مطبوعاتي اعلامیه
د امریکا، ناټو او افغان دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو
کې د ملکيانو مرګژوبله د دولتي ترهګرۍ څرګنده نښه ده
د براون پوهنتون یو څېړنه ښيي چې د ډونالډ ټرمپ د
ولسمشرۍ په دوره کې د ناټو او امریکا په هوايي بریدونو کې د افغان ملکیانو مرګژوبله
درې چنده (۳۳۰ سلنه) زیاته شوې ده. دا څېړنه زیاتوي چې د بین الافغاني خبرو له پیل
وروسته د افغانستان د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله هم
څو چنده زیاته شوې ده.
په تېرو دوو لسیزو کې امریکا او ناټو خپلو سیاسي او
نظامي موخو ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې د خپلو مخالفینو د ځپلو په موخه
هوايي بریدونه کړي دي چې تل یې ملکي مرګژوبله اړولې ده. داسې ډېرې پېښې شته چې
دغو ځواکونو د خوښۍ مراسم، د خلکو غونډې، جوماتونه او روغتونونه د " ترهګریزو
موخو" تر عنوان لاندې بمبار کړي دي چې ډېرو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې
ده. په دې وروستیو کې د بادارانو دغه وحشیانه چلند د هغوی مزدورانو هم خپل کړی او
د افغانستان دولت د امنیت د تامین تر عنوان لاندې پر خلکو بمونه ورغورځوي. په
واقعیت کې د عامو خلکو او ملکي موخو پر ضد هوايي بریدونه تر ټولو ستر ترهګریز عمل
دی.
امریکا، ناټو او د افغانستان دولت نه یوازې دا چې د
زرګونو خلکو پر وژلو پښېمان نه دی، بلکې هغه د خپل نفوذ او حاکمیت لپاره لازم ګام
ګڼي، ځکه له دې کبله چې د پانګوالۍ او دیموکراسۍ مفکوره ترهګرپاله ده او دولتونو
او انسانانو ته دا اجازه ورکوي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره زرګونه انسانان په
وینو رنګ ګړي، پرته له دې چې د وجدان له عذاب سره مخ شي. لکه څه وخت مخکې چې په
افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه څېړنې خپرې شوې چې پکې
ویل شوي وو چې اسټرالیايي ځواکونو د لوبو لپاره افغانان وژل.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو او د افغانستان
دولت خپل ځان د خلکو د ژغورونکي او د بشري حقونو او انساني ارزښتونو د ملاتړو په
توګه معرفي کوي او د دوی له نظره له " له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه"
کوي. په داسې حال کې چې په واقعیت کې هغوی خپله نړیوال ترهګر دي او د دولتي ترهګرۍ
ښکاره بېلګې دي چې په زور یې افغانستان اشغال کړی دی او د خپل ظالمانه حاکمیت د
تدوام لپاره په پراخه کچه له وحشیانه او غیر انساني چلندونو استفاده کوي.
د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس باید پوه شي چې د
امریکا او مزدورانو جنایت، خباثت او شیطانت به هېڅلکه ونه دریږي، ځکه جنګ او وینه
تویونه د هغوی په ذات او د فکر په ډول کې نغښتي دي. د ژغورنې یوازینۍ لاره دا ده
چې د امریکا د نظامي، استخباراتي، سیاسي، فکري او اقتصادي نفوذ د بشپړ له منځه
وړلو لپاره یو بل ته لاس ورکړو او خپل برخلیک د اسلام د انساني ارزښتونو پر اساس
وټاکو، ځکه دا یوازې اسلام دی چې سلامتي او ارامي راوړي. له اسلام پرته پر بله هره
اجنډا منګولې لګول د جنګ او پخوانۍ بدختۍ دوام دی.
د حزبالتحریر - ولایه
افغانستان مطبوعاتي دفتر