Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۹/۱۴۴۲ شنبې ۲۹ رجب، ۱۴۴۲هـ ۱۳/۰۳/۲۰۲۱م


مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت د سقوط د سلمې کلیزې په مناسبت د حزب‌التحریر نړیوال کمپاین په بریا پای ته ورسېد

«اې مسلمانانو! خلافت تاسیس کړئ» تر نامه لاندې د حزب‌التحریر نړیوال کمپاین چې د رجب له لومړۍ نېټې څخه د دې میاشتې تر پایه یې یوه میاشت جریان درلود، په بریا پای ته ورسېد. دغه کمپاین چې د خلافت د سقوط د سلمې کلیزې په مناسبت پيل شوی و، موخه یې امت ته د خلافت د اهمیت او د هغه د تاسیس د وجوب تذکر وه، ترڅو قدرتمندان او د اسلامي خاورو سنبال ځواکونه تحرک پيدا کړي، حزب‌التحریر ته په نصرت ورکولو سره د خلافت تاسیس ته لاره هواره کړي او له خلافت پرته له غم او تیارو ډکو سلو کلونو ته د پای ټکی کېږدي.
دغه کمپاین په افغانستان کې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره سترې لاسته راوړنې درلودې. حزب‌التحریر - ولایه افغانستان له بدخشانه تر هراته، له کابله تر کندهاره، له کاپيسا تر مزاره، له تخاره تر پنجشیره او پکتیا او ډېرو نورو ولایتونو کې سترې غونډې جوړې کړې. په دغو غونډو کې په اسلام او د مسلمانانو په ژوند کې د خلافت د تاسیس پر اهمیت بحثونه وشول، پر مسلمانانو او بشریت د خلافت د سقوط منفي پایلې روښانه کړل شوې او امت د خلافت دولت په تاسیس کې خپل ستر رسالت ته متوجه کړل شو. د کمپاین په بهیر کې په افغانستان کې لسګونه زره ځوانانو، سپين‌ږیرو، علماوو، قومي او سیاسي مشرانو په دغه کمپاین پورې په اړوندو پروګرامونو کې ګډون وکړ او د دغه کمپاین په پایله کې د خلافت او امت د وحدت قضیه چې پر یوه هېره شوې مسئله بدله شوې وه، بیا راژوندۍ شوه او خلکو او سیاستوالو یې په اړه مثبت او منفي دریځونه ونیول.
په مجازي فضا کې هم کمپاین په پیاوړې او اغېزمنه توګه پر مخ یووړل شو او پر پښتو او دري ژبو «خلافت_بیا_تاسیس_کړئ» هشتګ په تېره یوه میاشت کې خورا زیات پلویان درلودل، چې د افغانستان د مجازي فضا په تاریخ کې بې‌ساري دی. دغه مسئله د دې لامل شوه ترڅو د یوې میاشتې په بهیر کې د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رسمي فېسبوکپاڼه درې ځله حذف کړل شي.
په واقعي او مجازي فضا کې له دغه کمپاین څخه د خلکو هر اړخیز ملاتړ د افغانستان دولت لارورکی کړ او د ولسمشرۍ لومړي مرستیال د حزب‌التحریر پر وړاندې په منفي تبلیغاتو او پروپاګند لاس پورې کړ. ویې غوښتل چې د حزب‌التحریر نه ثبتېدل او راجسترېدل پلمه کړي او د حزب پر وړاندې منفي تبلیغات وکړي، ترڅو د خلکو او حزب اړیکه زیانمنه کړي؛ خو دغه مکر یې ځان ته وروګرځېد او د خلکو ملاتړ تر پخوا لازیات شو.
﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ﴾ [فاطر: ٤٣]
فرېب او مکر د خپل اهل لمن نیسي.
ځکه حزب‌التحریر د داسې دولت د تاسیس خبره کوي چې په اسلام کې رېښه لري او تاسیس یې د هر مسلمان غوښتنه ده. په تېره بیا د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک، چې څو لسیزې د اسلام د حاکمیت او اسلامي دولت د تاسیس لپاره مبارزه کوي او په دې لاره کې یې میلیونونه شهیدان ورکړي دي؛ خو له بده مرغه تر اوسه دغې شرعي غوښتنې ته نه دي رسېدلي.
د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر یو ځل بیا د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو ته تذکر ورکوي چې د خلافت تاسیس د فرضونو تاج او د مسلمانانو لپاره برخلیک ټاکونکې او حیاتي قضیه ده. د خلافت له تاسیس پرته نه یوازې افغانستان، بلکې اسلامي نړۍ هم له ډېرو ناامنیو، بې‌ثباتیو او بحرانونو سره مخ وه او وي به. نو د نظام جوړونې او دولت جوړونې د باطلو نسخو له تکرار څخه، چې بیروني قدرتونه او د هغو مزدوران یې درته وړاندیز کوي، ډډه وکړئ. دغه نسخې د وحشت او افغانانو د وینو له تویولو پرته بله هېڅ پایله نه لري. جګړه او سوله د افغانستان د اشغال او استعمار لپاره د امریکا او غرب تاکتیکونه دي او باید بیا له همدغې سوړې ونه چیچل شو؛ بلکې هڅه وکړو ترڅو په افغانستان کې د امریکا او غرب د نظامي، استخباراتي، سیاسي او فکري نفوذ رېښې وچې کړل شي.
نو د نجات یوازینۍ لار د خلافت دولت د تاسیس او اسلام د حاکمیت لپاره د دعوت ملاتړ دی. په حزب‌التحریر کې د خپلو وروڼو ملاتړ وکړئ، چې په ټوله نړۍ کې د خلافت دولت په اډانه کې د اسلام د هر اړخیز تطبیق لپاره مبارزه کوي. موږ د الله سبحانه وتعالی پر نصرت باور لرو. هیله ده چې الله سبحانه وتعالی د خپل نصرت او خلافت دولت د تاسیس په وسیله زموږ سترګې روښانه کړي او غم او خپګان له اوسني نسل څخه لرې کړي، لکه څنګه یې چې له تېرو غوره هغو څخه غم او خپګان لرې کړي وو.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [انفال: ٢٤]
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله (سبحانه‌وتعالی) او رسول الله r دعوت ومنئ، کله مو چې هغه څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند دربښي.

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ
#خلافت_را_برپا_کنید
#أقیموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر