د اونۍ خبره: د امریکا دولت د افغانستان له ښکېلاک څخه لاس نه اخلي
02/14/2024 | لیکوال: خالد مشعل

Print


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اړوند تګلاره (Integrated Country Strategy - Afghanistan) تیره اونۍ (۱۲/۱۱/۱۴۰۲) خپره کړه. دا تګلاره/ستراتيژي په داسې حال کې خپریږي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګسټ له ۳۱مې چې کله وروستی امریکایي عسکر له افغانستانه ووت، یاد دولت د افغانستان اړوند کومه مدونه او ځانګړې پالیسي نه وه خپره کړې.
د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو د مدونې او روښانه تګلارې نه شتون د دې سبب شوی و چې په کور دننه او بهر پر یاد دولت او چارواکو يې ګڼې نیوکې وشي. سره له دې چې د متحده ایالاتو مشرانو او اړوند مسولینو، د افغانستان په اړه خپل دریځ په شفاهي توګه وخت‌ ناوخت بیانوه.
د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو  ۲۲ مخیزه ستراتیژي پر لاندې څلورو محورونو راڅرخي:
1- افغانستان له ځان (خپل‌منځ) او ګاونډیو سره په سوله کې وي او له دې هیواده د امریکا متحده ایالاتو، متحدینو او شریکانو ته کوم ګواښ متوجې نه وي.
2- د امریکا متحده ایالات مرسته کوي چې افغانستان په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا شي او وکولی شي چې یوه ورځ خپلې اړتیاوې پوره کړي. په نړیوال اقتصاد کې ورګډ شي او خصوصي سکتور محوره وده حمایت کړی شي.
3– افغانان په کور دننه او بهر په خبرو اترو بوخت شي، تمرکز یې په ملي پخلاینه او د افغان ټولنې د تنوع پهتایید او ښې راتلونکې را ټول وي.
4– د امریکا دولت د افغانستان لپاره د خپل ډيپلوماتیک ماموریت پرسونل، اړیکو او اړوند دفترونو ته وده ورکوي، تر څو وکولی شي چې هغو امریکایي اتباعو ته چې په افغانستان کې دي لازمې اسانتياوې برابرې کړي او همداشان هغه افغانان چې له افغانستانه امریکا ته د تګ هوډ لري، له هغوی سره مرسته وکړی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅه کړې چې د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي داسې ولیکي چې له هغې څخه څو تعبیره کېدی شي. امریکایي سیاستوال او پالیسي جوړونکي قصداً خپلې بهرنۍ پالیسۍ او اسناد داسې لیکي چې بهرني مخاطبین یې اصلي هدف او انګیزه په اسانۍ سره درک نه شي کړلی. ځکه دوی نه غواړي چې عام ولس او د دوی بهرني رقیبان د دوی پر اصلي نیت او انګیزه پوه شي.
خو د امریکا سیاسي تاریخ، سیاسي مفکورو، بهرني سیاست او د یوې پیړۍ وروستیو نړيوالو اړیکو ته په کتو، په یاده ستراتیژۍ کې لاندې مسایل د پام وړ دي چې عام افغانان، سیاستوال او حاکمان باید پرې پوه او پر وړاندې يې د اسلامي عقېدې په رڼا کې لازم تدابیر او شنډونکی دریځ غوره کړي.
د امریکا متحده ایالاتو او ټولو غربي دولتونو بهرنی سیاست پر ښکېلاک ولاړ دی. له نورو ملتونو سره، په ځانګړي ډول له اسلامي امت سره ، د دوی اړیکې او تعامل پر ښکېلاک ولاړ دی. که څه هم اسالیب او ژبه یې د وخت اړتیا ته په کتو متفاوته وي.
له دې ستراتيژۍ څخه واضح ښکاري چې د امریکا متحده ایالات غواړي د افغانستان ښکېلات ته ادامه ور کړي. البته په نوې بڼې او اسالیبو سره. امریکا نه پریږدي چې افغانستان یې له منګولو ووځي او دلته دې د امریکا په مشری جوړ شوي نړیوال نظم او ارزښتونو خلاف اسلام واکمن او تطبیق شي.
د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو پيل او دا چې بهر میشتي افغانان وکولی شي چې په اسانۍ سره هیواد ته تګ راتګ وکړي، د پام وړ خبره ده. امریکا غواړي په دې پلمه هغه افغانان چې متحده ایالاتو ته کار کوي، افغانستان ته یې تګ را تګ ډیر شي او ځمکني معلومات او واقعتونه له امریکا سره شریک کړي.
امریکا په دې خاطر دا کار کوي چې په دې هیواد کې يې خپل فزیکي حضور پای ته رسولی او اکثریت افغان جاسوسان یې هم وتلي دي. نو دا یې نوې لاره ده چې بیرته خپل جاسوسان راستانه کړي او شته استخباراتي تشه پرې ډکه کړي.
د امریکا متحده ایالاتو فزیکي اشغال په افغانستان کې ختم شوی دی. خو د دې تګلارې ژبه واضح دا څرګندوي چې متحده ایالات خپل اقتصادي، فکري-فرهنګي او استخباراتي ښکېلاک چې لا دمخه یې مقدمه جوړه کړې ده، لا ډير پياوړی او ادامه ورکړي.
د پورته هدف د تحقق لپاره، د امریکا متحده ایالات او سیمه‌ییز متحدین یې له هرې شونې لارې او وسايلو څخه کار اخلي.
افغان دولت او افغان سیاستوالو ته پکار ده چې د امریکا متحده ایالاتو ښکېلاکي ستراتيژي په پوره معنی درک کړي. د شنډولو لپاره یې لازم تدبیرونه غوره کړي او پرېنږدي چې افغانستان د امریکا په استعماري دام کې را ګیر شي.
په مقابل کې، افغان ولس او حاکمان یې باید د اسلامي عقیدې نه راوتلی شریعت په کور دننه په بشپړ ډول تطبیق کړي. په راتلونکې کې په سیمه کې د پياوړي راشده خلافت د تاسیس لپاره افغان مجاهدین او د دوی بهرني انصار متحد او مجهز کړي. دې هدف د رسیدو لپاره اړينه ده چې پوره فکري او عملي تياری و نیسي. ځکه چې د قدرتمن اسلامي خلافت په نه شتون کې به دا ډيره سخته یا ان ناممکن وي چې د امریکایي ښکېلاک مخه دې په اوږدمهالي توګه و نیول شي. ځکه چې ملي دولتونه دا توان او وړتیا نه لري چې په یوازې سر دې د امریکا او غربي ښکېلاک مخه ډپ کړی شي.








   ارسال نظر