غربي پيران او مسلمان مریدان سیاسي بدعت څه دی؟
07/23/2024 | یوسف ارسلان

Print


د اسلامي تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې مفکورې د دې سبب شوې چې په دین کې بدعتونه او خرافات زیات شي. د غربي (یونان او روم) افکارو له راننوتو سره متکلمینو او فیلسوفانو په عقیده او د تفکیر په منهج کې ځینې بدعتونه رامنځته کړل؛ د هند د بودايي او فارس د زردتشتي افکارو راننوتل د دې سبب شول چې عقل تعطیل شي او تصوف او خرافات رامنځته شي؛ دغې چارې سیاسي رهبري هم اغېزمنه کړه او  مسلمانان یې له نړیوال تمدن څخه شاته کړل. خو نننی بدعت پراخ دی او پیران یې هم توپیر کوي. نن ورځ غربي ارزښتونو د مسلمانانو سیاسي افکار اغېزمن کړي او په دین او سیاست کې یې ځینې بدعتونه راوړي. که متوصفین په عباداتو کې د پير لاس نیسي او بدعت کوي، نن ورځ ځینو خلکو په سیاست کې د پیرانو لاس نیولی او ځانونه یې مریدان کړي. د اسلام په دین کې مسلمانانو داسې بدعتونه رامنځته کړي او د مریدۍ لاس یې غربي پیرانو ته ورکړی چې ان دین ته ارزښت نه ورکوي. د ملي پولو او سیکور سیاست بدعت چې پير یې انګرېز جان لاک دی؛ د ملي ګټو او «که اړتيا وي نو روا دی» مفکورې بدعت چې پیر یې ایټالیوی ماکیاولي دی؛  د مصلحت او جوړجاړي بدعت چې پیر یې انګرېز هابز دی؛ د ریالیستي سیاست بدعت چې پير يې امریکايي مورګنټاو دی؛ د پانګوالۍ د اقتصاد بدعت چې پير یې سکاټلنډي ادم سمېت دی؛ د ملګرو ملتونو د منلو بدعت چې پیر یې الماني ایمانویل کانټ دی؛ دا بدعت چې بقا او ګټې تر ایډیالوژۍ او ارزښتونو پورته دي او پیر یې امریکايي کسینجر دی؛ او د استبدادادي، استخباراتي او یو حزبي دولتونو ډېر پیران او مفکرین چې د نظام د منتقدینو د ځپلو خبره یې مطرح کړې. که د متوصفینو پیر پالنه بدعت دی، نو پورته موارد هم سیاسي بدعتونه دي. هو، په اسلام کې یوازینی مشروع دولت خلافت دی خو تدرج، ملي دولت، د ځپلو او څارلو سیاست او له ارزښتونو د تېښتې سیاستونه سیاسي بدعتونه دي؛ په داسې حال کې چې پیغمبر «ص» فرمايي: «په دین کې له نوو پيدا شوو مواردو ځان وساتئ؛ ځکه هر نوی پیدا شوی څیز بدعت دی، هر بدعت ګمراهي ده او د هرې ګمراهۍ پايله دوزخ دی». [مسلم]




   ارسال نظر