال کې یې د موصل ښار اداره کاوه. نوموړي موصل او حلب تر یوه دولت لاندې راوستل او د سیمې د لویو ښارونو ځواک یې سره یو کړ. د ده پوځ په ۱۱۴۴م کال کې د ادیسې مهم ښار له صلیبیانو ونیو. په دې وخت کې ادیسه د صلیبیانو کمزوری دولت و. صلیبیانو ګمان کاوه چې دا ماته یې د انطاکیې په څېر د واړه ښار بایلل و، خو دا د دوی تېروتنه وه. 
د عماد الدین ستراتیژي دا وه چې د صلیبي ګواښ پر وړاندې سوریه سره متحده او تر خپل واک لاندې يې راولي. خو دا لرغونی ښار د ده تر ولکې بهر پاتې شو، ځکه د دمشق امیر نه غوښتل خپله سیمه له لاسه ورکړي، ان د مسلمانانو د وحدت تر عنوان لاندې هم.
عماد الدین زنګي په ۱۱۴۶م کال کې وفات شو. د ده زوی نورالدین زنګي یې ځای ناستی شو. نورالدين هم د پلار په څېر د اسلامي نړۍ وحدت ته ملا وتړله. نور الدین په ۱۱۴۹م کال کې د انطاکیې پر شاوخوا ډېرې سیمې ونیولې او په ۱۱۵۴م کال کې یې د دمشق امیر د ځایي خلکو په مرسته له واکه لیري کړ، ځکه دوی د دمشق د امیر او صلیبي دولتونو له اړیکو څخه په تنګ راغلي وو.
د يو رهبر تر مشرۍ لاندې د سوريې د متحد کېدو وروسته، یوازې د مصر موضوع پاته شوه. په دې وخت کې صلیبیانو د سوېل لور ته مخه کړې وه او د مصر د نیولو تکل یې کړی و، تر څو په سیمه کې خپلې پښې ټینګې کړي. فاطمیانو احساس کړه چې دوی به ماته خوري، نو له نور الدین څخه یې مرسته وغوښته. هغه د اسلامي وحدت تر نامه لاندې پوځ ورولېږه، خو کله چې صلیبیانو ماته وخوړه، نو فاطمیانو له صلیبیانو سره چې تازه د نورالدین پوځ مات کړي وو، اړیکې جوړې کړې. دا بیخي په لویه کچه خیانت و. د نور الدین پوځ له مصر څخه لاړ، خو فقط څلور کاله وروسته فاطمیان اړ شول چې بیا له نور الدین څخه مرسته وغواړي، ځکه صلیبیانو بیا غوښتل چې مصر اشغال کړي. دا ځل نور الدین په مصر کې لومړی صلیبیان مات کړل او بیا یې له فاطمیانو څخه مصر ونیو. ده خپل مهم جنرال شارخ هلته د والي په توګه پرېښود. شارخ څو میاشتې وروسته د ناروغۍ له امله وفات شو او په ۱۱۶۹م کال کې د هغه وراره یوسف د ده ځایناستی او د مصر حاکم وټاکل شو چې موږ ټول یې د صلاح الدین ایوبي په نامه پېژنو.
د دښمن محاصره
د صلاح الدین لپاره د قدس د ازادۍ بنسټ کښېښودل شو او سمدستې یې په دې پیل وکړ چې قدس بايد ازاد کړي. ده د مصر له وحدت څخه کار پیل کړ او د فاطمیانو ټول پاته شوني یې د تاریخ زباله دانۍ ته واچول. ګمراه فاطمیان چې سلګونه کلونه د اسلامي امت پر لمنه تور داغ و، په رسمي ډول له منځه لاړل. الازهر پوهنتون چې یو وخت د اسماعیلي تبلیغ مرکز و، په اسلامي ښوونځي بدل شو او تر ننه همداسې پاتې شو.
صلاح الدین د بیت المقدس له سلطنت سره د سولې معاهده لاسلیک کړه، تر څو د بیت المقدس پر شاوخوا د مسلمانانو د خاورو یو ځای کولو ته وخت پیدا کړي. کله چې نور الدین په ۱۱۷۶م کال کې د ناروغۍ له امله وفات شو، صلاح الدین د والي په توګه سوریې ته روان شو او هیچا یې مخالفت ونه کړ. د خلکو د پراخ ملاتړ په مټ یې تر فاطمیانو وروسته په لومړي ځل سوریه او مصر سره یو ځای کړل. بیا صلاح الدین عراق تر خپلې ولکې لاندې راوست. دا چاره د بیت المقدس د سلطنت لپاره په دې مانا وه چې دوی د یو ځواکمن او واحد دولت لخوا محاصره دي او د داسې چا له لوري اداره کېږي چې د بیت المقدس ازادي خپله وجیبه ګڼي.
د حطین په جګړه کې چې په ۱۱۸۷م کال کې پېښه شوه، د صلاح الدین پوځ د صلیبیانو پوځ ته درنه ماته ورکړه. یوازې لږ شمېر جنګیالي په مقدس ښار کې پاتې شول چې وروسته صلاح الدین ته تسلیم شول. د صلیبیانو برعکس چې په ښار کې یې قتل عام وکړ، صلاح الدین ټولو اوسېدونکو ته د وتلو خوندي لار ورکړه چې بیرته د عیسویانو خاورو ته ستانه شي او اجازه یې ورکړه چې خپل توکي له ځانه سره یوسي. په ښار کې د عیسویانو عبادتځایونه خوندي پاتې شول او زیارت کوونکو ته یې د ورتګ اجازه ورکړل شوه.
د قدس له ازادۍ څخه ډېر داسې څه زده کېدای شي چې زموږ په اوسني وضعیت کې د پلي کېدو وړ دي.
بې اتفاقي (وېش):
د مسلمانانو حکامو د بې اتفاقۍ له امله صلیبیان وتوانېدل چې په اسلامي نړۍ کې ځان ته ځای پیدا کړي. خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول چې یو له بل سره سیالي وکړي او د صلیبي ګواښ پر ځای دوی د خپلمنځي جنګونو په غم کې وو. کټ مټ لکه اوسنۍ اسلامي نړۍ چې په ملي دولتونو وېشل شوې او یو له بل سره په سیالۍ بوخت دي. بل لور ته کافر غرب له دغو نشنلستي اختلافاتو څخه ګټه اخلي او خپلې موخې تر لاسه کوي.
د حکامو لېري کول: صلاح الدین موږ ته رازده کړه چې له نفاق سره باید څه ډول چلند وشي. دی له ټولو هغو حکامو سره وجنګېده او له واکه یې لیري کړل چې د بیت المقدس د نیولو لپاره د وحدت مخالف وو. کله چې ده د فاطمي مصر نیولو تکل وکړ، خلکو یې ملاتړ وکړ، یوازې په دې خاطر نه چې له فاطمیانو څخه یې ازادي غوښته، بلکې غوښتل یې قدس هم ورسره ازاد شي. صلاح الدین د خلکو د احساساتو پیروي وکړه، نه د فاطمي حاکمانو. موږ نن له ورته حالت سره مخ یو. زموږ حکام هم د امت د احساساتو پر وړاندې ولاړ دي. په داسې حال کې چې امت د فلسطین د ازادۍ لپاره تږی دی، حکام د مسلمانانو د کمزورۍ بهانې کوي او وایي چې صهیونستي دولت ډېر ځواکمن دی او د دوی لاسونه تړلي دي. صلاح الدین موږ ته رازده کړه چې دا ډول حکام باید لېري شي او هغه کسان یې ځایناستي شي چې د امت په څېر احساسات لري. 
خاین حکام: صلیبي دولتونه وتوانېدل چې پر سیمه خپلې منګولې ښخې کړي، ځکه د بیت المقدس شاوخوا سیمو وړو مسلمانو حاکمیتونو له دوی سره مرسته کوله. د صلیبیانو د سلطنت موخه دا وه چې د بیت المقدس څخه په استفاده په شام کې خپله ولکه ټینګه کړي او نورو سیمو ته یې وغځوي. نن صهیونستي دولت د یوشتمې پېړۍ د صلیبي سلطنت په څېر کار کوي او د مصر، اردن او سوریې حکام ورسره تړونونه او اړیکې لري چې یهودي دولت یې په سیمه کې نور هم ځواکمن کړی او له دوی پرته حتی ځان هم نه شي ساتلای. صلاح الدین له ورته واقعیت سره مخ و، د بیت المقدس شاوخوا ټولې سیمې یې ونیولې، خاین حکام یې له واکه لېري او د صلیبي سلطنت د اکمالاتو لارې یې پرې وتړلې.
د اکمالاتو لار: صلاح الدین له لومړي سره په دې پوهېده چې صلیبیانو او د شاوخوا کلیو او مسلمانانو د وړو حاکمیتونو تر منځ سوداګري په بیت المقدس کې د صلیبي سلطنت د اقتصاد لپاره حیاتي ده. صلاح الدين د دغو سیمو په نیولو سره پر دوی د اکمالاتو لارې وتړلې او په دې ډول د صلیبي سلطنت اقتصادي شارګ پرې شو. کله چې هغه د بیت المقدس محاصره پیل کړه، عیسویان د مقاومت جوګه نه وو، ځکه دوی د صلاح الدین له ځواکونو سره د جګړې توان نه درلود. یهودي دولت هم نن ورځ له ورته وضعیت سره مخ دی. اوبه یې له اردن څخه تامنېږي او طبيعي ګاز مصر ورکوي. په دې ډول د سیمې حکام یو بېګانه دولت ته ثبات وربښي.
مخکنۍ قاعده: په اسلامي خاوره کې صلیبي دولتونه د هغې مخکنۍ قاعدې له مخې تاسیس شول چې په اروپا کې د کلیسا لخوا جوړه شوې وه او موخه یې د مقدسې خاورې نیول او د سیمې استعمار و. د ګڼو صلیبي جګړو سربېره بیا هم اروپایي عیسوي استعمارګر ونه توانېدل چې خپله مخکنۍ قاعده وساتي. تر ټولو اوږده موده یې ۸۸ کاله وه چې صلاح الدین پای ته ورسوله. صهیونستي دولت هم نن په سیمه کې ورته رول لري. دا دولت په دې موخه تاسیس شو چې په سیمه کې د مداخلې لپاره یوه قاعده ایجاد شي، ځکه خو غرب د وسلو، مالي امکاناتو او معنوي ملاتړ په مټ د یهودي دولت ملاتړ کوي. هغسې لکه صلیبي دولتونو چې د مسلمانانو له وړو حاکمیتونو سره معاهدې او توافقات لرل چې په سیمه کې خپل شتون قوي کړي او په اورپا کې د خپلو عیسوي متحدانو لپاره مخکنۍ قاعده و اوسي. صهیونستي دولت نن په سمیه کې د امریکا نظامي اډه ده. امریکا یې په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره کاروي. په دولسمه پېړۍ کې د صلاح الدین له لوري له سیمې څخه د صلیبي دولت شړل دقیقا هغه څه دي چې موږ یې باید نن هم ترسره کړو، ترڅو په سیمه کې د بهرنۍ مداخلې وسیله له منځه یوسو.
صلاح الدین موږ ته وښودله چې د مسلمانانو تر منځ وحدت، زموږ له منځه د مزدورو حکامو لېري کول او له فلسطین څخه دفاع هغه څه دي چې موږ پرې دغه مبارکه خاوره ازادولای شو، ان شاءالله. لومړیتوب باید همدا وي او یوازې همدا کار به روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.




   ارسال نظر