په تېرو دوو نیمو کلونو کې د ځینو لویو معادنو قراردادونه کورنیو او بهرنیو خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوي. شرعاً دا جواز نه لري چې لوی او سټراټیژيک معادن کورنیو یا بهرنیو خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي. له عمرو بن قیس څخه روایت دی چې هغه ويلي دي: «اسْتَقْطَعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَعْدِنَ المِلْحِ بِمَأْرِبَ فَأَقْطَعَنِيهُ فَقِيلَ يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّهُ بِمَنْزِلَةِ الْمَاءِ الْعَدِّ يعني أنه لا ينقطع فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَلاَ إِذَنْ»؛ ژباړه: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې وغوښتل چې په مأرب سيمه کې د مالګې معدن را ته راکړي، هغه صلی الله علیه وسلم راته هغه راکړ. یو چا وويل چې اې رسول الله! دا ځمکه لکه بې پایه اوبه داسې ده –یعنې دومره ده چې ختمېږي نه- بیا رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل: «چې داسې ده نو، نه (یعنې نه یې ورکوم)». دلته موخه مالګه نه، بلکې هغه پراخه منرالي سرچینه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ځمکه عمرو بن قیس ته وسپارله، ځکه چې یوازې دومره پوهېده چې مالګه ده؛ خو کله چې له دې خبر شو چې هغه یوه ستره سرچینه ده؛ بېرته یې ترې واخيسته. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه سنت عامه ملکیت ډیر ښه تعریف کړی؛ داسې چې پراخه او سترې منرالي سرچینې هم رانغاړي.