په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د داعش ماموریت څه دی؟
11/26/2021 | سهیل صالحی

Print


د جمهوریت له ړنګېدو او د اسلامي امارت له راتګ وروسته ویل کیږي چې د نوي حکومت او امنیت پر وړاندې یوازینی ګواښ داعش دی. څرنګه چې د نوي دولت له رامنځته کېدو وروسته دې ډلې څو ځله په کابل او نورو ښارونو کې بېلابېل بریدونه ترسره کړي چې یوه یې د کابل ښار د څلور سوه بستریز روغتنون و چې په هغه کې د شاهدانو پر وینا تر ۵۰ زیات کسان ووژل او نږدې ۱۰۰ کسان ټپیان شول.
خو دا د لمر په څېر روښانه خبره ده چې له پخوا تر اوسه د دې ډلې په فعالیتونو کې استخباراتي لاسوهنې شته دي. هغوی دا کړنې په خپلواکه توګه د کومې ایډیولوژۍ پر بنسټ نه تر سره کوي. په افغانستان کې د دې ډلې له رامنځته کېدو راهیسې له هغوی څخه استخباراتي کارونه شوې. څرنګه چې په د جمهوریت په دوران کې هم په کابل او هغو ولایاتو کې چې دا ډله فعاله وه د دې ډلې په نامه بریدونه ترسره کېدل. خو پوښتنه دا ده چې د جمهوریت له ړنګېدو او د نوي دولت له رامنځته کېدو وروسته په افغانستان کې د داعش نوی ماموریت څه دی؟
افغانستان له شلو کلونو اشغال وروسته د یوه لوی بدلون شاهد و، داسې بدلون چې د افغانستان مسلمان ولس یې انتظار ایستلو. د دې لوی بدلون پایله د امریکا ماتې او د هغه نظام ړنګېدل وو چې تر شلو کلونو ډېر یې د افغانستان پر خلکو حکومت کاوه. په دې خاوره کې د امریکا له ماتې سره نوی حکومت او فرصت رامنځته شو چې نور سیمه ییز ځواکونه خپل ځان د افغانستان په قضیه کې ښکېل وګڼي. له هغوی څخه چین ته اشاره کېدلی شي چې تر نورو ډېر د افغانستان له نوي حکومت سره نږدې والي ته لېوال دی. څرنګه چې د امریکا له ذلیلانه ماتې وروسته چین تر هر وخت ډېر له افغانستان سره خپلې اړیکې نږدې کړي. ان تر دې چې په بګرام نظامي اډه کې د چین د نظامي شتون په هکله خبرې شوي چې د شلو کلونو پر لړ کې د امریکا نظامي اډه وه. د چین نظامي شتون ته د اسلامي امارت لخوا اجازه ورکول لرې خبر ده، خو افغانستان له اقتصادي پلوه د چین لپاره ډېر اهمیت لري او د اسلامي امارت د مشرانو له تعامل څخه هم داسې ښکاري چې هغوی هم د چین نږدې والي ته لېوال دي، هغه هم په داسې شرایطو کې چې د نړۍ نور هېوادونه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په قضیه کې زړه نازړه دي.
خو امریکا هېڅکله نه خوښوي چې په افغانستان کې اوضاع د چین په خوښه وي، او دا هېواد په هغه ډګر کې ځواک ولري چې امریکا پکې ماته شوې. امریکا هېڅلکه نه خوښوي چې د چین او روسیې په څېر هېوادونه دې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له افغانستان څخه ګټه واخلي. نو امریکا به په راتلونکي کې داعش وکاروي چې په دې هېواد کې اوضاع ګډوډه کړي او په دې توګه افغانستان د سیمې لپاره سرخوږی وي. د امریکا لپاره دا اړینه ده چې که هغې ونشوای کولای له افغانستان څخه ګټه واخلي نور هېوادونه دې هم ونشي کولای ګټه ترې واخلي. څرنګه چې په لومړیو کې دا امریکا وه چې د داعش په رامنځته کولو سره یې د خلافت غوښتنې غږ بدنامه کړي، اوس هڅه کوي چې دا ډله وکاروي او اجازه ورنکړي چې افغانستان په سیمه کې د امریکا د سیالانو لپاره د فعالیت امن ډګر وګرځي. نو له دې سره ویلی شو چې په افغانستان کې د نوي حکومت پر وړاندې به د داعش فعالیتونه لا زیات شي او له شکه پرته د هغې ترشا د غرب په ځانګړې توګه د امریکا لاس دی.
د پورتنیو ویناوو په پام کې نیولو سره اوسنی حکومت باید د شته وضعیت لپاره ځانګړې ګامونه واخلي. له هغې پرته به افغانستان د لویو ځواکونو د استخباراتي لوبو د سیالیو ډګر وي او په دې کې به د افغانستان ولس دردیږي. یو ځل بیا به ناامني پراخه شي او د افغانستان د خلکو لپاره د اسلامي امارت لومړۍ لاسته راوړنه به له منځه لاړه شي چې امنیت و. له شک پرته د افغانستان د ولس غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې د اسلام په پلی کولو سره د اسلام د دښمنانو پر وړاندې ځانګړی دریځ ولري، دې موضوع ته نه پاملرنه به ولس ناراضه کړي او دا احتمال لري چې د داعش لوري ته لاړ شي. د هغوی پاملرنه باید دا وي چې خپلواک او ځواکمن دولت رامنځته کړي چې د اسلام په هر اړخیز پلی کولو سره د بهرنیو هېوادونو استخباراتي کړیو ته اجازه ورنکړي چې د مرستې په پلمه په افغانستان کې لاسوهنه وکړي.

سهیل صالحی




   ارسال نظر