د افغانستان د اوسني حکومت په اړه د روسیې د سیاسي او پوځي چارواکو متضاد نظرونه
06/11/2024 | لیکنه: فریدالله احرار

Print


په ډېری هېوادونو کې د افغانستان د اوسني حکومت په اړه سیاستوال او پوځیان متضاد نظرونه لري. روسیه هم یو داسې هېواد دی چې سیاستوال یې د افغانستان د اوسني حکومت په اړه تر ډېره بریده مثبت او رغنده نظر لري. روسي سیاستوال د دې لپاره چې اوسنی حکومت په نړیوالو سیاسي او سیمه‌ییزو جیوپولټيکو لوبو کې وکاروي، غواړي ځانته يې رانږدې کړي.  مګر پوځي چارواکي یې بیا اوسنی حکومت د سیمې او روسیې لپاره هم بالفعل او هم بالقوه امنیتي او ستراتيژیک ګواښ بولي.
د روسیې سیاسي او ډيپلوماټيکې ادارې د اوسني حکومت سیاستونه تر ډېره بریده ستايي، په نړیوالو ډيپلوماټيکو او حتا اقتصادي سټيجونو یې ملاتړ کوي او غواړي چې له امارت سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري. د بېلګې په توګه؛ تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت د روسیې له ولسمشر پوتین څخه غوښتنه وکړه چې د اوسني حکومت د مشرانو نومونونه د تروریستانو له نوملړه لرې کړي. له همدې امله د اوسني حکومت چارواکو د سنپیټرزبرګ په اقتصادي فورم کې ګډون وکړی شو.  
مګر په ورته وخت کې د روسیې نظامي او استخباراتي چارواکي په پرلپسې توګه افغانستان د دوی په اصطلاح د ترورېزم او افراطیت مرکز ګڼي او د افغانستان اوسنی وضعیت د سیمې او روسیې لپاره خورا خطرناک ښيي. د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د روان کال د جوزا په ۱۲مه د ټولیز امنیت سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې افغانستان د مرکزي اسیا د هېوادونو لپاره د ناامنۍ اصلي سرچینه ده. نوموړي په قزاقستان کې دغې غونډې ته داسې وویل: «د افغانستان وضعیت د مرکزي اسیا لپاره د ناامنۍ او بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده، هلته ډېری راډیکالو ډلو د فعالیت لپاره ځای پیدا کړی او هڅه کوي چې په ګاونډیو هېوادونو کې خپل افکار ترویج کړي.»  
په دې مقاله کې کوښښ کوو چې د روسیې د سیاسي او پوځي چارواکو د دغو ضد او نقیضو څرګندونو پر موخو بحث وکړو؛ روسان ولې د افغانستان له اوسني حکومته ملاتړ کوي او ولې په ورته وخت کې افغانستان د تروریزم او د امنیتي ناثباتۍ مرکز بولي.
روسیه د افغانستان اوسنی  وضعیت او اوسنی حکومت د خپلو ملي ګټو د تامین لپاره خورا مهم فرصت بولي. هغه لاملونه چې روسیه غواړي له اوسني حکومت سره پراخ تعامل ولري په لاندې ډول دي:
لومړی: روسان غواړي افغانستان ورو ورو د خپل نفوذ سیمه وګرځوي او دلته له امریکا سره رقابت او سیالي وکړي. دا هغه مهال ممکنه ده چې اوسني حکومت ته په ځینو امتیازاتو قايل شي او بلاخره د اوسني حکومت چارواکي د دغو امتیازاتو په بدل کې په خپل ځان رامات کړي. اوسمهال چې افغانستان له اقتصادي اړخه له سختو ستونزو سره مخامخ دی او له سیاسي اړخه هم یوازې چین او روسیه دي چې له اوسني حکومت څخه ظاهرا ملاتړ کوي، نو خپله دا وضعیت د دې لامل ګرځي چې د اوسني حکومت چارواکي د روسیې احسانمند شي او د امریکا پر ځای له روسیې سره ډيپلواتیک او اقتصادي کانالونه پرانیزي.
دوهم: روسیې د افغانستان کاني سرچینو ته سترګې پټې کړې دي او په کلیواله اصطلاح دوی د افغانستان کانونو او قیمتي ډبرو ته پیاز په ګنډه کې وهلی دی. روسیه غواړي په افغانستان کې د کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي او د افغانستان کانونه چې روسیې ته خورا نېږدې دي استخراج کړي. همداراز روسیه د اوکراین له جګړې وروسته له اقتصادي ننګونو سره مخامخ ده او له اروپا او غرب سره یې سوداګریزې اړیکې پرې شوې دي. نو له دې اړخه روسان افغانستان د روسیې او مرکزي اسیا د هېوادونو لپاره یو ښه مارکېټ بولي. د دې ترڅنګ افغانستان جنوبي اسیا ته د انرژۍ او نورو سوداګریزو توکو لپاره د یوه دهلېز په توګه استفاده کولی شي. نو ځکه دوی د افغانستان اوسنی وضعیت د خپل ملي اقتصاد د پياوړتیا لپاره یو فرصت ګڼي.
درېیم: اوسني حکومت واک ته تر رسېدلو وروسته د داعش د ځپلو لپاره خورا جدي مبارزه پیل کړه او تقریبا په افغانستان کې یې د دې ډلې وسله وال فعالیت بیخي کم کړ. همداراز اوسني حکومت د تاجکستان، ازبکستان، چیچن او د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو مجاهدین چې د امریکايي اشغال پر وړاندې یې کابو شل کاله په افغانستان کې جهاد کاوه، کنټرول او مدیریت کړل او د دغو مجاهدینو ورځنی ژوند یې په خپل کنټرول کې نیولي دي. دا د روسیې او مرکزي اسیا لپاره مهمه خبره ده.
د روسیې د پوځي چارواکو د څرګندونو یوه مهمه انګېزه دا کېدی شي چې اوسنی حکومت لا نور وهڅوي چې د هغو ټولو اسلامي ډلو پر وړاندې د حذف او فشار سیاست پياوړی کړي چې روسان او مرکزي اسیا یې د خپل ځان لپاره خطر بولي. همدارنګه د پوځي چارواکو نیوکې او د سیاسي چارواکو د تشویق د سیاست یوه موخه دا هم کېدلی شي چې اوسنی حکومت معامله کولو ته وهڅوي.
موږ باید له هر ډول هېواد سره د دوه اړخیزو اړیکو په جوړولو کې دا خبره په پام کې ولرو چې د هغه دولت سیاست د اسلام او نورو مسلمانانو په اړه څه دی. روسیه له ډېر پخوا د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ او جګړې سیاست لري. روسیه همدا اوس په سوریه، لیبیا او نورو اسلامي خاورو کې زموږ مسلمان وروڼه او خویندې وژني. نو د یوه اسلام او مسلمان دښمنه هېواد سره بايد د خپلو مصلحتونو او مادي ګټو لپاره نږدې نه شو. همداراز له روسیې سره د اوسني حکومت نږدې کېدل نور نړیوال هژمونیک قدرتونه راپاروي او دا د دې لامل ګرځي چې افغانستان یو ځل بیا د خپلو سیاسي او ستراتيژیکو لوبو په ډګر بدل کړي.
په ټوله کې ویلی شو چې اوسنی حکومت چې هر څومره له خپل اصالت؛ اسلامي ورورولۍ او له اسلامي سیاست څخه لرې کېږي، همدومره روسیې او حتا غرب ته نږدې کېږي. هر څومره چې اوسنی حکومت د دولت – ملت پر سیاست او اصولو قدم اخلي همدومره روسیې او غرب ته په زړه پورې کېږي. ددې ترڅنګ کابو درې کاله کېږي چې اوسنی حکومت د اسلام د بهرني سیاست یعنې دعوت او جهاد په پلي کولو کې پاتې راغلی دی او د دعوت او جهاد د سیاست پر ځای يې اقتصاد محوره سیاست غوره کړی دی.  نو د اوسني حکومت دا سیاست د دې لامل شوی چې روسیه له اوسني حکومت سره د ښو اړیکو د جوړولو لپاره اقدام وکړي. له بده مرغه اوسني حکومت د دغه ډول سیاستونو په پلي کولو سره د اخروي ګټې پر ځای د دې فاني دنیا ګټو ته ترجېح ورکړې ده. فکر کوي  چې د اسلام په بشپړ تطبیق سره به یې له نړۍ سره اړیکې خرابې شي او له ننګونو سره به مخامخ شي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ [اعلی: ۱۶-۱۷]
ژباړه: مګر تاسو د دنیا ژوند ته ترجېح ورکوئ، په داسې حال کې  چې اخرت غوره او تلپاتې دی.




   ارسال نظر