د اسلامي نړۍ د انحطاط او بدبختۍ یو لوی لامل ملي پولې دي، چې د استعمار له خوا رامنځته
شوې او
پر مسلمان ولسونو تپل شوې دي. په دې سیمه کې یوه لویه بېلګه یې د ډیورنډ کرښه ده، چې نه یوازې مسلمانان بلکې د یو قوم او یوې کورنۍ خلک يې سره ویشلي دي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسېدل، په
پاکستان کې روان لوی سیاسي او اقتصادي کړکيچ، د ډيورنډ هاخوا د مسلمانو وروڼو وسلهواله او سولهییزه سیاسي او مدني مبارزه او د پاکستان د ولس نارضایتی ... ټول يوې
اړتیا ته اشاره کوي او هغه دا چې
د مسلمان ولسونو تر منځ دې دا ناوړه پوله
ونړول شي او مسلمانان دې سره یو شي. که څه
هم دا کار یوازې
په سولهییزه
توګه له امکان لرې دی،
خو که جنګ هم کیږي باید ځینې موارد په پام کې ونیول شي، چې
لاندې ورته اشاره
شوې ترڅو
د ورور وژنی
مخنیوی وشي او دا جګړه سوچه اسلامي بڼه غوره کړي
او په پای کې د الله سبحانه وتعالی د رضا
او په دنیا او اخرت
کې د بریا، عزت او د مسلمانانو
د یووالي او قوت سبب شي. کېدای شي چې دغه کار په اسلامي نړۍ کې د ټولو پولو د ماتېدو پیلامه وګرځي.
لومړی: د جګړې لپاره باید یوه واحده جبهه جوړه شي، چې د پراخ اسلامي دولت/امارت یو اسلامي لښکر وي او په دغه لښکر کې هر مسلمان د ګډون حق
ولري. دا جګړه او لښکر یې باید اسلامي روحیه ولري، د پاکستان خلک او انملکي دولت دې پکې دښمن ونه ګڼل شي، بلکې د
پاکستان یوازې د
پوځ او استخباراتو مشرتابه دې دښمن
وبلل شي.
دویم: د جګړې موخې دې
امت ته څرګندې شي؛ لکه د مسلمانانو ترمنځ د استعماري پولو نړول، ترڅو د سیمې مسلمانان په خپل منځ کې سره يو شي. موخه باید اسلامي وي، نه ملي او له دې
سره به د پاکستان ولس د خپل پوځ ملاتړ پرېږدي او پاتې اسلامي امت به
هم د پاکستان له دولت څخه ملاتړ ونه کړي.
درېیم:له ملي او قومي ګوندونو، غورځنګونو، افرادو او د دوی له اړوندو بیرغونو
او شعارونو څخه دې ډډه وشی، ترڅو دې جګړې ته د افغانیت یا پښتونولۍ ملي او قومي رنګ ورنه کړل شي او د
پاکستان د ولس ملي احساسات راونه پارېږي.
څلورم: له جګړې وروسته
حالات باید مخکې له مخکې پلان او اعلان شي؛ لکه د
ولسونو د تابعیت مسله او د افغان، پنجابي، سندهي، بلوڅ او نورو
قومونو د برابرۍ او يوځای کېدو مسله او د دوی فرهنګي ځانګړتیاوو او اړتیاوو ته پاملرنه د
بېلګې په توګه: که یو پنجابی یا بلوڅ ډاډمن شي، چې د نوي حکومت له راتګ سره
یې لوڼې ښوونځي ته نشي تللی، نو ښايي د نوي حکومت ملاتړ ونه
کړي. همدارنګه دا هم باید په ډاګه شي چې
دا جهاد به تر هغه دوام لري، ترڅو چې
ټوله اسلامي نړۍ نه وي ازاده شوې.
جګړه یوازې په هغه صورت کې مبارک او نېک عمل دی، چې فی
سبیل الله جهاد وي، خو که نورې ګټې پکې
دخیلې شي؛ لکه ځمکه، مال، شهرت، قومیت او داسې نور، نو بیا د الله سبحانه وتعالی غیبي نصرت ته پکې تمه نشي کېدلی او که چېرې اخلاص پکې وي، نو په دې صورت کې د اټومي ځواک لرونکی دولت هم بیا د رښتینو مجاهدینو پر وړاندې نشي درېدلی.
دا جګړهد شریعت له مخې په پټه،
استخباراتي او چریکي بڼه مخته نشي تللی او که چېرې پرمختګ
هم وکړي، نو بریا او فتحه به یې کلونه کلونه وخت ونیسي، عام ولس ته به د حق او باطل توپیر سخت وي او له فتنو سره به مخ شي، ملکي وګړي به ډېر ووژل شي، بهرنیانو او کفارو ته به د لاسوهنې زمینه برابره شي او دا جګړه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره وکاروي او داسې
نور.