عدم تشدد؛ یعنې د دولت له سیاست څخه د جهاد حذف!
10/12/2024 |

Print


لومړنی اسلامي دولت د پیغمبر (ص) او اصحابو د حزب لخوا تاسیس شو. دغه حزب په سیاسي او فکري طریقه مبارزه کوله. کله چې دولت تاسیس شو؛ یوه مهمه ځانګړنه یې «جهادي‌والی» و. ځکه خو د قتال ایتونه نازل شول او د پیغمبر (ص) د دولت په چوکاټ کې لومړنۍ غزاوې پیل شوې. د اسلامي خلافتونو د تاریخ په اوږدو کې، جهاد د یوه دولتي بنسټ په توګه بهرنی سیاست مخته بېوه. خو کله چې مسلمانانو د انحطاط خواته حرکت وکړ او خلافت دولت یې له لاسه ورکړ، جهاد ډیر له خاورې د «دفاع» په معنی تعبیر شو او یوازې ډلې وې چې جهاد یې کاوه.
غرب تل هڅه کړې چې د هیوادونو له بهرني سیاست څخه د جګړې او نظامي مخته‌تګ مفهوم حذف کړي. د همدې لپاره ثابتې پولې رامنځته شوې او ډیر ټینګار پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ کېږي. دا مفهوم په ځانګړي ډول د درېیمې نړۍ پر هیوادونو تپل شوی. ان که یوه نظامي ډله واک ته ورسېږي، معمولاً له نظامي‌والي لرې کېږي او «عدم تشدد» ته مخه کوي. اقتصاد محوري، غرب ته ګواښ نه جوړېدل او پر سوله‌يیز ګډ ژوند باور په دولتولۍ کې د عدم تشدد نور نومونه دي. دا په داسې حال کې ده چې جهاد د اسلامي دولت له اصلي دندو ګڼل کېږي.




   ارسال نظر