په اوسني نړيوال نظام کې ډېری دولتونه کوچني دي او شرکتونه
لوی دي. لوی دولتونه يواځې يو څو دي لکه امریکا، روسیه، چین، خو لوی نړيوال
شرکتونه یا MNCs په
زرهاوو دي چې د نړئ په ګوټ ګوټ کې فعالیت لري، توکي او خدمتونه وړاندې کوي او د
نړئ اقتصاد څرخوي.
که څه هم ظاهراً نړيوال شرکتونه په هره جغرافيه کې د هماغه هېواد د قوانینو او مقرراتو په کوچاټ کې کار کوي، خو نړيوال سازمانونه لکه
ملګري ملتونه UN،
د سوداګرۍ نړيوال سازمان WTO، نړيوال
بانک WB،
د فکري شتمنیو نړيوال سازمان WIPO او
داسې نور د لویو شرکتونو فعالیت لپاره اړین چاپیریال برابروي او ملاتړ یې کوي.
ملي دولتونه چې د نوموړو نړيوالو
سازمانونو غړيتوب لري، د دوی قوانین يې پر ځان منلي او مرستو ته يې اړ دي، د دغو لویو شرکتونو پر وړاندې نشي
درېدلای، که څه هم دې پایلې ته ورسیږی چې د دغو شرکتونو ځینې توکي او خدمتونه د هېواد او
د وګړو په ګټه
نه دي، یا له خلکو څخه ناوړه ګټه پورته
کوي.
بېلګه يې د
کوکاکولا شرکت دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې فعالیت لري. که څه هم طبي ټولنه پر دې هوکړه لري چې
کوکاکولا او ورته څښاك د انسان روغتیا ته زيان رسوي، خو بیا هم ډېری
دولتونه د دې
توان نه لري
چې دغه شرکت بند کړي،
ځکه کوکاکولا او ورته شرکتونه د ځینو هېوادونو له پوره اقتصاد څخه لوی او پیاوړی
دي. همدارنګه داسې شرکتونه هم شته چې د سپوږمکیو له لارې په عامه فضا کې د راډیو،
ټلویزیون، او انټرنټ خدمتونه وړاندې کوي او ځيني وخت د ملي دولتونو جواز هم نغواړي
او ملي دولتونه يې پر وړاندې هیڅ نشي کولای. که شاوخوا وګورو، نو وينو چې داسې ډیر توکي دي چې
دولت یې پر واردولو او کارېدلو هيڅ واک نلري.
لوی هېوادونه لکه چین، روسیه او امریکا د دغو شرکتونو په
چلولو او کنټرول کې رول لوبوي او له ځینو څخه کټه هم پورته کوي، ځکه دوی د نړيوال نظام په
سر کې دي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي. که چېرې دوی دې
پایلې ته ورسيږي چې یوڅه دوی ته تاوان رسوي نو بیا یې د بندولو توان لري، لکه څنګه چې چین خپل هېواد
کې پر فیسبوک، وټس
اپ او داسې نورو ټولنیزو رسنیو باندې ـ چې د امریکایانو له خوا کنټرولیږي ـ بندیز لګولی او پر ځای یې
هریو ته بدیل وړاندی کړی. همداسې کله چې پر اوکراین د برید ورسته پر روسیه باندې
بندیزونه زیات شول او لوی شرکتونه لکه کوکاکولا او مکډونالډز ځنځیرهيي رسټورانټ له دغه هېواده ووتل، له یوې خوا دغو شرکتونو لوی تاوان پرځان ومانه خو روسیې بې له کومې ستونزې د دواړو
پرځای وطني بدیل وړاندې کړ او د دوی
تشه یې ډکه کړه.
خو کوچني هېوادونه بیا خامخا دې ته اړ کيږي چې د دغو شرکتونو شرطونه ومني او په خپل هېواد کې ورته خنډ
را منځته نه کړي. د داسې شرکتونو او هېوادونو تر منځ د شخړو په ځينو حالتونو کې
دغه شرکتونه کولای شي آن
دولتونه نړيوالو محکمو ته کش
کړي او لويې لانجې ورته جوړې کړي.
دا حالت د هېوادونو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. دغه شرکتونه کولای شي د دغسې هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، پر
سیاستونو يې له بېلابېلو لارو نفوذ ولري، خپلو مخالفینو ته زیان ورسوي او خپل پلویان واک ته ورسوي
او په پای کې خپل د ګټې
او استثمار لپاره لار برابره کړي، که څه هم په پای کې خلک د بی وزلۍ او هلاکت خواته لاړ شي.
په اسلامی نړۍ کې هيڅ داسې هېواد نشته چې په هغه کچه ستر او پياوړی وي چې د داسې لویو شرکتونو پر وړاندې
ودریږی، فعالیتونه یې محدود یا بندکړي او پر ځای يې خپل بدیل وړاندې کړای
شي. یا
په نړیوال نظم کې دومره توان ولري چې قوانین او مقررات او نړيوال سازمانونه کنټرول
کړي. ځيني هېوادونو دا هڅه
کړې چې ځان هغې مرحلې ته ورسوي خو د اسلامي خلافت تر سقوط وروسته په تېره یوه پېړی کې هیڅ هيواد په دغه کار نه دی توانېدلی.
له بېلابېلو اړخونو چې دې مسلې ته وکتل شي نو دې پایلې ته
رسېږو چې يواځې يو نړيوال اسلامي خلافت کولی شي مونږ له دغه ناورين څخه وژغوري. ځکه اسلامی خلافت به دومره لوی او پياوړي وي چې د نړۍ نورو پنځه شپږ سترو هېوادونو په کتار کې ودرېږي
او دومره توان به ولري چې هر هغه څه چې اسلام او مسلمان وګواښي پر وړاندې یې خپل
چمتووالی ولري او اړين ګامونه پورته کړي.
مونږ مسلمانانو ته اړتیا ده چې د داسې یو دولت د رامنځ ته
کېدو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړو. په اړه یې خپل پوهاوی لوړ کړو او له نورو
داسې مسلمانانو سره لاس یو کړو چې په دې برخه کې پوهه لري او دې موخې ته د رسېدو
لپاره هلې ځلې کوي. مونږ هیڅ یو په یواځې ځان دا کار نشو ترسره کولی، خو په اسلامي یووالې سره دا لویه
موخه شونی ده.