Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۰۱۳/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۲۱مه ۲۰۲۳م کال، د نومبر ۵مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د مجرم یهودي دولت په قاموس کې امن ځایونه او سرې کرښې نشته
(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۲مه، پنجشنبه سهار پر ابو عاصي ښوونځي د سپين فاسفورس بمونه، چې په نړیواله کچه منع دي، وغورځول شول او په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه کسان شهيدان او لسګونه نور ټپیان شول. دا د هغو ښوونځيو له ډلې و چې د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) له لوري فلسطيني کډوالو ته جوړ شوي. دلته د غزې تړانګې شاتي کمپ ته زرګونو بې ځایه شوو پناه راوړې وه. د فعالانو له لوري اخيستل شوې وېډیوګانې له وحشت څخه ډکې صحنې ښيي؛ دا ښيي چې د بمبارۍ له پیل راهيسې د والدینو په منځ کې د خپلو ماشومانو لپاره ویره خوره ده. ميندو خپل ماشومان په غېږ کې نيولي او د ښوونځي په انګړ کې لوڅې پښې منډې وهي او سړي لګیا دي د ښوونځي په انګړ کې پراته بمونه خښوي چې سپین لوګی ترې را ونه وزي.
د یهودي دولت جنایت هېڅ حد او اندازه نه لري. هیڅ ځای د دوی له جنایت او وحشت څخه خوندي نه دی. د بې دفاع ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جنایت او وحشت ته لمن وهي، په یوه ټولوژنه پسې بله کوي، هېڅ سرې کرښې په پام کې نه نيسي، هغه وسلې کاروي چې په نړیواله کچه منع دي -لکه فاسفورس- او په جګړه کې پر ټولو پیژندل شوو اصولو او مقرراتو سترګې پټوي. ښوونځي، روغتونونه او جوماتونه، چې خلک ګومان کوي خوندي ځایونه دي، بمباروي؛ خو د دوی له جنایت او وحشته هیڅ ځای امن نه دی.
دا نه لومړی او نه هم وروستی ښوونځی دی چې په نښه کیږي؛ د ۲۰۲۳ کال ، د مارچ په ۱۱مه، جمعه ماښام اسرایيلي الوتکو د غزې په شمال کې د الصفاوي په ګاونډ کې د اسامه بن زید ښوونځی په نښه کړ. دلته یې ګڼ شمېر بېځایه شوي شهیدان او ټپیان کړل؛ د بدن د پرتو غړو لیدلو صحنه یې وحشتناکه وه. په یوه بله ټولوژنه کې یې د الشفاء طبي کمپلکس دروازه او هغه امبولانسونه په نښه کړل چې ټپيان یې د درملنې لپاره مصر ته لېږدول؛ د دې ترڅنګ یې په ورته وخت کې نور روغتونونه هم په نښه کړل.
دغه مجرم دولت له مجازاتو ځان په امن کې بولي، ځکه خو جنایتونو او سرغړونو ته دوام ورکوي. د عربو او مسلمانانو حکام، په ځانګړې توګه ګاونډي هيوادونه دسيسې جوړوي او د امريکا او یهودانو د ګټو لپاره کار کوي. د یهودو پر وړاندې ان لږ حرکت هم نه کوي؛ بلکې د غزې د خلکو پر وړاندې په ښکاره اقدام کوي او هغوی یې محاصره کړي. نړیواله ټولنه چې امريکا یې په سر کې ده، د دغو جنایتکارو تر ټولو لویه ملاتړې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړیوالو بنسټونو د حقونو او تړونونو په نوم زموږ سرونه په درد کړي، خو کله چې د مسلمانانو خبره شي، ړانده، کاڼه او ګونګي شي.

له ويجاړۍ ډکې صحنې، د بدن غړي او وينې، د مرستې لپاره چغې او فریادونه او د ماشومانو او ښځو ژړاوې د کاڼو زړونه نرموي؛ په اسلامي پوځونو کې د واک او قدرت پر څښتنانو څه شوي چې زړونه یې نه نرمېږي؟

﴿ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللهِ وَمَا اللهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾ [بقرة: ۷۴]
ژباړه: «خو د دغه ډول نښو نښانو له ليدلو وروسته هم په پای کې ستاسو زړونه سخت شول، د تيږو په څېر سخت؛ بلکې له هغو څخه ډېر سخت، ځکه ځينې داسې تيږې هم شته چې له هغو څخه چينې راوځي، بهېږي؛ ځينې خو چوي او اوبه ترېنه راووځي او ځينې د الله تعالی له وېرې لړزېږي رالوېږي. الله تعالی ستاسو له کړو وړو څخه ناخبره نه دی.»

له الله نه ووېرېږئ! نور څه ته په تمه یئ!؟ ولې اقدام نه کوئ!؟ که مو په زړونو کې ايمان وي، داسې پېښې له خپګان او تاسف زړونه اوبه کوي! په الله قسم چې له تاسو پوښتنه کېږي، خو هغه وخت به ډېر ناوخته وي. نو د هغه وخت تر را رسېدو وړاندې د الله سبحانه وتعالی له غضب او جزا څخه ځانونه وساتئ.
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه
ژباړن: محمد حامد




   ارسال نظر