د افغانستان کانونه؛ نړیوالې سیالۍ، فرصتونه او ننګونې!
07/01/2024 | لیکنه: فریدالله احرار

Print


افغانستان شاوخوا (۱۴۰۰) ارزښتمن کانونه لري. په دغو کانونو کې د لیتیوم غوندې پریمانه داسې عناصر هم شته دي چې د معاصرې ټکنالوژۍ لپاره حیاتي او بنیادي ارزښت لري. د مختلفو سروې ګانو له ډېټا او اقتصادي څېړنې ښکاري چې د دغو کانونو قیمت له یوه ټریلیون ډالرو نېولې تر درې ټریلیون ډالرو پورې رسېږي. د دغو کانونو د سپړلو او راایستلو لپاره څو لسیزې هڅې روانې دي. مګر په هېواد کې د سیاسي بدلونونو، جګړو او بهرنیو هېوادونو د بریدونو او ښکېلاک له امله لا هم د افغانستان خلک نه دي توانېدلي چې دا کانونه داسې راوباسي چې د خلکو د هوساینې او اقتصادي استقلال لامل شي. برعکس د افغانستان کانونه، تر ځمکې لاندې زېرمې او پریمانه خوږې اوبه د نورو لاملونو ترڅنګ یو هغه لامل دی چې افغانستان یې د نړیوالو هژمونیکو ځواکونو او همدارنګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیالۍ ډګر ګرځولی دی.
کانونه، تر ځمکې لاندې د تېلو او ګازو زېرمې او د اوبو سرچینې د یوه هېواد او حتا د یوه امت لپاره د دوی د مادي لوړتیا او ځوړتیا لامل ګرځېدلی شي. الله سبحانه وتعالی اسلامي امت ته داسې ځمکه ورکړې ده چې په اصطلاح هره ډبره یې سره زر ده او تر هرې ډبرې لاندې یې نور سره زر دي. مګر د یوه پیاوړي اسلامي او اسلامي امت ته د مخلص نظام یا خلافت د نشتوالي له امله دا هر څه د اسلامي امت د دردونو او ناخوالو لامل شوي دي. د اسلامي امت بډایه جغرافیه داسې بې سرپرسته ده چې د نړۍ فرعوني قدرتونه ورباندې چور او تالان ګډ کړی دی او کابو تر سلو کلونو زیات وخت کېږي چې دا چور او تالان ورباندې جریان لري. افغانستان هم همداسې یوه خاوره ده؛ لوېشت لوېشت یې له کانونو او طبعي زېرمو ډکه ده. که دا په تخصصي توګه راوایستل شي، عایدات یې په سمه توګه مدیریت شي او د اسلامي شریعت له احکامو سره سم مصرف شي، نو رښتیا هم د افغانستان خلک به له یوه خیرات خواره او ګدایګر ولس څخه په یوه پیاوړي او پر ځان بسیا ولس تبدیل شي.  
د افغانستان د کانونو او طبعي زېرمو په رایستلو کې څو بنسټيزې ستونزې شته دي:
لومړی- قراردادونه: د افغانستان د کانونو او طبعي زېرمو ځینې قراردادونه د حربي کفارو اړونده شرکتونو ته ورکول کېږي. په دغو شرکتونو کې چینايي، انګریزي، روسي او امریکايي شرکتونه شامل دي او دا ټول حربي کفار دي. په داسې حال کې چې د اسلامي شریعت له مخې له حربي کفارو سره دا ډول قراردادونه ورکول ناروا دي، په ځانګړې توګه کله چې د دوی د پیاوړتیا او ځواکمنتیا لامل ګرځي. په قراردادونو کې بله مهمه خبره د قراردادونو تخنیکي برخه ده. په دې اړه کومه مشخصه شفافه تګلاره نشته؛ ځینې کانونه داوطلبۍ ته ورکول کېږي او ځینې هغه د نورو انکشافي پروژو په بدل کې ورکول کېږي. مګر په دې اړه هېڅ شفافیت نشته. په دې  اړه د کانونو په وزارت کې داسې راپورونه هم شته چې د ځینو کانونو قراردادونه د ځینو پروژو د مخته وړلو په بدل کې په داسې بڼه ورکول کېږي چې هېڅ قانوني اسناد پکې نه دي پروسس شوي. داسې راپورونه هم شته دي چې په دغو قراردادونو کې د حکومت ځینې مسوولین شریکان دي او قراردادونه هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې ځینې چارواکي او یا د چارواکو استازي او خپلوان په قراردادونو کې ورګډ کړي. د دې ترڅنګ د قراردادونو په اړه ځینې نورې پوښتنې هم لاځوابه دي او هغه دا چې ددغو کانونو قراردادونه څوک جوړوي؟ ځکه چې په کانونو کې تر ټولو مهمه موضوع د قرارداد جوړول دي. که قرارداد په ناسمه او غیر تخنیکي توګه جوړ شوی وي، نو قراردادي شرکت د کان او زېرمې هغه برخه راوباسي چې ګټه پکې خورا زیاته وي او په دې سره ټول کان بې ارزښته کېږي.  
دوهم- خصوصي سکټور: اوسمهال د دې ستونزې ترڅنګ چې ځینې لوی کانونه د حربي کفارو اړونده شرکتونو ته ورکول کېږي، بله مهمه ستونزه دا ده چې لوی او ستراتيژیک کانونه خصوصي سکټور ته ورکول کېږي. په داسې حال کې چې کانونه د مسلمانانو عامه ملکیت دی او لویه او اساسي ګټه یې باید د خصوصي سکټور پر ځای مسلمانانو ته ورسېږي. اوسمهال برعکس لویه او غوښنه برخه یې خصوصي سکټور ته رسېږي او ډېره کمه برخه یې د حکومت بودیجې ته انتقالېږي او په عایداتو کې حسابېږي. په داسې حال کې چې دا کانونه باید حکومت د خلکو په استاولۍ راوباسي او د اسلام د حاکمیت او د عامه خلکو د ښېګڼو او تسهیلاتو لپاره په ځانګړي حساب کې کېښودل شي.   
درېم- د کانونو پر سر نړیوال رقابت: د افغانستان ځینې کانونه ستراتيژیک اهمیت لري. د سرو زرو، یورانیمو او لیتیومو کانونه هغه کانونه دي د نړیوالو سترګې یې را اړولې دي. امریکا ممکن په دې اړه حساسیت ونه ښيي چې اوسنی حکومت له چین سره د څو میلیونو ډالرو په ارزښت د تيلو کومه زېرمه قرارداد کړي. مګر که چینايي یا روسي کمپنۍ د لوګر- د مسو کان، د حاجيګګ د اوسپنې کان او یا د لیتیومو کوم کان ته بډې رانغاړي، نو دا به خامخا د امریکا غوسه راپاروي او حتما به هلته او دلته انفجارونه کېږي. ځکه د یوه زبرځواک او هژمونیک قدرت لخوا د دغه ډول کانونو راایستل د هغه قدرت له هژمونیکې پیاوړتیا سره مرسته کوي او دا موضوع د هغه د بل هژمونیک سیال لپاره د منلو نه ده. نو که په دې برخه کې غفلت کېږي او یو هژمونیک قدرت زیات دخیل کېږي، نو شونې ده چې د نورو هغو قهر او غوسه راوپارېږي. له همدې امله د افغانستان پر کانونو چین، روسیې، امریکا او اروپا خپلې شومې سترګې خښې کړي دي. د یوه قدرت زیات دخیل کول د نورو هغو د غوسې او په افغانستان کې د مداخلاتو لامل ګرځېدلی شي. تر ټولو بده لا بیا دا ده چې د افغانستان کانونه د همدغو قدرتونو ترمنځ تقسیم شي او تر بانفوذه چارواکو پرته افغانانو ته هېڅ ونه رسېږي.
په ټوله کې ویلی شو چې د افغانستان کانونه، طبعي زېرمې او اوبه د الله سبحانه وتعالی لویه لورینه ده. که په اخلاص، تقوا او د اسلامي شریعت له احکامو سره سم استخراج شي؛ نو د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او امنیت لامل ګرځېدلی شي. مګر که په دې برخه کې فساد کېږي او یا هم له سیاسي ځيرکتیا کار وانه خیستل شي، د زبرځواکو هېوادونو د مداخلو، ناامنیو او بدبختیو لامل هم ګرځېدلی شي. پر همدې بنسټ د اسلامي امت کانونه او طبعي زېرمې؛ د دې پر ځای چې د کاغذي پیسو په بدل کې وپلورل شي، باید د یوه صنعتي دولت د بنسټ اېښودلو لپاره ولګول شي. د کانونو او طبعي زېرمو په اړه د قران لارښوونه دا ده چې دا خورا ستراتيژیک توکي دي او باید د اسلام د پیاوړتیا، ځواکمنتیا او هژمونتیا او همدارنګه د انساني ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ [حدید: ۲۵]
ژباړه: «... او اوسپنه مو نازله (په ځمکه کې ځای پر ځای) کړې، چې په هغې کې ډېر زور او د خلکو لپاره (ډېرې) ګټې دي، چې الله ته معلومه شي، څوك په پټه د ده (د دين) او رسولانو نصرت كوي؛ هو! الله قوي او عزیز ذات دی.»




   ارسال نظر