ایا شریعت د
اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه ورکوي؟
شریعت د
اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه چې اسلام باید له پیله بشپړ او هر
اړخیز تطبیق شي او له نا اسلامي نظامونو سره ګډ نه شي.
د اسلام
تدریجي تطبیق دا معنی لري چې:
لومړی پړاو: ۱۰ سلنه اسلام او ۹۰ سلنه کفر
دوهم پړاو: ۲۰ سلنه اسلام او ۸۰ سلنه کفر
درېیم پړاو: ۳۰ سلنه اسلام او ۷۰ سلنه کفر
...
نهم پړاو: ۹۰ سلنه اسلام او ۱۰ سلنه کفر
لسم پړاو: ۱۰۰ سلنه اسلام او صفر سلنه کفر
دا پروسه په
شریعت کې حرامه ده؛ ځکه چې په هر پړاو کې یې د اسلام تطبیق له نا اسلامي نظامونو
سره ګډېږي او دا په هیڅ صورت جواز نه لري.
الله سبحانه
و تعالی فرمايي:
﴿وَأَنِ ٱحۡكُم
بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ وَٱحۡذَرۡهُمۡ
أَن يَفۡتِنُوكَ عَنۢ بَعۡضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيۡكَۖ﴾ [مائده:۴۹]
ژباړه: «او د دوی تر منخ پر هغه څه پرېکړه کوه چې الله سبحانه و
تعالی نازل کړي دي او د دوی د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه او له دوی څخه حذر (وېره)
ولره چې له ځينې هغه څه څخه دې په فتنه کې وانه چوي چې الله سبحانه و تعالی تا ته
نازل کړي دي »
سربېره پر
دې؛ د اسلام د تدریجي تطبیق مفکوره یو ډول توهم دی؛ ټولو هغو ډلو چې د دې مفکورې
ملاتړ کړی او په عمل کې یې د پلي کولو هڅه کړې؛ تل ناکام شوي؛ ځکه دا پروسه په عمل
کې خورا سخته او خیالي ده.
تدریجي سقوط
څه ته وايي؟ دا پروسه په ډیری اسلامي خاورو کې ترسره شوې ده. دا داسې کېږي چې واک
ته رسېدونکې اسلامي ډلې ادعا کوي چې د اسلام د بشپړ پلي کولو نیت لري؛ خو واک ته
تر رسېدو وروسته دا کار نه کوي او په سیکولر نړیوال نظم کې ډوبېږي.
د دوی پلمې
دا وي چې «باید موجود واقعیتونه په پام کې ونیسو»، «باید بیړه ونه کړو»، «لومړی
باید ځان ځواکمن کړو بیا اسلام تطبیق او حمل کړو»، «خلک باید ناراضه نه کړو» او
... . دا پلمې د دې سبب کېږي چې له اسلام څخه ورو ورو او په تدریج لري شي او اسلام
هر اړخیز پلی نه شي کړای. په پایله کې د دولت په چوکاټ کې د غربي قوانینو تابع
پاتې کېږي؛ اساسي قانون یې له سیکولریزم څخه اغېزمن وي، د تېر رژیم له پاتې شونو
سره جوړجاړی کوي او په نظام کې یوازې څېرې بدلېږي؛ فاسد بنسټونه او نا اسلامي
قوانین هماغسې پاتې کېږي.
له بده مرغه
دا ترخه تجربه په بېلابېلو اسلامي خاورو کې شوې ده؛ لکه:
تونس: النهضه
خوځښت تر انقلاب وروسته د اسلام د تطبیق شعار ورکاوه؛ خو بلاخره یې سیکولر اساسي
قانون ومانه، له سیکولرانو سره يې ایتلاف وکړ او اسلام یې یوې خواته کړ.
مصر: هلته اخوان
المسلمین واک ته ورسېدل؛ خو د تېر نظام قوانین او ځینې څېرې یې وساتلې؛ بلاخره یې
همدا د سقوط سبب شول.
اوسمهال
سوریه: واک ته د
تحریر الشام تر رسېدو وروسته، د سوریې اوسني حکومت اسلام بشپړ پلی نه کړ او ظاهراً
د تدریج خواته روان دي؛ او له غربي قدرتونو یې د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې. نو دغه
حالت ته په کتو، د دوی د تدریجي سقوط بهیر روان دی. د سوریې حکومت په نویو څېرو
بیا رغېږي؛ خو د انقلاب روح ځپل کېږي. له انقلاب او مجاهدینو سره د خیانت کولو
خنجر به هره ورځ وهل کېږي؛ بلاخره د سوریې پخوانی رژیم په نوې بڼه بیا جوړېږي.
حللاره څه ده؟
حللاره نه د
اسلام تدریجي تطبیق دی او نه یې تدریجي سقوط. د دغو دواړو مسیرونو پای د نا اسلامي
نظامونو سلطه او د اسلام ګوښې ته کول دي. یوازینۍ حللاره د اسلام بشپړ او له
جوړجاړي پرته تطبیق دی. د اسلام احکام او ارزښتونه باید له نا اسلامي نظامونو سره
له ترکیب او ګډېدو پرته تطبیق شي. د سیکولر قوانینو هر راز منل او له شته نظامونو
سره جوړجاړی، واک ته د رسېدونکو اسلامي ډلو د بشپړ سقوط سبب کېږي.
موږ باید له
تېرو ترخو تجربو درس واخلو او د سیاسي جوړجاړیو او مصلحتونو په دام کې د لوېدو پر
ځای د اسلام د ریښتیني تطبیق لپاره هڅې وکړو. اسلام باید بشپړ تطبیق او حمل شي.
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ
الظَّالِمُونَ﴾ [مائده:۴۵]
ژباړه: «او څوک چې د الله پر نازل کړي شريعت حکم
نه کوي، هغوی ظالمان دي.»
د بریا،
اقتدار او نهضت یوازینۍ لار د اسلام د بشپړ تطبیق پر مسیر تګ دی؛ داسې چې هیڅ
شاتګ، جوړجاړی او مصلحت پکې ونه شي.