پوښتنه او ځواب: سعې د رزق سبب نه دی
12/30/2023 | ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

Print


بسم الله الرحمن الرحيم
 (ژباړه)
د محمد خطیب د پوښتنې په ځواب کې
پوښتنه
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
زه د رزق په اړه دا پوښتنه لرم چې ایا سعې ټاکل شوی (مقدر) رزق ډېرولی شي؟ یعنې که یو څوک پر کور ناست وي؛ نو ایا رزق یې په همغه اندازه دی چې د کار او هڅې کولو له لارې یې ترلاسه کوي؟ په بل عبارت، ایا د کار د سطحې د لوړولو او سوداګریزې ساحې د پراخولو لپاره سوداګریز اعلانونه او بازار موندنه د ټاکل شوي رزق اندازه ډېروي؟ که کېږي پوښتنه لږ ژر ځواب کړئ.
الله سبحانه وتعالی خو مو عمر اوږد کړه او هغه سبحانه وتعالی مو ساتونکی شه!     
ځواب:
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
ښکاري چې تاسو ته د رزق مفهوم یو څه ګونګ دی. دا موضوع مو مخکې پوره تشریح کړې او د فقهي پوښتنو په ځوابونو کې یې پيدا کولی شئ. که هلته ورشئ، بشپړ ځواب لوستی شئ. ستاسو د دغې پوښتنې د ځواب لپاره يې یوه برخه لنډه را اخلم:
«د رزق په اړه ډېر قطعي الدلالة ایتونه شته چې له مخې یې مومنان پر دې اېمان راوړي چې رزق د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی او چاته چې وغواړي هغه ته یې ورکوي. دغو ایتونو د مومنانو لپاره د کوم شک ځای او ګنجایش نه دی پرېښی. د رزق او قدر مسلې سره بېلې دي؛ ځکه د قدر معنی دا ده چې الله سبحانه وتعالی د یوې حادثې تر پېښېدو وړاندې د هغه پر پېښېدو علم لري، ځکه هغه مقدره او لیکل شوې ده. خو د رزق په اړه د دې ترڅنګ چې الله سبحانه وتعالی پوهېږي چې پلاني کس ته رزق ورکول کیږي؛ خپله رزق یې هم مقدر او او ټاکلی دی. واقعیت دا دی چې رازق بنده نه، بلکې یوازې او یوازې الله سبحانه وتعالی دی. دلیل یې دا ایت دی: 

﴿لَا نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى﴾ [طه: 132]
ژباړه: «موږ له تا څخه رزق نه غواړو، بلکې موږ تاته رزق درکوو. له خیره ډک عاقبت د پرهیزګارانو او متقیانو دی.»
﴿وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللهُ حَلاَلاً طَيِّباً وَاتَّقُواْ اللهَ الَّذِيَ أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ﴾ [مائده: 88].‏
ژباړه: «او له هغو حلالو او پاکو نعمتونو څخه چې الله یې تاسو ته رزق درکړی وخورئ او د هغو الهي اوامرو له مخالفت څخه تقوا وکړئ چې تاسو پرې اېمان راوړی دی.»

دا قطعي الدلالة ایتونه دي او ښيي چې یوازې الله سبحانه وتعالی رزق ورکونکی دی او دا یوازې الله سبحانه وتعالی دی چې د هر چا لپاره یې غوښتي وي رزق یې پراخوي او د چا لپاره یې چې غوښتي وي، رزق یې تنګوي. په دغو ټولو چارو کې د رزق نسبت الله سبحانه وتعالی ته ورکول شوی او په دغو ایتونو کې راغلي چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل رازق نشته؛ رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی. الله سبحانه وتعالی ته د رزق د فعل نسبت یو حقیقي نسبت دی.
ګورو چې په پورتنیو مبارکو ایتونو کې د رزق د فعل نسبت انسان ته نه، بلکې یوازې الله سبحانه وتعالی ته ورکړل شوی. داسې حدیث هم نه لرو چې د رزق د نسبت فعل انسان ته پکې ورکول شوی وي. نو په ټولو نصوصو کې د رزق نسبت الله سبحانه وتعالی ته ورکړل شوی. په هغو مواردو کې چې د رزق نسب پکې انسان ته ورکړل شوی؛ موخه دا ده چې هغوی ته رزق نه، بلکې مال او صدقه ورکړئ. لکه د الله سبحانه وتعالی دا قول:  

﴿وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ﴾ [نساء: 5]
ژباړه: «او ناپوهانو ته د هغوی هغه مالونه چې ستاسو په تصرف کې دی مه ورکوئ، الله سبحانه وتعالی دغه اموال ستاسو د ژوند د سمبالښت وسیله ګرځولې ده. له دغو مالونو څخه دوی ته خوراک او پوښاک ورکړئ. له دوی سره په ښه ډول خبرې وکړئ او بد چلند ورسره مه کوئ.»

او الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ﴾ [نساء: 8]
ژباړه: «او کله چې د وېش په وخت کې خپلوان، یتیمان او بېوزلي راشي، نو له دې مال څخه دوی ته هم یو څه ورکړئ او له دوی سره په خوږه ژبه خبرې وکړئ.»

د لومړي ایت موخه داده، چې دوی ته ډوډۍ ورکړئ او د دویم ایت موخه دا ده چې له هغه رزق څخه یې نورو ته ورکړئ، چې تاسو ته درکول شوی دی. دا د انسان لپاره د رزق د نسبت او رزق ورکونکي په معنی نه دی. په ټولو ایتونو کې په همدې ډول او مفهوم سره راغلي دي. 

﴿نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ﴾ [انعام: 151]
ژباړه: «موږ تاسو ته رزق درکوو.»
او په بل ایت کې فرمایي:
 ﴿وَرِزْقُ رَبِّكَ﴾ [طه: 131]
ژباړه: «او ستا د پروردګار رزق»
او دا:
﴿كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللهِ﴾ [بقره: 60]
ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی له رزق څخه یې وخورئ او وڅښئ.»

په دغو ټولو ایتونو کې ګورو چې د رزق فعل ته له الله سبحانه وتعالی سره نسبت ورکړل شوی. د دې بل هېڅ ډول تعبیر او تفسیر نه شي کېدی. رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی او رزق د هغه سبحانه و تعالی په لاس کې دی. 
نو پر دې اېمان لرل واجب دي، چې رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی؛ ځکه چې دلیل یې قطعی‌الثبوت او قطعی‌الدلالة دی. پر دې ایمان لرل فرض دي او انکار یې کفر دی. څوک چې د رازق په توګه پر الله سبحانه وتعالی ایمان ونه لري؛ کافر دی. خدای خو مو دې له دې حالته وساتي.
دا د اېمان او دلیل له زاویې د رزق واقعیت و. یوه بله مسله چې باید یاده شي، دا ده چې د دې ترڅنګ چې الله سبحانه وتعالی امر کړی چې د رازق ذات په توګه اېمان پرې راوړل شي؛ انسان یې هم مامور کړی چې د رزق ترلاسه کولو لپاره سعې او هڅه وکړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ﴾ [ملک: 15]
ژباړه: «الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې ځمکه یې ستاسو لپاره پسته، هواره او تابع کړې ده، د هغه پر سینه وګرځئ او د الله سبحانه وتعالی له رزق څخه وخورئ.»
دغه راز:
﴿فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللهِ﴾ [جمعه: 10]
ژباړه: «بیا کله چې لمونځ ترسره شي، نو په ځمکه کې خواره شئ او د الله د رزق او روزۍ په لټه کې شئ او الله په زړه او ژبه ډېر یاد کړئ، ترڅو بریالي شئ.»

دغه دوه ایتونه د رزق ترلاسه کولو لپاره پر سعې او هڅه امر کوي. د رزق ترلاسه کولو دغه امر په هغو ایتونو کې راځي چې د الله سبحانه وتعالی پر رازق والي صریح دلالت کوي. دلته واضح کېږي چې یوازې الله سبحانه وتعالی رازق دی او تشریح کېږي چې پر دې خبره باید ایمان راوړل شي. نو لومړني ایتونه په قطعي ډول پر دې دلالت کوي چې انسان نه، بلکې یوازې الله سبحانه وتعالی رازق او یوازې الله سبحانه وتعالی رزق ورکوي. دغه دوه وروستي ایتونه پر موږ امر کوي چې د رزق ترلاسه کولو لپاره باید کار وکړو.
حقیقت دا دی چې سعې د رزق سبب نه دی؛ ځکه چې سبب حتماً مسبب رامنځته کوي. مسبب يې له سبب پرته منځته نه راځي. مثلا چړه د پرې کولو سبب دی؛ یعنې چاړه ده چې پرې کول کوي. د سوزولو سبب اور دی؛ یعنې اور دی چې سوزول کوي. نو له چړې یا یوې تېزې وسیلې پرته پرې کول او له اور پرته سوزول نه کېږي. دا د سبب واقعیت دی. د رزق ترلاسه کولو لپاره د سعې واقعیت داسې نه دی؛ که چېرې داسې وی، نو بیا باید سعې رزق حتما رامنځته کولی. یعنې څنګه چې چړه د پرې کولو او اور د سوزولو سبب ګرځي؛ داسې سعې د رزق د حاصلولو سبب نه ګرځي او کله کله رزق له سعې پرته هم حاصلیږي. په دې معنی چې که چېرې سعې سبب وبولو؛ ځینې وختونه لیدل کیږي چې سبب، یعنې سعې وي او ترسره کیږي، خو مسبب یعنې رزق نه حاصلیږي او ځينې وخت مسبب له سبب پرته حاصلیږي او دا مسله په قطعي ډول پر دې دلالت کوي چې سعې د رزق سبب نه ده.
د ژوند په واقعیت کې په دې اړه ډېرې بېلګې لرو؛ هغه سوداګر چې د ګټې ترلاسه کولو لپاره کار کوي، خو په پایله کې زیان کوي، په داسې حال کې چې هغه سعې کړې ده، خو رزق یې نه دی حاصل کړی. په دې معنی چې سبب شته، خو مسبب نه دی رامنځته شوی؛ له همدې امله سبب نه ګڼل کیږي، ځکه چې سبب حتما د مسبب د وجود پایله ده. همدارنګه د مال وارث د میراث مستحق کیږي، پرته له دې چې د هغه د حاصلولو لپاره یې سعې او هڅه کړې وي. که چېرې سعې د رزق سبب وی، نو هېڅکله هم له سعې پرته مال نه ترلاسه کېده؛ ځکه چې مسبب د خپل سبب له وجود پرته نه رامنځته کیږي. نو له سعې پرته د میراث د مال حاصلېدل پر دې دلالت کوي چې د رزق سبب سعې نه ده؛ دلته د سعې له شتون پرته رزق راغلی. 
دا ټول په قطعي ډول ثابتوي چې د رزق ترلاسه کولو لپاره سعې سبب نه ده. یعنې سعې رزق نه شي راوړی او د چړې په څېر چې پرې کول کوي یا د اور په څېر چې سوزول کوي، سعې رزق نه راوړي؛ ځکه سعې د رزق سبب نه ده.» پای
نو الله سبحانه وتعالی مطلق رازق دی او دا زموږ د عقیدې برخه ده؛ خو سعې یو شرعي حکم دی، که چېرې تاسو د هغه رزق د ترلاسه کولو لپاره چې الله سبحانه وتعالی ستاسو لپاره قضأ ګرځولی او درته مقدر کړی يې دی، سعې وکړئ؛ نو له خپلې سعې څخه ثواب اخلئ، خو که سعې او هڅه ونه کړئ، نو مقدر شوی رزق به ترلاسه کړئ، خو د سعې او هڅې نه ترسره کول مو د شرعي حکم سره په ټکر کې دي. لامل یې دا دی چې تاسو د الله سبحانه وتعالی له امر سره سمه سعې او هڅه نه ده کړې.
ان‌شاء الله چې دا ځواب به بسنه وکړي. لکه مخکې مې چې وویل؛ دا موضوع په بشپړ ډول په "الکراسة" کې ذکر شوې ده. که کوم څه درته مبهم وي، دغه کتاب ته مراجعه کولی شئ. الله سبحانه وتعالی مو مل شه!

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته
۱۴۴۵هـ.ق، د صفر ۲۷مه
۲۰۲۳م کال، د سپټمبر ۱۲مه




   ارسال نظر