Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۳/۱۴۴۵ شنبه ۰۳ صفر، ۱۴۴۵هـ ۱۹/۰۸/۲۰۲۳م

 

مطبوعاتي اعلامیه
اسلامي او غیر اسلامي احزاب دوه متفاوت واقعیتونه، چې بېل شرعي احکام غواړي!

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزیر «ملت ته د دولت د حساب ورکولو» په پروګرام کې وویل چې د سیاسي ګوندونو تشکیل «د شریعت او خلکو د غوښتنو خلاف» دی او د هغوی فعالیت په افغانستان کې «مطلقاً منع» دی. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: «زموږ او ستاسو تجربې ثابته کړې چې هر څومره چې دغه ملت تباه شوی، یوازینی لامل یې همدا سیاسي ګوندونه دي.» نو «په هېڅ وجه [د سیاسي ګوندونو د فعالیت] جواز نه ورکوو.»
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د عدلیې وزیر د څرګندونو په اړه لاندې ټکي د یادونې وړ ګڼي:
۱. هغه ګوندونه چې د غیر اسلامي افکارو لکه جمهوریت، نشنلېزم، ډیموکراسۍ او نورو پر اساس ولاړ او د اسلام خلاف موخې لکه د شرق او غرب د ګټو خوندي کول یا د ډيموکراتیکو ارزښتونو د ترویج موخې تعقیبوي او د اسلامي امت، په ځانګړې توګه د افغانستان په تاریخ کې د شرم او ننګ تور داغ لري او د اشغالګرو او استعمارګرو راجلبوونکي دي؛ دا ډول ګوندونه نه یوازې دا چې د شریعت او خلکو د غوښتنې خلاف دي، بلکې د یوه اسلامي نظام وجیبه ده چې باید په ټولنه کې یې فعالیت بند کړي.
۲. هغه ګوندونه چې په ټولنه کې د اسلام د عقیدې او اسلامي اهدافو پر اساس فعالیت کوي، د ټولنې د پرمختګ او یوه اسلامي نظام د استحکام لامل کېږي. نو د دا ډول ګوندونو ممنوعیت؛ ټولنه له هغه ستر خیر څخه بې برخې کوي، چې د دغو ګوندونو په ذریعه ټولنې ته رسيږي. لکه څنګه چې دا د اسلامي ګوندونو برکت و چې په یوه ځانګړي تاریخي پېر کې د شوروي د اشغالګرو پر وړاندې جهاد پيل شو، چې د اسلامي امارت اکثریت رهبران هم د دغو ګوندونو غړي وو. همدارنګه د طالبانو اسلامي تحریک هم په یوه ډېر حساس وخت کې چې د افغانستان ټولنه په ویجاړوونکو کورنیو جګړو کې ښکېل وه، د یوه جهادي حزب په توګه ظهور وکړ او خپل شرعي تکلیف یې ادا کړ، چې بالاخره د مبارزې پایله یې اوسنی نظام دی.
۳. د حزب کلمه یوه قرآني اصطلاح ده چې په قرآن کریم کې په مثبته معنی (حزب الله) او منفي معنی (حزب الشیطان) سره کارول شوې ده او له دې کليمې څخه مطلقاً منفي تعبیر د قرآن خلاف دی. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو مجموعې ته د حزب الله خطاب کړی دی. حزب د اوسنۍ معنی پر خلاف چې په غربي ډيموکراټیکو او کمونیستي نظامونو کې تعریف شوی، په لغوي معنی د بشر فطري واقعیت دی. د اسلام له نظره د اسلامي ګوندونو شتون نه یوازې غیر شرعي نه دی، بلکې واجب دی. باید په مسلمانانو کې، امت (یوه ډله) وي چې خیر (ټول اسلام) ته دعوت، پر معروف امر او له منکر څخه نهی وکړي. الله سبحانه وتعالی په دې هکله فرمايي: ﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل‌عمران: ۱۰۴] ژباړه: باید په تاسو کې داسې ډله وي چې خیر (اسلام) ته دعوت، پر معروف امر او له منکر څخه نهی وکړي او همدوی بریالي او سرلوړي دي. پر همدغه اساس تاسو اسلام ته د دعوت د پیل پر مهال د رسول الله صلی‌الله علیه وسلم اصحاب په ټولنه کې د رسول‌الله صلی‌الله علیه وسلم د سیاسي حزب په توګه مومئ. د رسول‌الله صلی‌الله علیه وسلم تر وفات وروسته وینئ چې انصارو او مهاجرینو د دوو سیاسي حزبونو په توګه د رسول الله د ځایناستۍ لپاره کاندیدان وړاندې کړل. د حضرت عثمان رضي‌الله تعالی عنه د شهادت د فتنې پر مهال د عدالت د ټینګښت او قصاص د اجرا لپاره د طلحه، زبیر او عایشې رضی‌الله‌عنهم په رهبرۍ یوه ډله جوړه شوې وه. همدارنګه له «ملک عاض» څخه د خلافت دولت د ساتنې لپاره حسین رضی‌الله‌عنه او پیروانو یې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې له یزید سره مبارزې او محاسبې ته دوام ورکړ او دې واقعیت ته د امت په تاریخ کې سترو علماوو او د هغو پیروانو ادامه ورکړې، چې څرګنده بېلګه یې د امام احمد بن حنبل د عصر فتنې (د قرآن پر مخلوق ګڼلو د عقیدې درلودو) پر وړاندې د هغه مبارزه او محاسبه ده.
نو د اسلامي امارت د رهبرانو په باب زموږ نېګ ګومان دا دی چې د اسلامي او غیر اسلامي ګوندونو واقعیت یو له بله بېلوي او موخه یې یوازې هغه ګوندونه دي چې د غیر اسلامي افکارو پر اساس بنا شوي او په ټولنه کې هم غیر اسلامي اهداف تعقیبوي، لکه نشنلیستي او ډیموکراتیک ګوندونه، مدني بنسټونه او نور بهرني سازمانونه چې په ډله‌ييزه او پلان شوې توګه په افغانستان کې د غربي موخو لپاره فعالیت کوي، چې یوناما یې څرګنده بېلګه ده. ګني له دې پرته پورتني ټکي د یوه تذکر په توګه دي چې یوازې مومنانو ته ګټه رسوي او مخلصانه نصیحت دی چې د ټولنې له رهبرانو سره یې شریکوو؛ ځکه رسول الله صلی‌الله علیه وسلم د آل‌عمران له ۱۰۴ آیت سربېره د جازمې غوښتنې په توګه داسې فرمایلي دي:

«وَالَّذِي نَفْسِـي بـِيَده لَـتَـأْمُـرُنَّ بـِالْمَعْرُوفِ وَلَـتَـنْـهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أو لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَاباً من عِنْده ثُمَّ لَتَدْعُـنَّهُ فَلاَ يَسْـتَجِيبُ لَكُمْ» (رواه أحمد)
قسم پر هغه ذات چې زما نفس یې  په واک کې دی چې یا به پر معروف امر کوئ او له منکر څخه به نهی کوئ یا دا چې الله به له خپل لوري پر تاسو داسې عذاب رانازل کړي چې تر هغه وروسته به تاسو الله سبحانه وتعالی ته دعا کوئ، خو هغه به مو دعا نه قبلوي.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر