محرم؛ د حق او باطل ترمنځ د تفکیک میاشت
07/08/2024 | یوسف ارسلان

Print


هر امت تاریخ لري او د هر قوم د تاریخ پیل د دوی لپاره له یوې ارزښتناکې پېښې څخه کېږي. که څه هم د هجري قمري کال لومړۍ میاشت ریع الاول ده خو وینو چې محرم میاشت لومړۍ ګڼل کېږي. دا خپل تاریخ لري. په ۱۷ هجري کال کې، چې د عمر رضی الله تعالی عنه د خلافت دور و، حضرت ابو موسی اشعري حضرت عمر ته لیک ولیکه او ترې ویې غوښتل چې کوم لیکونه ورته لېږي، تاریخ نه لري؛ نو حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خلک او اصحاب راټول کړل او په دې اړه یې سلا مشوره وکړه چې د مسلمانانو د تاریخ پیل له کومې ورځې وشي. ځینو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د میلاد ورځ، ځینو د هغه صلی الله علیه وسلم د رحلت ورځ او ځینو نورو لکه حضرت علی او حضرت عثمان رضي الله عنهما چې کبار اصحاب وو، مدینې ته د هجرت او اسلامي دولت د تاسیس ورځ د تاریخ د پیل ورځې په توګه وړاندیز کړه. حضرت عمر رضي الله عنه وروستی نظر خوښ کړ او ویې ویل: «الهجرة فرقت بين الحق والباطل فأرخوا بها» یعنې هجرت د حق او باطل ترمنځ توپير وکړ؛ تاریخ له هغه وخته پیل کړئ. په بل روایت کې راغلي چې حضرت علي رضی الله تعالی عنه په خپل وړاندیز کې وویل: تاریخ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت له ورځې پیل کړئ، هغه ورځ چې د شرک ځمکه یې پرېښوده.
له دغه ځایه روښانه کېږي چې د اسلامي دولت تاسیس د مرګ او ژوند قضیه ده او د اسلامي تقویم پيل ګڼل کېږي. جالبه دا ده چې حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بعثت نه، بلکې هجرت د حق او باطل ترمنځ توپیر او تفکیک وباله. یعنی د اسلامي دولت له ځانګړتیاوو یوه دا ده چې د حق او باطل ترمنځ تفکیک رامنځته کوي او صفونه واضح کوي. که یو دولت داسې ونه کړي، د شرک ځمکه (دارالکفر) د اسلام له ځمکې (دارالاسلام) بېله نه کړي او د دښمن سیاسي نظم ته ننوځي، باید پر خپل اسلامي‌والي بیا فکر وکړي.
راغب اصفهاني وايي چې «الفرق» کلیمه د جلا کولو او فاصلې ورکولو په معنی ده. لکه په قران کې چې راغلي: « وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ » (بقره:۵۰)؛ دغه راز الفرق د بېلې شوې برخې یا ټوټې په معنی راغلې او الفرقه چې د خلکو د جلا شوې ډلې معنی لري، هم له همدې کلیمې اخیستل شوې. «فرقت بین الشیئین» یعنې د هغو دوو څیزونو ترمنځ مې فاصله وکړه. دا فاصله او جلاوالی که په سترګو د درک وړ وي او که په بصیرت؛ یوه خبره ده. په قران کې راغلي: «فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِینَ» (مائده:۲۵). د «الفرقان» کلیمه هم د فرق له ریښې ده چې له باطل څخه د حق د جلا کوونکي معنی لري. د قیامت د ورځې یو نوم هم یوم الفرقان دی چې هلته د مومنانو او کافرانو ترمنځ تفکیک کېږي.
د سیاست په ډګر کې باید د حق او باطل ترمنځ تفکیک وشي، ځکه خو اسلامي دولت د صفونو په تفکیک کې مهم رول لري. له هغو اساسي مواردو څخه چې د حق او باطل ترمنځ د فرق سبب کېږي، د اسلامي عقیدې پر بنسټ د دولت تاسیس دی. یعنی هر دولت چې غواړي اسلام پلی کړي، باید د اسلامي عقیدې پر بنسټ رامنځته شي. یعنی له مشروعیت څخه د دولت تر جوړښت پورې پالیسۍ او داخلي او بهرنی سیاست باید د اسلامي عقیدې پر بنسټ وي. هغه دولت چې خپل رسالت او اساسي کرښې اعلان نه کړي او په یوځلي توګه اسلام پلی نه کړي، د حق او باطل ترمنځ فرق کوونکی نه شي کېدی.
نور موارد چې د حق او باطل په تفکیک کې مهم رول لري، قتال او جهاد دي. هغه دولت چې مجاهد پوځ ونه روزي او خپل بهرنی سیاست د دعوت او جهاد له لارې د اسلام د لېږد پر بنسټ نه کړي، له نورو دولتونو نه تفکیک کېږي. جهاد د دې سبب کېږي چې مسلمانان خپل دښمن وپيژني او خپل دښمنان د اسلامي عقیدې پر بنسټ تعریف کړي؛ قتال د دې سبب کېږي چې مسلمانان د الله تعالی د دین غالبولو او اظهار لپاره په نړیواله کچه هڅې وکړي او په دې توګه له نورو څخه د مسلمانانو رسالت تفکیک کېږي. کله چې الله سبحانه و تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو ته یې نصرت ورکړ چې په مدینه کې اسلامي دولت تاسیس کړي، له بهرني دښمن سره قتال ته یې سوق کړل. لومړنۍ غزوه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کتلې له قصد او تیاري پرته وشوه. لکه څنګه چې الله تعالی په انفال سورت کې فرمايي چې د بدر غزا د مسلمانانو لپاره د الله تعالی پلان و چې حق او باطل سره تفکیک شي.

وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَن يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ (الانفال 7-8)
ژباړه: «او (درياد كړئ) چې كله الله له تاسې سره ژمنه كړې وه، چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا يې وسلوال پوځ] به يوه ستاسې پر برخه شي او تاسې غوښتل، (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې لاسبري شئ)؛ خو الله غواړي، حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرانو سټه وباسي (؛ نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پرخلاف د قريشو له لښكر سره ونښلولئ او هغه ستره بريا مو پر برخه شوه). چې (الله) حق تثبيت كړي او باطل له منځه ولاړ شي، که څه هم جرمان دا نه خوښوي.»

نو محرم میاشت د صفونو د تفکیک په برخه کې د اسلامي دولت ارزښت رایادوي. دا تفکیک هغه وخت کېږي چې د اسلامي دولت رسالت (د بشر د هدایت لپاره د اسلام پلي کول) واضح وي. اسلامي دولت د انبیاوو د رسالت دوام دی او د اسلام د وروستي پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسالت د بشر هدایت او پر ټولو دینونو او ایډیولوژیو د اسلام اظهار و. دغه تفکیک او رسالت په نړیوال سکیولر نظم کې ادغام، د ملګرو ملتونو مشروعیت، ریالیستي سیاستونو او ملي دولت له منلو سره نه کېږي. له دغه سیاست سره به موږ د نړۍ د ۲۰۰ ملي دولتونو پشان وو. نو یوازې د ثاني راشده خلافت له تاسیس سره اسلام صحنې ته راتلی او صفونه تصفیه کېدی شي.




   ارسال نظر