د جبريه دور غروب او د راشده خلافت طلوع
02/10/2024 | يما «افغان»

Print


خلافت د رسول الله صلی الله عليه وسلم سياسي ميراث او د اسلام يوازينی حکومتي نظام دی، چې په کور دننه اسلام په بشپړ ډول پلی کوي او نورې نړۍ ته يې د دعوت او جهاد له لارې لېږدوي. خلافت د مسلمانانو دنيوي او اخروي چارې سمبالوي، اسلام پرې تطبيقوي، امنيت يې تأمينوي، سوکاله ژوند ورته ډاډمنوي، د اسلامي عقيدې، مقدساتو، اسلامي خاورو او مسلمانانو د وينې او ابرو ساتنه کوي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته راشده خلفاوو د هغه سياسي ميراث تملک کړ. تر هغو وروسته اموي، عباسي او بيا عثماني خلفاوو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميراث باغچې ته اوبه ورکړې او پر امت يې د هغې مېوه خوړله. خو په وروستيو کې د امت د انحطاط له امله د دغې باغچې ونې مړاوې شوې. خلافت ورځ تر بلې کمزوری کېده چې بالاخره د (۱۳۴۲هـ) کال د رجب په (۲۸مه) د ناوړه انسان مصطفی کمال لخوا ړنګ اعلان شو او مسلمانان د نبوت له سياسي ميراث څخه محروم شول.
(۱۰۳) کاله کېږي چې مسلمانان د خلافت په نشت کې په خورا ذلت، فقر، نا امنۍ، له اسلام څخه په لرېوالي او سرګردانۍ کې ژوند کوي. د چارو واګي يې د کفارو او هغوی د مزدورانو په لاس کې دي. خاورې يې د نړيوالو زبرځواکونو د سيالۍ ډګرونه ګرځېدلي. اسلام يې په ژوند کې نه تطبيقېږي. پر مقدساتو، وينه او عزت يې تېری کېږي. شتمنۍ يې لوټل کېږي او ... .
خو اسلامي امت به تل د ذلت او سپکاوي په دغه حالت کې نه وي. اوس يو وار بيا د راشده خلافت لمر په راپورته کېدو دی، چې په نږدې وخت کې به ان‌شاء الله ځمکه رڼا کړي. دا چې اسلامي امت د راشده خلافت په درشل کې دی او د الله سبحانه و تعالی له ارادې سره سم به دغه دولت ډېر ژر بېرته راوګرځي، په دې ليکنه کې يې پر ځينو دلايلو بحث کوو:
خلافت له مؤمنانو سره د الله سبحانه و تعالی وعده ده
الله سبحانه و تعالی په قرآن کريم کې ګڼ ځايونه له مومنانو سره د نصرت، استخلاف او تمکين وعده کړې ده. لکه چې فرمايلي يې دي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا﴾ [ نور: ٥٥]
ژباړه: «الله له ستاسو له ډلې له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه کوي وعده کړې چې خامخا به دوی ته په ځمکه کې خلافت ورکوي، لکه څه ډول چې يې له دوی څخه مخکې کسانو ته خلافت ورکړی و او هغه دين به چې د دوی لپاره يې غوره کړی ثابت او محکم کړي او وېره به يې په ډاډ او اطمينان بدله کړي.»

دغه راز يې فرمايلي دي:

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿الصف: ٩﴾
ژباړه: الله هغه ذات دی چې خپل پيغمبر يې له هدايت او حق دين سره لېږلی دی، تر څو هغه (اسلام) پر ټولو دينونو برلاسی کړي، که څه هم دا د مشرکانو نه  خوښېږي.

په دغه ايت کې الله سبحانه و تعالی بيانوي چې خپل دين (اسلام) به پر ټولو دينونو (افکارو، اېډيولوژيو او نظامونو) برلاسی کوي. د اسلام په تاريخ کې څرګنده ده؛ کله چې په ځمکه کې اسلامي خلافت و، اسلام پر ټولو اديانو، نظامونو او افکارو غالب و. خو اوس چې خلافت نشته، په ځمکه کې د غرب دين برلاسی دی. که څه هم غربيان په نامه نصرانيان دي، خو په حقيقت کې يې د پانګوالۍ بدبويه اېډيولوژۍ او د ډيموکراسۍ ناوړه نظام ته غاړه ايښې ده چې ځمکه يې له فساده ډکه کړې او بشريت يې د حيوانيت پر لاره روان کړی. يو وار بيا به الله سبحانه و تعالی له خپلې وعدې سره سم د راشده خلافت په اقامې سره اسلام ته پر پانګوالۍ برلاسي ورکوي، انسانانو ته به په نړۍ کې له روان فساد څخه نجات ورکوي او ځمکه به د اسلام په نور روښانه کوي.
دغه راز په ګڼو نورو ايتونو کې الله سبحانه و تعالی له مومنانو سره د نصرت وعده کړې او ان د مومنانو نصرت يې پر ځان واجب کړی دی. نو په دنيا کې د خلافت دولت تر اقامې بل لوی نصرت څه دی چې الله سبحانه و تعالی يې مسلمانانو ته ورکوي؟ له شک پرته چې په دنيا کې د خلافت اقامه له مسلمانانو سره د الله تر ټولو لوی نصرت دی.
د خلافت بيا راتګ د رسول الله صلی الله عليه وسلم زېری دی
رسول الله صلی الله عليه وسلم د امت راتلونکو نسلونو ته ګڼ شمېر زېرې ورکړي چې ځينو يې په تېر وخت کې تحقق موندلی؛ لکه د شام، فارس، يمن او قسطنطنيې فتح او نور. خو ځينې يې لا تر اوسه نه دي متحقق شوي. موږ هيله لرو چې ډېری به يې زموږ په زمانه کې ريښتيني شي او که زموږ په زمانه کې نه وي، نو موږ ايمان لرو چې الله سبحانه و تعالی به يې زموږ په راتلونکو نسلونو کې پوره کړي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه زېري چې لا تر اوسه نه دي متحقق شوي، يو شمېر يې د هغه څه په اړه دي چې شتون يې د خلافت په شتون پورې تړلی او يو زېری یې مشخصاً د راشده خلافت د بیا راتګ په اړه دی.
له تميم الداري رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه وايي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې ويې فرمايل:

«ليَبْلغنَّ هذا الأمرُ ما بلغ الليلُ والنهارُ، ولا يترك اللهُ بيت مَدَر ولا وَبَر إلا أدخله الله هذا الدين» (مسند أحمد)
ژباړه: دا چاره (اسلام) به هرو مرو هغه ځای ته ورسېږي چې شپه او ورځ وررسېږي (په ټوله ځمکه کې به خپور شي) او الله به دا دين (اسلام) د ځمکې پر سر هر خټين کور او خيمې ته ورسوي.

له ثوبان رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«إنَّ اللَّهَ زَوَى لي الأرْضَ، فَرَأَيْتُ مَشارِقَها ومَغارِبَها، وإنَّ أُمَّتي سَيَبْلُغُ مُلْكُها ما زُوِيَ لي مِنْها» (صحيح ابن حبان)
ژباړه: الله ما ته ځمکه راونغښتله (راټوله کړه) نو ما يې مشارق او مغارب ولیدل (د ځمکې ټولې څنډې مې وليدلې) او زما د امت ملک (حاکميت) به تر هغه ځايه ورسېږي چې ما ته رانغښتل شوي (زما امت به پر ټوله ځمکه حاکميت ترلاسه کړي).

په لومړي حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم بيانوي چې د ځمکې ګوټ ګوټ او کور کور ته به اسلام ورسېږي او په دویم حديث کې يې فرمايلي چې اسلامي امت به پر ټوله ځمکه حاکميت ترلاسه کړي. دغه دواړې چارې د خلافت د شتون پورې تړلې دي، ځکه د خلافت له شتون پرته د دغو دوو چارو تحقق ناشونی دی. نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه دوه زېري د خلافت د بېرته راتګ زېری هم رانغاړي.
دغه راز هغه حديثونه چې د غزوة الهند، غربي روم (اروپا) د فتحې او له يهودانو سره د مسلمانانو د پرېکنده جګړې او بريا زېري پکې ورکړل شوي، د هغو پوره کېدل هم د واقعيت له اړخه د خلافت تر اقامې مخکې ناممکن دي او ان‌شاء الله چې د خلافت تر اقامې وروسته به دغه زېري هم پوره شي. مسلمانان به هند فتح کوي، اروپا به فتح کوي او له يهودانو سره به جګړه کوي او هغوی به له منځه وړي.
دغه راز مشخصاً د نبوت پر منهج د خلافت د بېرته راګرځېدو په اړه له نعمان بن بشير رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ.» (مسند أحمد)
ژباړه: ستاسو په منځ کې به نبوت (د نبوي دولت حاکميت) وي، تر هغه پورې چې د الله اراده وي، بيا چې کله د الله خوښه شي، هغه به پورته کړي. بيا به د نبوت په منهج خلافت وي او تر هغه به وي چې د الله اراده وي او چې کله د الله خوښه شي، هغه به پورته کړي. بيا به ملک عاض (ميراثي واکمني) وي او دا به تر هغه پورې وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، هغه به هم پورته کړي. بيا به ملک جبريه (د ديکتاتور نظامونو حاکميت) وي او دا به تر هغه وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، دا به هم پورته کړي. بيا به بېرته د نبوت په منهج خلافت حاکم شي.

د خلافت لپاره د حزب التحرير د مبارزې په پايله کې د امت چمتووالی
د خلافت تر سقوط دېرش کاله وروسته حزب التحرير د خلافت د بيا اقامې لپاره فعاليت پيل کړ او د خلافت ورک شوی مفهوم يې په امت کې بېرته راژوندی کړ. حزب التحرير د ځمکې پر مخ يوازينی اسلامي حزب دی چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د اقامې لپاره په پوره شدت د امت په منځ کې فکري او سياسي مبارزه کوي او امت ته يې دا تفهيم کړې ده چې د دنيوي او اخروي فلاح يوازينۍ کيلي يې د نبوت په منهج راشده خلافت دی. د حزب التحرير د مبارزې له برکته په امت کې سياسي نهضت او بيداري رامنځته شوې ده. خپل واقعي دښمن يې پېژندلی دی. په اسلامي خاورو کې د شته حکامو واقعيت يې درک کړی چې ټول د غرب مزدوران او د امت خاينان دي. د ملي کفري پولو واقعيت يې هم درک کړی چې واحد امت يې پر لسګونو ټوټو وېشلی او د دولت – ملت په زندانونو کې يې بنديان کړي دي. په وروستيو کې مسلمانانو د خپل اوسني وضعيت د بدلون لپاره ستر او پراخ پاڅونونه وکړل. عربي پسرلی يې غوره بېلګه ده چې ټولو عرب ولسونو پکې يو شعار بدرګه کاوه: «الشعب يريد تغيير النظام» يعنې ولس د نظام بدلون غواړي. خو له بده مرغه دغه پاڅونونه د خاينو او لاسپوڅو حکامو لخوا د غرب په دستور او ملاتړ وځپل شول او میليونونه مسلمانان پکې شهيدان، ټپيان، ورک  اوبنديان شول. پر غزې د يهودي اشغالګرو روان وحشيانه بريدونه بله بېلګه ده چې د ټول امت احساس يې سره يو کړ او په يوه خوله يې د پولو د نړولو غږ پورته کړ.
د خلافت تر سقوط وروسته په اسلامي خاورو کې هر ډول نظامونه؛ سيمه‌ييز امارتونه، کمونيستي نظامونه، ډيموکراټيک دولتونه، شاهي نظامونه او ديکتاتورې واکمنۍ تجربه شوې، خو نه يوازې دا چې د امت په حيث يې د مسلمانانو ستونزې حل نه کړې، بلکې هر يو يې تر بل ډېر مسلمانان خوار او ذليل کړل. نو يوازينی نظام چې امت ورته د نجات لپاره سترګې پر لار دی، دويم راشده خلافت دی.
له بله اړخه په وروستيو کې په اسلامي خاورو کې يو لړ ستر بدلونونه رامنځته شول چې د مسلمانانو د هيلو سترګې وراوړي. بېلګه يې د افغان مجاهدينو په لاس د امريکا او ناټو له اشغال څخه د افغانستان ازادول او د اسلامي امارت واک ته رسېدل دي چې امت سترې هيلې ورته لري.
همدا راز د تېر حديث پر اساس چې د اسلامي امت ټول تاريخ پکې پر پنځو دورونو ويشل شوی، «د نبوت دور، د نبوت په منهج د خلافت دور، د ملک عاض دور (اموي، عباسي او عثماني خلافتونه)، د جبريه نظامونو دور (اوسنی حالت) او بيا د نبوت په منهج د خلافت دور» د امت اوسنی واقعيت دا دی چې موږ د جبريه نظامونو د زوال په حالت کې ژوند کوو چې تر دې وروسته به قطعاً د نبوت په منهج خلافت بېرته راګرځي. نو د جبريه نظامونو غروب پيل شوی او د نبوت په منهج د راشده خلافت لمر په راختو دی. ان‌شاء الله.




   ارسال نظر