ظالم خیاط
07/11/2024 | یوسف ارسلان

Print


څومره چې د نصیحت او امر بالمعروف فضا ځپل کېږي، هومره د چاپلوسانو او غوړه‌مالانو بازار ګرمېږي. انسانان یا له وېرې غوړه‌مالي کوي او یا د خپلو ګټو لپاره؛ ځکه خو تملق او غوړه‌مالي یو ډول نفاق بلل کېږي. د ځينو حکامو خوښېږي چې شاوخوا یې غوړه‌مالان او چاپلوسان وي، دوی له محاسبې او نصیحت وېرېږي او دا یو ډول خطر ګڼي. لکه څنګه چې نن ورځ د ټولنیزو رسنیو ځینې سلاکاران یا فعالین «ټویټر چلوونکي» د مداحۍ لپاره ګومارل کېږي؛ پخوا ځينو حکامو په خپلو دربارونو کې مداح شاعران او ادیبان ګومارل. غوړه‌مالان د حکامو کړنې په هر حالت کې توجیه کوي او د ټولنې ستونزې حاکم ته نه رسوي. په داسې حالت کې پر نظام د خلکو بې باوري زیاتېږي، فساد ریښې غځوي او څوک چې نصیحت او امر بالمعروف کوي، په بېلابېلو نومونو ځپل کېږي. دا حالت ان د نظام بقا ته ګواښ جوړوي. نو اسلام امر کوي چې حکام باید د نصیحت او محاسبې فضا رامنځته کړي او غوړه‌مال خلک له ځانه لرې کړي؛ رسول الله صلی اله علیه وسلم فرمايي: «کله مو چې مداحان ولیدل، مخ ته یې خاورې وشیندئ» (احمد). امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د حکامو محاسبه خیر دی خو د حکامو مدح د  دې سبب کېږي چې هغوی په فتنه کې شي. حضرت عمر (رض) فرمايي چې «مدح، ذبح (حلالول) دي». نو مداحان او چاپلوسان باید له خپلو دنیوي او اخروي عواقبو ووېرېږي؛ خپل زړه په ایمان او ژبه د حق په خبره سمبال کړي، ځکه چې د ظالم مداحي پخپله ظلم دی. لکه چې وايي: یوه خیاط له یوه عالم څخه وپوښتل چې زه ظالم حاکم ته جامې ګنډم؛ ایا د هغه په ظلم کې شریک یم؟ عالم ځواب ورکړ: نه؛ ته د ظلم شریک نه، بلکې پخپله ظالم یې؛ د ظلم شریک هغه دی چې پر تا باندې تار او ستن پلوري.



   ارسال نظر