له دجال سره تعامل؟
07/23/2024 | یوسف ارسلان

Print


په احادیثو کې چې د دجال په اړه کوم صفتونه راغلي، تر ډیره د یوه فرد صفتونه دي چې په اخره زمانه کې ظهور کوي. دلته د هغه دجال په اړه نه، بلکې د «دجالي نظم» په اړه خبرې کول غواړم. زه د دجال صفتونه ډیر په ننني نړیوال نظم کې وینم. دجال د خدایۍ او ربوبیت دعوه کوي؛ اوسنی نړیوال نظم او ملګري ملتونه هم د ربوبیت دعوه لري، د دولتونو مشروعیت تعریفوي او د انسانانو حقونه او مکلفیتونه ټاکي. دجال پر ټوله نړۍ راګرځي؛ د دولت-ملت سیکولر نظم، ملي ارزښتونه، نشنلېزم، ریالیستیک سیاست او سیکولر ډیپلوماسي هم ټول دجالي ارزښتونه دي چې نړیوال شوي. دجال جنت او دوزخ لري؛ ملګري ملتونه او غربي قدرتونه هم خپله سزا او ثواب لري چې دولتونه پرې ګواښي یا هڅوي چې د دوی له نظم سره تعامل ته تیار شي. د دجال بل صفت دا دی چې په تندي به یې «کفر» لیکلي وي، خو خلک به په فتنه کې اچوي. ښايي دا پوښتنه درسره پیدا شي چې دجال په ډاګه وايي چې کافر دی او د کفر د ترویج لپاره کار کوي؛ نو مسلمانان څنګه تېرباسي؟ نن ورځ وینو چې ملګري ملتونه او غربي نړیوال نظم په ښکاره وايي چې سیکولر (کفري) دی خو بیا هم د مسلمانانو حکام غواړي تعامل ورسره وکړي، تر سیوري لاندې یې د اسلام د حاکمیت خبره وکړي او له دغه دجال څخه مشروعیت واخلي؛ ځکه چې دوزخ او جنت لري، د دولتونو مشروعیت او نامشروعیت، ګټه او زیان او بقا او فنا د دوی په لاس کې ده؟ یوازې مومنان دي چې دجال پېژني، ځان ترې لرې کوي او له دجالي نظم سره مبارزه کوي؛ خو ډیری خلک یې د سیاست، علم، قدرت او ټېکنالوژۍ مسحور کېږي او غواړي د هغه په څېر سیاست وکړي او له هغه زده کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «څوک چې د دجال په اړه اوري، باید ځان ترې لرې کړي. پر الله قسم، هغه به داسې شبهات خپروي چې څوک ورته راځي نو د مسلمان ګومان به پرې کوي او پيروي به يې کوي». [ابو داوود]




   ارسال نظر