دا
کومه عادي مسأله نه وه، چې یوه مسلمانه ښځه دې د روم د لښکرو لخوا ونیول شي او هغې
ته دې سپکاوی وشي. خلیفه دې موجود او خلافت دې قایم وي، خو رومیان دې د یوې
مسلمانې ښځې له حیا سره لوبې وکړي. باید د دې مسلمانې ښځې د «وامعتصما!» چیغې د عباسي خلیفه معتصم بالله وینې په جوش راوستې وای او باید د روم پاچا ته د
هغه تاریخي لیک منځپانګه د اسلام د ویاړلي تاریخ په پاڼو کې ذخیره شوې وای. هغه
لیک چې په لاندې ټکو کې د امت وقار، د کفر پر وړاندې د خلیفه دریځ، غوصه او د
اسلام سرو کرښو ته د نږدې کېدو او د مسلمانو خویندو د حیا لوټلو تاوان بیانوي. «له امیرالمومنین المعتصم بالله څخه د روم سپي (امپراتور)
ته؛ ژر زموږ مسلمانه خور ازاده کړه! که چېرې انکار وکړې، نو داسې لښکر به درواستوم
چې پیل به یې له تا او پای به یې له ماسره وي. پوه شه چې دا هغه سرتیري دي چې د
الله سبحانه وتعالی په لار کې له مرګ او شهادت سره داسې مینه لري، لکه څنګه چې ته او ستا
سرتیري له ژوند او دنیا سره مینه لرئ.»
معتصم
پوهېده چې هغه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امت خلیفه دی. هغه امت چې د خیر،
وسط او شاهد امت په ځانګړتیاوو له نورو توپیر پیدا کوي، ځکه خو باید نړۍ د دې امت
شوکت، عظمت او عزت پیژندلی وای. معتصم پر دې هم پوهېده چې د امت دغه برم او عظمت
یوازې د خلافت او خلیفه تر چتر او سیوري لاندې د وخت د هر ظالم او جابر له
طوفانونو او سیلابونو خوندی ساتل کېدی شی. ځکه یې هغه تاریخي چیغه لبیک کړه چې
تاریخ به یې سینه په سینه د امت له یوه نسل څخه بل نسل ته له ویاړه ډکه کیسه کوي.
هو،
معتصم د اسلام د یوازیني مشروع سياسي نظام «خلافت» خلیفه و. هغه نظام چې د رسول
الله صل الله علیه وسلم او نبوت یوازینی سیاسي میراث دی. هغه چې رهبر یې خلیفه،
رعیت یې امت او قلمرو یې دارلاسلام دی. هغه نظام چې امت یې تر شا راټولیږي او جګړه
کوي او د قومي جهالت او جغرافیایي فاصلې په نامه هېڅ مسلمان د خپل رحمت له سیوري
نه بې برخې کوې، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو ستونزو او قضيو ته رسیږي، د
امت چیغې اوري او غوښتنو ته یې لبیک وایي.
روانه
رجب میاشت د دې بې بدیله شرعي نظام د ۱۰۴ کال د سقوط شاهده ده او موږ ته را په
یادوي چې له هغې بدبختې شیبې ۱۰۴ کاله تیریږي چې پکې د امت یوازینی سپر ونړېد او د
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو غوره امت د غرب او امریکایي کفر ټولوژنو،
اشغال او لوټماریو ته پر میدان بې دفاع او مسلمانې خویندې د خپلې حیا او عزت د
ساتنې پر ډګر بې ډاله او بې شاله شوې.
د
اسلام تاریخ د سرښندنو، فتوحاتو او ویاړونو تاریخ دی، تاسو یې چې هره پاڼه اړوئ،
نو د خلافت تر چتر لاندې د امت د ځوانوانو سرښندنې مو وینه په جوش راولي او پرې
ویاړئ. خو د خلافت له سقوط وروسته د اسلامي امت ټول ویاړونه او سرښندنې پر امت د
جبريه نظامونو او د لاسپوڅو چارواکو د خیانت ښکار شوې او د امت هېڅ درد یې نه دی
دوا کړی.
همدا لامل دی چې د خلافت له سقوط وروسته د امت د
تاریخ هره پاڼه له ذلت، خوارۍ او سپکاوي کیسه کوي او دا بیانوي چې د خلافت په نشت
کې د امت تر منځ د مخلصو ډلو او مجاهدینو قربانۍ، سرښندنې او هڅې څنګه د لاسپوڅو
جبریه نظامونو د مکر خوراک ګرځېدلې او د ننګ په ډګر یې د امت مخلصانه احساسات په
خپله ګټه کارولي دي. دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاری کاتور د چاپېدو، د
قرانکریم د مصحف د سوزېدو او د عافیې په څېر په زرګونو مسلمانو خویندو د حیا د
لوټلو په وخت کې د امت پر عزت او د امت پر سپیڅلو احساساتو د خپلې بقا په قېمت معامله
کړې.
هو،
په وروستیو سلو کلونو کې د امت تاریخ یوازې همدا یوه کیسه لري. دا کیسه بیانوي چې په
ایغور کې یوازې په ۱۹۴۹م کال کې له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان ووژل شول، ۳۵ زره
جوماتونه ویجاړ شول، مسلمانې ښځې په دې خاطر شنډې شوې چې د مسلمانانو د نفوس د
ډېرېدو مخه ونیسي او همدا اوس چین په ختیځ ترکستان کې له اسلام څخه د مسلمانانو
مغزونه مینځي، خو مسلمان، حکام او لښکرې لکه مړي، نه څه وینې او نه څه اوري. دوی
ته یوازې د خپلو بادارانو لخوا له اسلامي ارزښتونو د پاکېدو غسل ورکول کیږي او دوی
یې په مقابل کې خپلو بادارانو ته د وفادارۍ لوړې کوي. په داسې حال کې چې همدا ختیځ
ترکستان د خلافت برخه وه او هغه وخت چین د دغې خاورې د نیولو په نیت د هغه لوري ته
د سترګو اړولو جرأت هم نه شو کولی.
کشمیر
چې ۹۵ سلنه خلک یې مسلمانان دي، په زور هند له خپلې خاورې سره یو ځای کړ. هلته او
په نور هند کې یې، چې د اسلام خاوره ده، مسجدونه د شرک او بت پالنې پر معبدونو بدل
کړل. خو پاکستانی پوځ د امریکا په اشاره په پکتیا کې ماشومان بمبارولی شي، خو د
کشمیر پوښتنه نه شي کولی.
په ميانمار (برما) کې روهينګيايي مسلمانان
حلالېږي، خو د بنګلهديش په شمول د ټولې اسلامي نړۍ حکام او پوځونه ویده دي.
د
دې ترڅنګ د ټول امت د سترګو پر وړاندې د شام د مبارکې خاورې وروستی انقلاب د
امریکایي لاسپوڅې ترکیې د خیانت په دام تړل شوی. تاسو ولیدل چې د سوریې خلکو د
کلونو کلونو لپاره د دې انقلاب د بریا لپاره خپل بچي او بچیانو خپل سرونه ورکړل،
ترڅو د بشار ظالم رژیم نسکور او پر ځای یې شرعي نظام قایم شي. خو نن ورځ موږ او
تاسو ټول وینو چې څنګه لاسپوڅي حکام د انقلاب پر وړاندې خیانت کوي او هلته د شرعي
نظام د اقامې مخه نیسي.
همدارنګه،
ستاسو د سترګو پر وړاندې ستاسو غزه د یوې تاریخي ټولوژنې پر تخته خپلې وروستۍ سلګۍ
وهي. له ۵۰ زرو ډېر مسلمانان هلته قتل عام، ښارونه کنډواله، مسجدونه شهیدان او
ناموسونه ولوټل شول. ستاسو لومړۍ قبله؛ اقصی هره لحظه د امت فرد فرد ته د وا مسلما
چیغې وهي. نتنیاهو لکه د میدان یوازینی اتل بې سیاله او بې ډاره ستاسو د خوږ نبي د
تر ټولو غوره امت پر بچیانو، ښځو او بوډاګانو، ارزښتونو او مقدساتو د تکبر پښې
ږدي، خو هېڅوک یې په مخ کې د درېدو جرأت نه کوي.
د
تاریخ دا ټولې کیسې د دې ثبوت دی چې یو څه کم دي. هغه منصب نه شته چا ته چې ګیله او
غږ رسول کیږي. چیرته چې مظلومان پناه اخلي، امت یې د رحمت تر سیوري لاندې راټولیږي
او اسلامي مقدسات خوندیتوب مومي.
له
شک پرته چې د امت د روان ذلت پای، د حاکمو جبریه نظامونو له خیانت او د کفري نړۍ،
امریکا او غرب له ظلمونو د نجات یوازینۍ لاره د ټول امت لپاره د واحد خلافت اقامه کول
دي. د خلافت بیا تأسیس نه یوازې د دې عصر تر ټولو مهمه اړتیا، الهي وعده او نبوي
بشارت دی، بلکې ترڅنګ یې الحمد الله نن ورځ امت تر بل هر وخت ډېر بیدار شوی او له
خپلې عقیدې څخه د راټوکېدلي شرعي نظام «خلافت» اهمیت یې درک کړی دی. دې ټولو ته په
کتو موږ یو ځلې بیا پر امت غږ کوو چې حزب التحریر د یو پیاوړي مبدئي حزب په توګه د
وخت د دې عظیمې اړتیا، الهي وعدې او نبوي بشارت د تحقق لپاره سخت کار او مبارزه
کوي. امت باید د خپل عصر فرصتونه د رسول الله صلی الله وسلم
د وړاندوينو په رڼا کې وپېژني او په خپلو لاسونو د هغو د تحقق لپاره له موږ سره
اوږه په اوږه کار او مبارزه وکړي. ترڅو په ګډه د الله سبحانه وتعالی په نصرت سره یو
ځلې بیا پر اسلامي نړۍ او ټول بشریت د الهي رحمت «خلافت» لمر راوخیژي او نړۍ له
روانو فسادونو او ناخوالو پاکه او دمه کړي. ان شأالله.