د اونۍ خبره: په نړۍ کې د امریکا د بهرنیو مرستو واقعیت!
02/11/2025 | عمر آرین

Print


په امریکا کې د نوې ادارې له حاکمېدو سره، ډونالډ ټرمپ په خپل نوي فرمان کې له نړۍ سره د امریکا بهرنۍ مرستې تر ۹۰ ورځو پورې وځنډولې. پوښتنه دا ده چې ولې د نړۍ یوه برخه د یوه یا څو غربي هیوادونو مرستو ته اړ ده؟ بل دا چې د دغو مرستو موخه څه ده او څنګه کېږي؟
نړیواله ټولنه په حقیقت کې د امریکا په رهبرۍ نړیوال پانګوال حاکم ستر قدرتونه او د ملګرو ملتونو پشان په هغو پورې تړلي بنستونه دي؛ دوی نه یوازې دا چې د بېوزلو هیوادونو له اقتصاد او امنیت سره مرسته نه کوي، بلکې د نړۍ د لویې برخې ناوړه سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت د دولت-ملت نړیوال نظم کې د قدرت د جوړښت او د فاسدو پانګوالو قدرتونو د سیستماتیکو استعماري، فاسدو او ظالمانه سیاستونو پایله ده.
پانګوال نړیوال نظم نه یوازې دا چې په تېري، جګړو زیاتولو او په نورو خاورو کې د مستقیم دخالت له لارې د نړۍ سرچینې لوټوي، بلکې د نړیوال سیاسي او اقتصادي سیستم، بنسټونو او نړیوالو قوانینو له لارې په مستقیم ډول هم د نورو خاورو د ودې او پرمختګ مخه نیسي او هم په خپل چور او چپاول د دغو خاورو هر څه وړي او لویو قدرتونو ته یې اړ باسي.
امریکا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر نړۍ د خپلې ولکې ټینګولو لپاره له اقتصادي قدرت او بشري او پراختیايي مرستو ګټه واخیسته. د اروپا د بیارغونې لپاره د مارشال پلان ډیر اروپايي هیوادونه د امریکا تر سیاسي او اقتصادي ولکې لاندې راوستل. دغه راز، امریکا له خپلې نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخیست چې د نړۍ پر سیاست اغېز ولري. دوی ته په حقیقت کې مهمه خبره د نړۍ بشري اړتیاوې نه دي، بلکې غواړي له دغو مرستو د وسیلې په توګه کار واخلي او له دې لارې پر نړۍ کنټرول ولري. ریالیست امریکايي پوه، هانس جي مورګنټا د امریکا بهرنۍ مرستې د یوې داسې وسلې په توګه توصیف کړې چې د ډیپلوماټیک او نظامي قدرت ترڅنګه استفاده ترې کېږي.
دغه راز امریکا له خپلو بهرنیو مرستو د سیاسي نفوذ او د بېلابېلو هیوادونو د بې ثباته کولو لپاره کار اخلي. امریکا د داسې پروګرامونو مالي تامین کوي چې د ډیموکراسۍ د ملاتړ په نامه، د مخالفانو مرسته کوي. په دغو مخالفانو کې کېدای شي سیاسي او رسنیزې ډلې شاملې شي چې د هیوادونو د خلکو د سیاسي ذهنیت او فرهنګ د بدلولو لپاره کار کوي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا پشان نړیوالو قدرتونو ډیری مرستې په دوی پورې تړلو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو له لارې کېږي؛ د دغو سازمانونو شتون او فعالیت پخپله د دوی د مداخلې او سیاسي، اقتصادي، فکري او فرهنګي نفوذ زمینه برابروي او خپل مخرب سیاسي رول له همدې لارې مخته وړي.
په نړیوالو سازمانونو او بنسټونو کې د ځانګړي رول لوبولو او سیاسي لوبو مخته وړلو لپاره د استخباراتي جاسوسانو ځای پر ځای کول د دغو هیوادونو معمول کار دی. په عراق کې د صدام حسین د دفترونو د اطلاعاتي تفتیش په موخه د ملګرو ملتونو  دکارکوونکو په منځ کې د سي آی اې مامورانو ځای پر ځای کول د نړیوالو بنسټونو د دغه مخرب رول ښکاره بېلګه ده.
نو د دغو مرستو ۹۰ ورځنی ځنډ هم د دې لپاره دی چې ځینې هیوادونه بې ثباته کړي او په سیاسي ډګر او ډیپلوماټیکو خبرو اترو کې باج ترې واخلي او ښايي د اړتیا په صورت کې د امریکا د سیاسي وسیلې په توګه بیا فعالې شي. یادو خبرو ته په کتو، د امریکا په مشرۍ نړیوال قدرتونه د نړۍ فرعوني قدرت ګڼل کېږي او الله سبحانه و تعالی د دغو مفسدینو په اړه فرمايي:

«وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ»
ژباړه: او کله چې دوی ته وویل شي چې په ځمکه کې فساد مه کوئ، دوی وايي: موږ اصلاح کوونکي یو.




   ارسال نظر