د واخان دهلیز تحلیل او د سیمې او نړۍ بازارونو ته د لاسرسي په اړه د اسلامي دولت بهرنی سیاست
د طلوع نیوز د رپوټ پر اساس، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین ویلي چې د واخان
دهلیز سروې بشپړه شوې او د ډیزاین چارې یې روانې دي. د «جغرافیوي زندان» ستونزې د
کمولو یا حل لپاره د بدیلې لارې په توګه د اوسني حکومت له لوري د دغه دهلیز جوړولو
خبره تل یاده شوې ده. دا اقدام له چین سره د اړیکو پراخېدو او له ایران او پاکستان
سره د ناندریو زیاتېدو په جریان کې کېږي.
اصلي پوښتنه
خلافت څنګه د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه حل کولی او د سیمې او نړۍ
مهمو بازارونو ته د دغې خاورې لاسرسی تامینولای شي؟ دغه راز، د چین پشان نا اسلامي
نظامونو لرونکو هیوادونو سره به د دغه دولت اړیکې پر کوم بنسټ وي؟
د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره اړتیا ده چې د واخان دهلیز واقعیت، د اوسنیو
دولتونو د اړیکو ماهیت، د خلافت دولت بهرنی سیاست او د اسلام له نظره د صنعت او
سوداګرۍ تګلارې وڅېړل شي. په دې څېړنه کې به همداراز له هغو سرچینو او د خلافت
دولت دستور څخه استفاده وشي چې د حزب التحریر له لوري امت ته وړاندیز شوی.
د افغانستان جغرافیوي او تاریخي تحلیل
د یوه حائل هیوادو په توګه د افغانستان اوسنۍ جغرافیه او قلمرو د بریتانیايې
او روسي استعمارونو میراث دی؛ دا جغرافیه یې داسې جوړه کړې چې د یوه خپلواک او
متقدر دولت جوړول پکې خورا سخت او تقریباً ناشوني دي. یعنې موخه دا وه چې به دې
خاوره کې د یوه باثباته او مقتدر دولت د جوړېدو مخه ونیول شي؛ دا موخه د بریتانیې
امپراتورۍ او تزاري روسیې جوړه او پوره کړې ده.
تر احمدشاه دراني وروسته د افغانستان تاریخ ښيي چې د جغرافیوي ستونزو، قومي
ترکیب، د ګاونډیو او تقریباً متخصامو دولتونو شتون او نړیوالو جیوپولیټیکو موخو په
سبب په دې خاوره کې د یوه پیاوړي او متقدر دولت جوړېدل ناشوني دي.
د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو دورو (د دوست محمد خان له وخته تر اوسني
حکومت پورې) کې د یوه باثباته، پیاوړي او ځواکمن دولت جوړولو لپاره د هڅو د
ناکامېدو دلیل دا دی چې دا هڅې د استعماري میراث (حائل دولت) پر بنسټ وې. دا په
داسې حال کې ده چې دغه میراث په افغانستان کې د یوه باثباته او پرمختللي دولت
جوړولو په لار کې لاندې اساسي خنډونه جوړ کړي دي:
1.اوبو ته لاره نه لرل (جغرافیوي زندان)
2.د افغانستان په ګاونډ کې د متخاصمو حکومتونو شتون
3.د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د مختلفو قومونو ویش
په افغانستان کې د یوه مقتدر
اسلامي دولت جوړولو اساسي حللاره له استعماري میراث او د نړیوالو قدرتونو لخوا تپل
شوې نقشې څخه خلاصون دی. دا چاره هغه وخت شونې ده چې د حکومت جوړونې بنسټ د «حایل
دولت-ملت» د مفهوم پر ځای، اسلامي عقیده او شرعي احکام شي. هغه وخت چې ملي پولې
ماتې او د افغانستان او سیمې ټول قومونه د یوه اسلامي جوړښت تر سیوري لاندې متحد
شي.
د خلافت دولت دستور لومړۍ ماده: « اسلامي عقيده د اسلامي دولت اساس دی، په داسې ډول چې د دولت په کيان (جوړښت)،
جهازونو (تشکيل)، محاسبه او هر هغه څه کې چې دولت پورې تړاو لري؛ د هېڅ داسې څه
شتون ته جواز نه شته چې اساس يې اسلامي عقيده نه وي. همدارنګه د دستور (اساسي
قانون) او ټولو شرعي قوانینو اساس هم اسلامي عقيده ده، داسې چې په هغو (دستور او
شرعي قوانينو) کې د هېڅ داسې څه شتون ته جواز نه شته چې سرچينه يې اسلامي عقيده نه
وي.»
نو د یوه مقتدر دولت جوړولو لپاره
د اوسني حکومت هڅې تر احمدشاه ابدالي وروسته د افغانستان د نورو حکامو له هڅو سره
هیڅ توپیر نه لري. ځکه چې پلان یې د استعماري میراث (حائل دولت-ملت) پر بنسټ وي او
په غالب ګومان، د همغو تېرو هڅو له برخلیک سره به مخ کېږي. دا چې اوسنی حکومت په
تېرو دوو کلونو کې د واخان دهلیز جوړول د پاکستان او ایران د لارو د بدیل په توګه
ښيي، یوازې د ناروغۍ د نښو درملنه ده، ناروغي همغسې پاتې کېږي. پر پورتني مورد
سربېره، د واخان دهلیز په اړه د لاندې واقعیتونو په پام کې نیولو سره، له دې لارې
د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه نه شو حل کولی:
د واخان بندر ننګونې
د پاکستان او ایران حکومتونه د افغانستان د اوسني
حکومت پر وړاندې د غرب سیاست تعقیبوي؛ دوی له هغو مواصلاتي لارو چې له خاورو
یې تېرېږي، د اوسني حکومت پر وړاندې د حربې/وسیلې په توګه کار اخلي. ځکه خو
دافغانستان حکام د بدیلو لارو په لټه کې دي.
که فرض کړو چې د واخان دهلیز جوړ شو؛ د دې څه تضمین
دی چې چین له دغه مواصلاتي دهلیز څخه د حربې/وسیلې په توګه کار وانخلي؛ هغه
چین چې له شرعي لحاظه محارب کافر دی، شرقي ترکستان یې اشغال کړی او د هغې
سیمې د مسلمانانو پر وړاندې بې شمېره وحشتونه کوي.
د افغانستان پر وړاندې د چین سیاست استعماري او
امنیتي دی. د واخان دهلیز په برخه کې هم دا سیاست پلی کوي. په افغانستان کې د
نوي حکومت له حاکمېدو سره چین ته د طلا او مسو پشان سټراټيژيکو فلزاتو او دغه
راز د نفتو قراردادونه ورکول د هغوی د دغه استثماري/استعماري لید ښکارندویي
کوي. له بل لوري، په شرقي ترکستان (سنکیانګ ایالت) کې د ایغور مسلمانانو پر
ځای د اصلي اتباعو (هن چینایانو) ځای پر ځای کول او د افغانستان له اوسنیو
حکامو سره د ایغور مسلمانانو موضوع مطرح کول، د چین دولت سیاسي لید ښيي.
د یوه کمربند یوې لارې «Belt and Road Initiative /One
Belt One Road» په طرحه کې، چین له افغانستان څخه
کومه مواصلاتي لاره په پام کې نه ده نیولی. بلکې دا هیواد د چین-پاکستان پر
اقتصادي دهلیز (CPEC) او د
مرکزي اسیا پر لارو تمرکز کوي. یعنې که واخان دهلیز جوړ هم شي، افغانستان به
د چین په سټراټیژیکو طرحو کې کوم ځای نه لري.
د واخان دهلیز جوړولو په صورت کې به چین په
افغانستان کې لا ډیر اقتصادي، صنعتي او ټکنالوژيکي نفوذ لري چې دا له شرعي
اړخه د منلو نه دی. لکه څنګه چې امریکا، بریتانیا، المان، فرانسه او روسیه پر
کمزورو هیوادونو د اقتصادي تسلط په لټه کې دي، چین هم همدا سیاست مخته وړي. د
یوه اسلامي صنعتي سیاست له لرلو پرته له چین سره د اقتصادي اړیکو پراخول د
افغانستان د اقتصادي استثمار سبب کېدی شي.
د حاکم دولت د بهرني سیاست نقد
طالبان
له چین سره په خپلو اړیکو او د واخان دهلیز جوړولو کې د یوه اقتصاد محوره سیاست په
لټه کې دي. خو له شرعي اړخه، د ټولو مسلمانانو او اسلامي دولت دنده دا ده چې د بشر
په ژوند کې اسلام حاکم کړي او د اقتصادي چارو تنظیم باید اصل نه، بلکې د دغې سترې
دندې یوه برخه وي. د خلافت دولت دستور په ۱۸۷ ماده کې په دې اړه راځي:
«د
امت لپاره سیاسي قضیه هغه اسلام دی چې پياوړى دولت ولري؛ شرعي احکام په احسنه توګه
پلي کړي او نړۍ ته د اسلامي دعوت په لېږد کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.»
له
شرعي لحاظه، فرض ده چې د اسلامي دولت بهرنی سیاست باید نړیوالو ته د اسلام د پیغام
د حمل (دعوت او جهاد) پر اساسي کرښو ولاړ وي او د دغه بهرني سیاست د مخته وړلو
لپاره له شک پرته سیاسي، فکري، صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي استطاعت ته اړتیا ده،
تر څو د نا اسلامي دولتونو په زړونو کې ویره او ارهاب جوړ کړي او د اسلامي دولت له
لښکر سره د مخ کېدو پر وخت یې د ماتې سبب شي. په دې اړه چې د دعوت حمل کول د
اسلامي دولت اساسي وظیفه ده، د خلافت دولت په دستور کې راځي:
۱۱مه
ماده: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) د د ولت اصلي او اساسي دنده ده.»
دغه
راز په ۱۸۸مه ماده کې راځي: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) هغه محور دى چې بهرنى
سياست پرې راڅرخي او هغه اساس دی چې له ټولو دولتونو سره اړيکې پرې بناء کېږي.»
پایله
واخان دهلیز د یوې موقتي کړنلارې په توګه د افغانستان د جغرافیوي زندان
اساسي ستونزه نه شي حل کولی. سره له دې، د چین له استعمارګر او محارب دولت سره
تعامل په افغانستان کې د چین د استعماري نفوذ سبب کېږي. د اسلامي دولت بهرنی سیاست
باید د اسلامي عقیدې او د دعوت د حمل پر بنسټ تنظیم شي او د خلافت دولت تر سیوري
لاندې د یوه خپلواک صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي نظام د رامنځته کولو لپاره حرکت
وکړي.