له اسلامي خلافت تر «اسلامي واتیکانه»!
10/12/2024 |

Print


د البانیې لوموړي وزیر اعلان کړی چې غواړي په خپله خاوره کې د واتیکان پشان کوچنی او اسلامي حکومت جوړ کړي. د دغه حکومت رهبري به بکتاشیه صوفیان کوي او په کوچني قلمرو کې به یې خلک د خپل خوراک او پوښاک د انتخاب په برخه کې ازاد وي؛ هیڅ اجباري شرعي قانون به پکې نه وي. بکتاشیه‌یان دا حکومت د بنسټ‌پالنې او د دین د افراطي تفسر پر وړاندې د مبارزې سمبول او د اعتدال حکومت ګڼي.
په معاصره نړۍ کې دا د اسلام د سیاسي فکر د حذف لپاره بل اقدام دی. د عثماني خلافت تر راپرځېدو وروسته غرب هڅه وکړه چې ملي دولتونه د خلافت دولت ځایناستي کړي. وروسته د ملي دولتونو ترمنځ د سعودي، ایران، ترکیې او اندونیزیا پشان دولتونه د اسلامي حکومت د الګوګانو په توګه معرفي شول. اوس بل اقدام پر لاره دی؛ دوی غواړي واتیکاني حکومت د اسلام د سیاسي نظام (خلافت) د ځایناستي په توګه معرفي کړي؛ غواړي اسلامي عقیده او د مسلمانانو تاریخي تجربه د مسیحیت تجربې ته ورته معرفي کړي.
مسیحیت چې په منځنیو پېړیو کې د روم امپراتورۍ د روح په توګه پېژندل کېده؛ په شپاړسمه پېړۍ کې یې روښانفکره کشیشان د خرافاتو او ظلم پر وړاندې ودرېدل او له اصلاحي تفکر سره یې د پاپانو مطلق واک وننګاوه. په اوولسمه پېړۍ کې تر مذهبي جګړو وروسته د دولت-ملت جوړولو بهیر پیل شو او ملي دولتونه جوړ شول؛ دا د کلیسا واک ته بله ضربه وه. په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د اروپا ستر انقلابونه د پاپانو د واک پر وړاندې نورې ضربې وې او ملي حاکمیت او ارزښتونه عملاً د مسیحي ارزښتونو ځایناستي شول. بلاخره، په شلمه پېړۍ کې په ایټالیا کې یو کوچنی قلمرو پاپ ته ځانګړی شو چې خپل واتیکاني حکومت ولري او یوازې پر مسیحیانو په معنوي نفوذ  اکتفا وکړي. اوس غربیان غواړي دا تجربه پر مسلمانانو وتپي؛ هغه مسلمانان چې د خلافت په لرلو یې تر ټولو ستر تمدن جوړ کړ او په نړۍ کې یې عزت درلود. ملي دولتونه، د ترکیې او اندونیزیا پشان الګوګانې او بلاخره «اسلامي واتیکان» هغه حللارې دي چې نړیوال سیکولر نظم یې نن ورځ د اسلام له یوازیني سیاسي نظام (خلافت) څخه د مسلمانانو د منحرفولو لپاره وړاندې کوي.




   ارسال نظر