Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۳/۱۴۴۶ یکشنبه ۰۱ شوال، ۱۴۴۶هـ ۳۰/۰۳/۲۰۲۵م

 

مطبوعاتي اعلامیه
د فطر د نېکمرغه عيد په مناسبت د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر د مبارکۍ پيغام

د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه هغو مخلصو دعوتګرانو او مجاهدینو ته ـ چې د اسلام د مبارک دين د اقامې په لاره کې د قربانۍ په ورکړې او اخلاص سره دعوت او جهاد کوي ـ د نېکمرغه فطر عيد د رارسېدو په مناسبت مبارکي وړاندې کوي. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې د اسلامي امت روژې، قيامونه، مبارزې او د دعوت د لارې سختۍ قبولې کړي او دا رمضان الله سبحانه و تعالی ته د تقرب او د هغه د نصرت د جلب وړ وګرځوي.
رمضان او عيد د اسلامي امت د وحدت له مظاهرو څخه دي؛ خو متاسفانه دا رمضان په داسې حال کې پای ته رسوو چې اسلامي امت لا هم د خپل سپر (خليفه) په نشت کې په تفرقې، ذلت او مظلوميت کې ژوند تېروي. سره له دې چې موږ ځان غوره او په حقه امت ګڼو، خو ملعون او ذليل يهود پر دغه امت مسلط شوي دي او آن د رمضان په مبارکه مياشت کې يې له خپلو وحشي جنايتونو څخه لاس وا نه خيست؛ د غزې مسلمانان يې په شهادت ورسول او پر لبنان او سوريه باندې يې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. دغه راز امريکا هم په دې رمضان کې پر يمن هوايي بريدونه پیل کړل، په داسې حال کې چې امت او حکامو يې يوازې ننداره کوله. د دغو جنايتونو تر شا د امريکا دولت د يهودي رژيم تر ټولو ستر ملاتړی او حامي دی؛ هغه دولت چې نه يوازې «بالفعل حربي دولت» دی، بلکې د محاربو دولتونو سرلاری او رأس الکفر پېژندل کيږي.
په خورا خواشينۍ سره چې د اسلامي خاورو چارواکي د «مصلحت» او «واقع‌ګرايۍ» په پلمه له دغه رأس الکفر سره تعامل کوي او د اسلام محکم احکام لکه «الولاء والبراء» او «د دین د اظهار لپاره جهاد» له پامه غورځوي. دغه چارواکي نه يوازې دا چې امريکا خپل دايمي دښمن نه ګڼي، بلکې پر وړاندې يې حسن نيت څرګندوي. څه ډول به دغه چارواکي هيله‌مند وي چې روژې او قيامونه به يې قبول شي، په داسې حال کې چې له امريکا سره تعامل او دوستۍ ته د اسلام پر قطعي احکامو ترجيح ورکوي؟
په دې وروستيو کې امريکا له افغانستان سره د تعامل يو نوی باب پرانستی دی. ځينو د غلطې محاسبې له مخې دغه تعامل «سياسي فرصت» تعريف کړی دی. خو موږ د افغانستان چارواکو او رهبرانو ته د دغه ډول تعاملاتو د دنيوي او اخروي عواقبو په اړه خبرداری ورکوو. په واقعيت کې له امريکا سره تعامل له شيطان سره د تعامل په څېر دی، چې له شر او ګمراهۍ پرته نور هيڅ خير پکې نه شته.
دغه افراد ګومان کوي چې دا ډول سياست هوښياري او درايت دی، په داسې حال کې چې تر ټولو هوښيار حاکم او سياستوال هغه څوک دی چې د قرآن پر محکماتو منګولې لګوي او متشابهات د هغو پر اساس تعبيروي. د اسلام تر ټولو ستر قطعي اصل او محکمه عروه د نبوت پر منهج د واحد خلافت تاسيس او د الله سبحانه‌وتعالی د دين د اظهار په لاره کې جهاد دی. هره بشري محاسبه چې له دغه چوکاټه بهر وي، نه يوازې دا چې د اخروي خسران سبب کيږي، بلکې په دنيا کې به يې هم پايله له ذلت او تفرقې څخه بل څه نه وي.

{وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَأُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ} (آل‌عمران: ۱۰۵)
ژباړه: «او د هغو کسانو په څېر مه کېږئ چې وروسته له هغه چې څرګند دلايل ورته راغلل، تفرقه او اختلاف يې وکړ او د دوی لپاره ستر عذاب دی.»
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر