د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیک د
پرانیسې مراسم ننګوونکي وو. د مراسمو تنظیموونکو د «داوینچي» یوې نقاشۍ ته ورته
حالت نندارې ته وړاندې کړ. دغې نقاشۍ د مسیحیانو د عقایدو پر بنسټ د حضرت عیسی او
د هغه د حواریونو انځور نندارې ته وړاندې کاوه. د المپیک مراسمو په پرانیسته کې دغې
نقاشۍ ته ورته حالت داسې نندارې ته وړاندې شو چې د حضرت عیسی د حواریونو رول یې
همجنسبازانو LGBT ته ورکړی و او د حضرت عیسی پر ځای یې یوه چاغه ښځه کېنولی وه. د المپیک
رسمي پاڼې په خپل ټویټر (اکس) کې د دغه عمل ننګه کړې او د ویکټور هوګو دا نقل قول یې راوړی: «د عشق بازۍ
لپاره ازادي د عقیدې د ازادۍ هومره سپېڅلې ده». دا کړنې د همجنسبازانو له تبلیغاتي
اسالیبو څخه دي. سره له دې چې هیوادونه په المپیک کې د خپلو خلکو پر
ګډون ویاړي، خو نن ورځ نړیوالې لوبې د غربي افکارو د تبلیغ ډګر ګرځېدلی. ښایي ځینې
اسلامي خاورې پر دې وویاړي چې خلک یې د المپیک څراغ یا مشعل لېږدوي؛ خو دا لېږدول
به څه ویاړ وي چې د درېیو ښځینه جامو اغوستونکو نارینهوو «Drag
queen» په لاس هم
ورکړل شوی وي. نړیوال بنسټونه، غونډې او سازمانونه د سیکولر عقایدو د ترویج ډګر
ګرځېدلي. ملګري ملتونه یې ښکاره بېلګه ده. اسلامي هیوادونه له دغه سازمان څخه د
ملاتړ ترلاسه کولو په لټه کې دي؛ خو دغه سازمان په نړۍ کې د همجنسبازانو له سترو
ملاتړو څخه دی او د همجنسبازانو په ملاتړ يې پرېکړهلیک تصویب کړی. انټونیو ګوتریش چې د «د همجنسبازانو ګواښلو/وېرولو پر
وړاندې مبارزې نړیوالې ورځې» په شلمه کلیزه کې خبرې کولې، وویل: «د ټولو لپاره د
برابرۍ، ازادۍ او عدالت موضوع د هر فرد کرامت او د بشر حقونو ته زموږ د ژمنتیا په
یاد راوړونکې ده؛ موږ په ټوله نړۍ کې د دغو حقونو د تحقق لپاره اړینو اقداماتو ته
اړتیا لرو». ایا د افغانستان حکومت غواړي په دغه سازمان کې د دغه کس تر ریاست
لاندې د څوکۍ خاوند شي؟ موږ د مسلمانانو په توګه، دقیقاً د نړۍ په کومه برخه کې یو
او د بشر د هدایت لپاره زموږ اسلامي داعیه چېرته ده؟ ایا غواړو د سیکولریزم د
نړیوالو دعوتګرانو په کاروان کې شامل شو او د اسلام خبره هم وکړو؟ د دغې څوکۍ
ترلاسه کول او د همجنسبازانو له ملاتړو څخه د مشروعیت ترلاسه کول هیڅ ویاړ نه دی؛
ځکه چې موږ د خپلو سیاسي عشقبازیو لپاره ازاد نه یو!