په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته امریکا په
یوازې ځان او بلامنازعه توګه د نړۍ لومړی قدرت وپېژندل شو. د امریکا سیاسي ولکه په
ټوله نړۍ کې ښکارېده او کابو ټولې نړۍ منلې وه چې امریکا د نړۍ ځواکمنه مشره ده؛
هغه وخت یو دولت هم نه و چې د نړۍ په کچه امریکا وننګوي. خو د څه باندې درېیو لسيزو
په تېرېدو؛ نه یوازې دا چې د نړۍ سیاسي وضعیت بشپړ بدل شوی، د امریکا نړیوال موقف
هم ډیر بدلون کړی. د ۲۰۲۵م کال لپاره د جیوپولیټي (Geopolity) ویبپاڼې په
کلني سټراټيژیک لید کې راغلي چې امریکا اوس نوی «ناروغ سړی دی». په دغه کتاب کې
هغو علایمو او شواهدو ته اشاره شوې چې د شوروي اتحاد د سیاسي ژوند پر مهال په ډاګه
ښکارېدل او وروسته یې د سقوط سبب شول.
د شوروي اتحاد د سقوط اصلي لامل دا و چې رهبران یې په
داخلی اصلاحاتو بوخت شول او خپلو کمونیستي ارزښتونو ته یې شا کړه چې د کورني او
بهرني سیاست اساس یې جوړاوه. میخایل ګورباچوف د داخلي ستونزو د حل لپاره یو لړ
سیاسي اصلاحات وکړل؛ دا چاره د تاریخ په کثافتدانۍ کې د کمونیزم یا سوسیالیزم د
خښېدو سبب شوه. د امریکا نوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم لیدل کېږي چې د خپل حاکمیت په
نوې دوره کې د پراخو سیاسي اصلاحاتو په هڅه کې دی. دغه راز د هغه شعارونه «تر هر
څه وړاندې امریکا» او «امریکا بیا خپل عظمت ته رسوو» په دې معنی دي چې تمرکز یې
یوازې پر امریکا دی او نه غواړي خپل لیبرال ارزښتونه نړۍ ته ولېږدوي؛ دا پخپله د
نړۍ په کچه د امریکا د سیاسي ولکې پر کمېدو دلالت کوي. دا اصلاحاتي پروګرام چې د
هیریټیج بنسټ (The Heritage Foundation) لخوا د ۲۰۲۵ کال پروژې (The Project
2025) تر نامه
لاندې معرفي شو، د امریکا په سیاسي جوړښت کې د یوه نوي بدلون پیل ګڼل کېږي.
دغه راز، د کرملین د رهبرۍ غړو ترمنځ د شدیدې سیاسي قطببندۍ
شتون د هغوی ترمنځ د سیاسي تفرقې سبب شوی و؛ اوس امریکا هم تر بل هر وخت ډیر له
سیاسي قطببندۍ سره مخ ده. مثلاً؛ د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ شدیدې
ناندرۍ د دوی ترمنځ د داخلي او خارجي قضیو په اړه د داخلي سیاسي اختلافونو سبب شوې
دي. د نژادپالو، همجنسپالو او فیمینیسټانو خوځښتونه، ټولنیزې نابرابرۍ او کورني
تاوتریخوالي نور عوامل دي چې د دغه هیواد ټولنیز نظام یې له جدي ګواښ سره مخ کړی.
له بلې خوا، د داخلي وحدت د ټینګښت لپاره د امریکا د رهبرانو پر هڅو –لکه د ټرمپ (MAGA/امریکا بیا خپل عظمت ته رسوو) شعار- سربیره،
د کالفورنیا، ټکزاس، لیوزیانا، الاسکا، فلوریډا او نیوهمپشایر پشان ایالتونو کې د
بېلتون غوښتنې بهیر چټک شوی.
اقتصادي ننګونې نور عوامل وو چې شوروي یې سقوط کړ.
امریکا هم په بې ساري ډول ۳۵،۴ ټریلیونه ډالره پوروړې ده – دا چاره نه پرېږدي چې
امریکا د اوږدمهاله پروژو مالي تامین یا له نورو اقتصادي قدرتونو سره سیالي وکړي.
له بلې خوا، د چین پشان نوي راپورته شوي هیوادونه چې په غوره صنعتي او ټکنالوژيکي
قدرتونو بدل شوي؛ د نړۍ په اقتصاد کې د امریکا برخې ته ګواښ جوړ شوي. دغه راز، په
امریکا کې شتمني د خلکو ترمنځ ناعادلانه ویشل شوې ده؛ داسې چې متوسطې او ټیټې
کورنۍ د مالیاتو تر سخت فشار لاندې دي او میلیاردرې کورنۍ معمولاً له مالیې ځان
باسي؛ دا چاره د دولت لخوا د دوهګوني چلند سبب شوې او په راتلونکي کې د شدیدې
داخلي نارضایتۍ سبب کېدی شي.
لکه څنګه چې د کمونیزم د ژوند په وروستي پړاو کې دغه فکر
ته د خلکو او پلویانو هویت کم شوی و او کمونیستي رهبرانو هم د خلکو ترمنځ د
ایډیالوژيک باور جوړولو لپاره ډیره لږه انرژي لګوله؛ همداسې لیدل کېږي چې خلک د
امریکا د سیاسي چارواکو، رسنیو او مهمو بنسټونو لکه محاکمو او د ټاکنو د بنسټونو
پر وړاندې بې باوره دي. په دغه هیواد کې د ۲۰۱۶م کال د ټاکنو پر لمن د روسیې د
لاسوهنې په سبب د بې باورۍ داغ دی. دغه راز ټرمپ د ۲۰۲۱م کال د ټاکنو پایلې له
درغلیو ډکې وبللې. دغه راز په وروستیو کې د نیویارک محکمې له لوري د ټرمپ تبرئه
کېدل د دې سبب شوي چې امریکایان پر خپلو مهمو بنسټونو بې باوره شي.
د یادونې وړ ده چې د شوروي د سقوط تر ټولو مهم لامل د
هغه د نظامي قلمرو پراخېدل او د افغانستان په ګډون په بهرنیو جګړو کې سترې ماتې
وې. امریکا هم په خپله نظامي کارنامه کې په منځني ختیځ او افغانستان کې اوږدمهاله
مداخلې لري – دغو فرسایشي جګړو نه یوازې دا چې امریکا ته ۷ ټریلیونه ډالر زیان
اړولی، په افغانستان او عراق کې یې هم سختې نظامي ماتې وخوړې. دغه راز په ټوله نړۍ
کې د امریکا د سلګونه نظامي هډو شتون او د نظاميپالنې سیاست ترویج د دې سبب شوی
چې د نړۍ په کچه یې نرم قدرت کم شي. داسې چې د غزې د بې دفاع خلکو د نسلوژنې
لپاره اسرایلو ته د امریکا تر مستقیم تمویل وروسته، اوس ان نامسلمانان په خپلو
ذهنونو کې له امریکا څخه یو ناوړه او وحشتناک تصویر لري.
په پای کې تصریح کوم چې تاریخي شواهدو ښودلې چې یو قدرت
هم تل په واک کې نه پاتې کېږي. څنګه چې د روم، بریتانیې او شوروي امپراتورۍ په
بېلابېلو داخلي او خارجي دلایلو ړنګې شوې، امریکا به هم له همدغه برخلیک سره مخ
کېږي. د نړۍ قدرتونه د اوج، د پرمختګ درېدو او سقوط پړاوونه وهي. ځینې باور لري چې
امریکا اوس د پرمختګ درېدو پړاو ته ننوتلې، نو د هغې اوسني ماتېدونکي وضعیت، د نړۍ
په کچه نویو قدرتونو راپورته کېدو او په نړۍ کې نویو تحولاتو ته په کتو، ښکاري چې
نړۍ به د نوي ستر بدلون شاهده وي. نو اسلامي امت په ډیرو حساسو شرایطو کې دی چې دا
نړیوال ماتېدونکی وضعیت په ځیر وارزوي او د دغو بحرانونو او سیاسي ستونزو له منځه
د خلافت د تاسیس فرصتونه رامنځته کړي او ټولو انسانانو ته عزت او سعادت راوړي.