د اونۍ خبره: د امریکا او پاکستان نږدېوالی؛ د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ سیاست؟
د روان میلادي کال د مارچ په ۲۹مه
په پاکستان کې د لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف تر ګومارنې وروسته د امریکا
ولسمشر، جو بایډن هغه ته یو لیک واستاوه. دا لیک، چې د پاکستان او امریکا د دوامداره
مشارکت او توافق موضوع پکې نغښتې ده، په داسې حال کې استول کیږي چې پاکستان له لویو
ناورینونو سره مخ دی. بایډن په دغه لیک کې د پاکستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي
ناورینونه او اقلیمي بدلونونه د دواړو دولتونو د نږدې کېدو لپاره فرصت ګڼلی چې له
هغه څخه د امریکا د نړیوالو او سیمهییزو ګټو او موخو لپاره کار واخلي.
د دې تر څنګ په دې وروستیو کې د
عمرانخان د تحریک انصاف ګوند یوه غړي په افغانستان او سیمه کې د امنیتي موخو
لپاره د پاکستاني دولت لخوا امریکا ته د بلوچستان د هوايي اډو د ورکولو خبر ورکړی
او دا کار یې د پاکستان دولت لخوا خیانت ګڼلی دی. څو میاشتې وړاندې هم د پاکستان د
پوځ مشر عاصم منیر په یوه رسمي سفر کې د امریکا له ځینو لوړپوړو ملکي او نظامي
چارواکو سره ولیدل او په یاد سفر کې د پاکستان د پوځ لپاره نوی رول او ماموریت ورکړل
شو.
لکه
څنګه چې ښکاري، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر ذلیلانه وتلو
وروسته د پاکستان دولت په یوه سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړکېچ کې ګیر شو. دا چې د
پاکستان خاین حکام تل خپله ظالمانه بقا د امریکا د سیاستونو په مزدورۍ کې لیدلې،
هڅه یې کړې چې تر پخوا ډېر په سیمه کې د امریکايي ګټو د خوندي کوونکو په توګه را
څرګند شي. دا په دې معنا ده چې افغانستان د یوه امریکایي دولت په څنګ کې پروت دی؛
داسې دولت چې سیاستونه یې د امریکا د رضایت لپاره دي او د امریکا له چینله له افغانستان
سره سیاست کوي.
نن د امریکا تر ټولو لویې ګټې په
دې کې دي چې افغانستان او شاوخوا سیمې پر یوه داسې مقتدر دولت بدلې نه شي چې په
سیمه کې د اسلام د راژوندي کولو هڅه وکړي. په افغانستان او پاکستان کې د امریکا
امنیتي ګټې د سیمې د مجاهدینو د صفونو په متفرقکولو او ګواښولو کې دي چې له دې
لارې خپلې د ترهګرۍ ضد مبارزې اجنډا ته دوام ورکړي او د پاکستان دولت په دې برخه
کې د خپل سرتېري په توګه وکاروي.
د افغانستان د اشغال په تېرو شلو
کلونو کې، د پاکستان دولت له ناټو په ځانګړي توګه له امریکا سره د همکار او تسهیل
کوونکي دولت په توګه کار کاوه. اوس چې په افغانستان کې فزیکي اشغال پای ته رسېدلی،
امریکا د پاکستان مزدور دولت د هغه څه په برخه کې چې دوی یې ترهګري بولي، له همکار
او تسهیل کوونکي دولت څخه پر فعال او مخکښ دولت بدل کړی.
په افغانستان کې د ایمنالظواهري
د شهادت لپاره د امریکا لخوا د پاکستان د فضا کارول او د امریکا په څېر د حربي
کافرانو په خدمت کې د هوايي اډو د ورکولو احتمال د دې موضوع ښکارندویي کوي چې
پاکستان اوس هم د امریکا په کنټرول کې دی او هڅه کوي چې د امریکا له ادرسه د
افغانستان له حاکم نظام سره اړیکې ولري.
امریکا ښه پوهیږي چې د سویلي
اسیا، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان خلک لوړ ایماني او مادي ظرفیت لري. د
هغوی د نه کنټرول په صورت کې په دې سیمه کې د امریکايي نظام د راپرځولو او د دغو
دوو اسلامي خاورو د یووالي امکان شته. نو د امریکا په اند اړینه ده چې په لوړه کچه
د دغو دوو سیمو د خلکو له لا ډېر نږدېوالي څخه د تل لپاره په بېلابېلو تګلارو
مخنیوی وشي او تر منځ یې د تفرقې او بېاعتمادۍ تخم وشیندل شي. په دې وروستیو کې د
پاکستاني حکامو لخوا د کرکې خپرولو ریښه هم په همدغه سیاست کې ده.
نو اړینه ده؛ څرنګه چې په
افغانستان کې د فزیکي اشغال د له منځه وړلو لپاره هڅه شوې وه، له پاکستاني مزدور
او خاین دولت سره هم په قاطعیت چلند وشي. داسې چلند چې په هغه کې د دواړو لورو له مجاهدینو
څخه ملاتړ او د ډیورند استعماري کرښې د له منځه وړلو لپاره د اسلام پر اساس هڅه
وشي. اړینه ده چې د ډیورند کرښې د دواړو لورو خلک او حاکمان له دې امریکايي اجنډا
څخه ځان خبر کړي او د دغه سیاست په لومه کې ونه لوېږي. د دواړو خاورو مخلص عناصر دې
هڅه وکړي چې د امریکا د دغو لوبو د خنثی کولو هڅه وکړي او د دواړو خاورو د یووالي،
د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس او د اسلام د هراړخیز او ټولیز پلي کولو لپاره
زمینه برابره کړي.