د بدر په غزا کې مسلمانان په داسې حال کې بریالي شول چې هم یې شمېر کم و،
هم یې امکانات نه لرل او هم یې د جګړې لپاره له وړاندې تصمیم نه و. خو په احد غزا
کې سره له دې چې له وړاندې یې تیاری نیولی و، مات شول. دا ماته د رسول الله صلی
الله علیه وسلم له فرمان څخه د ډلهییزې نافرمانۍ – په ځانګړي ډول د غشي ویشتونکو
نافرماني چې د غره په لمن کې د موقعیت ساتلو مسولیت ور سپارل شوی و - پایله وه.
الله تعالی په انفال سورت کې ښکاره وايي چې پر امت مادي تیاری واجب دی؛ خو ټینګار
کوي چې د الهي نصرت د جلب لپاره تر ټولو مهم شرط دا دی چې «حق مؤمنان» شو.
په آلعمران سورت کې د احد ماتې تر یادولو وروسته الله سبحانه و تعالی د
بریا معیارونه تصحیح کوي؛ ځکه چې ځینو مسلمانانو ګومان کړی و چې په احد کې د
مشرکینو د بري سبب د هغوی امکانات او سرمایه وه چې ډیره برخه یې د سود (ربا) له
درکه راتله. قفّال وايي؛ وېره وه چې مسلمانان هم د مقابلې لپاره سود خوړلو ته مخه کړي؛ نو دا
ایت نازل شو: { يا أيها الذين آمنوا لا تأكلوا الرّبا
أضعافاً مضاعفةً واتّقوا الله لعلّكم تفلحون } (آل عمران: ۱۳۰)
نو مسلمانان باید د سیاست او بري لپاره له ناشرعي لارو –لکه ربا یا سود او
پانګوال اقتصاد- ته مخه نه کړي. په احد کې د مسلمانانو د ماتې سبب د امکاناتو
نشتون نه، بلکې د رسول الله له فرمان څخه د ځینو نافرماني وه. که څه هم قدرت او
مادي امکانات د الهي نصرت له شرطونو یو دی، خو نن ورځ دا ناسم تصور چې باید د
سیکولر نړۍ معیارونه ومنو او د مصلحت او واقعګرایۍ تر نامه لاندې د خلافت تاسیس
او جهادي سیاست ته شا کړو، په دې سبب دی چې موږ د محکماتو پر ځای متشابهات اساس
ټاکلي او له الهي نصرت څخه ناسم تصور لرو. د ناشرعي سیاستونو خپلول – لکه سود او
پانګه چې د قریشو د بري عامل نه وه - د نصرت او بري عامل نه دی؛ بلکې د الله
سبحانه و تعالی او د اسلام د محکماتو اطاعت نه کول د مسلمانانو د نصرت په لار کې
خنډ شو او نن ورځ د الله سبحانه و تعالی تر ټولو ستر اطاعت او تر ټولو مهمه سیاسي
تقوا د دین د اظهار په لار کې د خلافت تاسیس او جهاد دی.