خلافت د حنفي فقهې په هنداره کې
02/09/2024 | یوسف ارسلان

Print


کله چې په حنفي فقه کې د خلافت د مفهوم یادونه کوو، معنا یې دا نه ده چې په مذهبونو کې دا یو اختلافي مفهوم دی. خلافت چې مترادف یې امامت دی، د اسلام یو اساسي او تر ټولو مهم حکم دی، چې په اهمیت او وجوب کې یې اختلاف نشته دی. همدارنګه دغه حکم د اسلام په لومړیو کې د مخکینیو علماوو په نزد واضح و، خو له بده مرغه په وروستیو ۲۰۰ کلونو کې چې اسلامي نړۍ د غرب له فکري، سیاسي، فرهنګي او نظامي یرغل سره مخ شوه او د دولت-ملت نظم نړۍ تیاره کړه، د دین د علماوو په نزد یې د خلافت مفهوم او اهمیت هم پیکه کړ؛ په داسې حال کې چې خلافت یوازینی اسلامي نظام دی او له دغه نظام پرته بل هېڅ سیستم او نظام د اسلام له غوښتونو سره سم او د اسلامي حللارې د پلي کولو طریقه نه بلل کېږي. له همدې امله دلته د حنفي فقهې له نظره پر خلافت رڼا اچوو، په داسې حال کې چې خلافت یو اختلاف نه‌منونکی مفهوم دی. ابن حزم اندلسي چې د پنځمې هجري پېړۍ عالم دی، وایي: «ټول اهل سنت، ټول مرجئیان، ټول شیعه‌ګان او ټول خوارج د امامت پر وجوب باور لري او دا چې د عادل امام اطاعت پر امت واجب دی؛ یعنې هغه کس چې پر امت د الله احکام پلي کوي او هغوی د شرعي احکامو پر اساس - چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه راغلي - رهبري کوي. خو د خوارجو یوه ډله، نجدات بیا دغه نظر نه لري. دوی وایي: پر انسانانو امامت لازم نه دی، هغوی باید په خپل منځ کې پخپله د حق پر اساس چلند وکړي» (الفصل فی الملل والأهواء والنحل، ۴/ ٧٢). لکه څنګه چې د اوومې هجري پېړۍ عالم او مفسر امام قرطبي د بقرې سورت د ۳۰ آیت په تفسیر کې وایي: «د هغه (خلافت) په وجوب کې د امت او امامانو تر منځ اختلاف نشته، مګر په هغه څه کې چې «اصم» نقل کړي او د اصم شریعت په نامه یادېږي» (الجامع لأحكام القرآن، ١/ ٢۶۴). اصم په معتزله ډلې پورې تړاو لري او قرطبي وايي، هر هغه څوک چې د خلافت پر فرضیت باور نه لري، په حقیقت کې د اصم په مذهب دي. پر همدغه اساس د خلافت وجوب یو اتفاقي امر دی، خو د نظر دغه یووالي ته د خوارجو او معتزله‌وو د غړو نظریات زیان نه رسوي. 
نن ورځ هغه کسان چې د دولت-ملت له نظم څخه اغېزمن دي، اسلام د ملي دولتونو او نړیوال سېکولر نظم په چوکاټ کې تعریفوي او همدارنګه هغه کسان چې د اصلاحاتو، تجدد او روڼ اندۍ تر نامه لاندې د دین پر تحریف او سېکولر کولو بوخت دي، د خلافت پر فرضیت او اهمیت باور نه لري. لومړنی کس چې په ښکاره یې دا جرئت وکړ او د خلافت نظام یې تر پوښتنې لاندې راوست، علي عبدالرزاق مصري و. هغه لوړې زده کړې په الازهر کې کړې وې او وروسته د نورو زده کړو لپاره د انګلستان اکسفورډ پوهنتون ته لاړ او په ۱۹۲۵م کال یعنې د عثماني خلافت تر نسکورېدو یو کال وروسته یې د «الإسلام وأصول الحکم» تر نامه لاندې کتاب ولیکه؛ خلافت یې له بېخه رد کړ او بدعت یې وباله. عبدالرزاق ادعا وکړه چې اسلام ځانګړی سیاسي نظام نه لري او نوموړی د خپل دغه نظر له امله له علمي ټولنې څخه وایستل شو، د «شیخ» لقب ترې واخیستل شو او ان یو شمېر کسانو تکفیر کړ؛ په داسې حال کې چې نن ورځ ډېر داسې کسان شته دي، چې د خلافت دولت په اړه د عبدالرزاق غوندې نظر لري!
«خلیفه» یوه شرعي اصطلاح ده، چې د فقهې په کتابونو کې د امام، خلیفه، امیر المومنین، سلطان... په نومونو راغلې ده. علي بن (سلطان) محمد، أبو الحسن نور الدین الملا الهروي القاري (١٠١۴هـ. مړ) په خپل کتاب «مرقاة المفاتیح شرح مشكاة المصابیح» کې د «امام ډال دی» حدیث په توضیح کې وایي: امام همغه خلیفه دی. (ج ۷ ص ۲۲۳) محمد أمین بن عمر عابدین (۱۱۹۸ هـ -۱۲۵۲ هـ) په خپل کتاب «رد المحتار على الدر المختار (حاشیة ابن عابدین)» کې د خلافت د تعریف په اړه وایي، چې خلافت «د دین او دنیا په عامه ریاست کې د پیغمبر «ص» ځایناستي» ده. (ج ۱ ص ۵۹۰)
همدارنګه نجم‌الدین ابوحفص عمر نَسَفي (۴۶۱ – ۵۳۷ هـ) چې یو تکړه حنفي عالم دی، په خپل مشهور کتاب «عقائد النسفیة» کې د خلافت د وجوب په اړه خبرې کړې دي. که څه هم د خلافت او امامت بحث په فقهي کتابونو کې راځي، خو امام نسفي «رح» د دې موضوع اهمیت ته په پام سره د عقایدو په کتاب کې راوړی دی. په دغه کتاب کې راغلي دي: «پر مسلمانانو لازمه ده چې امام (خلیفه) ولري؛ احکام پلي کړي، حدود جاري کړي، له دښمن سره د ګډو پولو ساتنه وکړي، خپل لښکر تجهیز کړي، صدقې یې واخلي، پر زورواکي، غله او لوټمار غالب شي، د جمعې او اخترونو لمونځ قایم کړي، د خلکو تر منځ شخړه حل کړي، د حقونو پر اساس شاهدي ومني، هغو ځوانو نرانو او ښځو ته واده وکړي چې سرپرست نه لري او غنیمتونه ووېشي». (ص ۳۴)
محمد بن علي بن عبد الرحمن الحنفي الحصكفي (۱۰۲۵- ۱۰۸۸ هـ) په خپل مشهور کتاب «الدر المختار شرح تنویر الأبصار وجامع البحار» کې د خلافت د وجوب په اړه وایي: «(امامت) صغرا او کبرا دی: کبرا د عامو خلکو لپاره دی، حقیقت یې د کلام په علم کې دی او ټاکل یې أهم الواجبات دی، چې له همدې امله یې د معجزو د څښتن پر دفن کولو هغه ته لومړیتوب ورکړ. (ص ۷۵) همدارنګه د ابن عابدین د حاشیې په متن کې چې «رد المحتار على الدر المختار» نومېږي، راغلي دي: یعنې امام د هغه مقام (أهم الواجبات) مفهوم دی، چې ډېری شرعي احکام ور پورې تړلي دي. (ج ۱ ص ۵۹۰)
شاه ولي الله دهلوي (۱۱۱۴- ۱۱۷۶ق) چې په ۱۸مه میلادي پېړۍ کې یو غښتلی حنفي عالم تېر شوی، د خلافت د وجوب په اړه پخپل کتاب «حجة الله البالغه» کې لیکي: «باید پوه شئ چې د مسلمانانو په ټولنه کې د خلیفه شتون واجب دی، ځکه له هغه پرته مصلحتونه نه خوندي کېږي. د خلیفه اړتیاوې څلور دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه اړتیاوې په څلورو بابونو کې ډلبندي کړې دي: د مظالمو باب، د حدود باب، د قضاء باب او د جهاد باب؛ وروسته بیا اړتیا پېښه شوه، چې د دغو بابونو کلیات دې تر یوه نظم لاندې سره راټول شي». (ج ۲، ص ۴۰۳)
همدرانګه شیخ دهلوي «رح» په «إزالة الخفاء عن خلافة الخلفاء» کتاب کې راوړي دي: «په څو شرطونو پر مسلمانانو واجبه ده چې تر قیامته خلیفه وټاکي: لومړی دا چې اصحابو رضوان الله علیهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر دفن وړاندې د خلیفه د ټاکلو موضوع رامخته کړه؛ دا ښيي چې د خلیفه د ټاکلو موضوع څومره مهمه ده. دویم دا چې په یوه حدیث کې راځي: و من مات و لیس فی عنقه بیعة مات میتة جاهلیة. دا واضح شرعي نص دی. درېیم دا چې الله تعالی جهاد، قضا، د دیني علومو احیا، د اسلامي ارکانو اقامه او د اسلام له خاورې د کفارو دفع فرض بالکفایه کړې او دا ټول د امام (خلیفه) له ټاکلو پرته نه کېږي. د واجبو مقدمه پخپله واجب دي. د صحابه وو کبار پر دې ټینګار کړی». (۷-۸ ج۱)
مسلمانانو ته روا نه ده چې په یوه وخت کې څو دولتونه ولري او په ملي دولتونو دې وېشل شوي وي. همدارنګه سعدالدین مسعود بن عمر تَفتازاني (۷۲۲-۷۹۲ ق) د نسفي د عقایدو کتاب په شرحه کې راوړي دي: «د دوو خپلواکو امامانو ټاکل جایز نه دي.» (ژباړه علي اصغر حلبي، ص ۱۹۲). همدارنګه علاء‌الدین المتقي بن حسام‌الدین هندي چې په متقي هندي مشهور دی (۸۸۸ -۹۷۵ق)، د خپل کتاب «کنز العمال فی سنن الاقوال و الافعال» د شپږم جلد په پیل کې داسې احادیث راوړي، چې سلطان یا خلیفه پر ځمکه د الله سیوری بولي: «السلطان ظل الله فی الارض، یاوی الیه الضعیف وبه ینصر المظلوم و من اکرم سلطان الله فی الدنی اکرمه الله یوم القیامه»، «السُّلطانُ ظِلُّ اللّه ِ فی الأرضِ، فَمَن غَشَّهُ ضَلَّ، و مَن نَصَحَهُ اهتَدى».
په دوو پورتنیو حدیثونو کې د سلطان یا خلیفه تصویر د ځمکې د پراخوالي پر اساس وړاندې شوی دی. د حدیث له متن څخه ښکاري چې د الله سیوری باید تر یوه اقلیم او یوې ځانګړې جغرافیې پورې محدود نه وي او د الله سیوری باید پراخ او له عظمت څخه ډک وي، په داسې حال کې چې دغه تصویر یوازې په خلافت نظام کې ځایېدلی شي، نه په ملي دولتونو کې. همدارنګه شاه ولي الله دهلوي (۱۱۱۴- ۱۱۷۶ق) په خپل کتاب «حجة الله البالغه» کې راوړي دي: «کله چې په یوه سیمه کې بېل دولت جوړ شي، پانګه او شتمني یې خپلواکه شي او نظامي او انتظامي ځواکونه ځای پر ځای شي؛ حرص، آز، کینه او بغض پکې پیدا کېږي؛ د دولتونو او پوځونو ترمنځ یې جګړې کېږي؛ نو اړ دي چې یو خلیفه وټاکي». (ج ۱، ص ۱۳۶)
همدارنګه له دهلوي «رح» څخه وروسته نورو وروستيو حنفي علماوو هم د خلافت پر وجوب او اهمیت ټینګار کړی دی. د دیوبند دارالعلوم د دارالافتا مدیر، علامه محمد شفیع عثماني (۱۳۱۴- ۱۳۹۶هـ ق) چې د معارف القرآن تفسیر لیکوال دی، د البقرې سورت د ۳۰ ایت په تفسیر کې یې وایي: «د خلافت او نیابت لړۍ له آدم څخه پیل شوه او تر حضرت خاتم الانبیا پورې په یوه ترتیب روانه وه. پیغمبر ص په خپلو ځانګړو ځانګړتیاوو سره د ځمکې پر سر د الله وروستی خلیفه شو. مخکیني انبیا د یوه قوم یا ځانګړې سیمې لپاره مبعوثېدل او د هغوی د حکومت او اختیار قلمرو تر همغې سیمې او قوم پورې محدد و؛ مثلاً حضرت ابراهیم، حضرت لوط، حضرت موسی، حضرت عیسی؛ دا ټول د ځانګړي قوم او ملت لپاره مبعوث شول. خو پیغمبر ص د نړۍ د ټولو خلکو او دغه راز د انس و جن ملت لپاره مبعوث شو چې په اختیار او اقتدار کې یې د نړۍ دواړه ملتونه شاملېدل.». (ج۱ ص ۲۳۱) همدارنګه هغه لیکي: «او څوک چې امت یې د خلافت لپاره وټاکي، هغه د رسول د ځایناستي په توګه د عامه نظم یوازینی مسول کېږي او د ټولې نړۍ خلیفه وي». (ج۱ ص ۲۳۴)
وروستي حنفي علماء په ځانګړې توګه هغوی چې په دیوبند پورې تړاو لري، د خلافت په اړه یې لیدلوری واضح دی؛ یعنې له یوې خوا د دیوبند ټولنه د شاه ولي الله دهلوي له افکارو څخه اغېزمنه وه او له بلې خوا په هند کې د بریتانوي استعمار پر وړاندې د درېدو او همدارنګه د عثماني خلافت د دفاع په مرکز بدله شوې وه. کله چې عثماني خلافت د داخلي ستونزو او بهرنیو دسیسو له امله د نسکورېدو خواته روان شو، په هند کې «د خلافت خوځښت» تر نامه لاندې یو حرکت رامنځته شو. هند د عثماني خلافت قلمرو نه و؛ خو د خلافت فرضیت، د اسلامي فکر نړیوالتوب او د دیوبند د علماوو نظر هغوی اړ کړل، چې د خلافت د دفاع لپاره ودرېږي. په هند نیمه وچه کې «د خلافت خوځښت» د دوو وروڼو (مولانا محمد علي جوهر او مولانا شوکت علي) په واسطه رامنځته شو. دغه حرکت په ۱۹۱۹م کال هغه مهال تاسیس شو، کله چې دغو دواړو وروڼو د عثماني خلافت د نړولو لپاره د انګلیس پلان درک کړ. نه یوازې د هند مسلمانو نرانو، بلکې مسلمانو ښځو یې هم د خلافت لپاره شدید احساس درلود. په دوی یوه هم عبادي بېګم وه، چې په بي‌بي عمه مشهوره وه او انګریزانو یې دوه زامن (مولانا محمد علي جوهر او مولانا شوکت علي) زندان ته واچول، ترڅو په هند کې د خلافت خوځښت قدرت له منځه یوسي، خو دغه اتله ښځه د خپلو زامنو په مخکې ودرېده او لوړ اواز یې وویل: «بچیانو! اندېښنه مه کوئ، خپل ژوند د اسلامي خلافت د ساتلو لپاره قربان کړئ.» د هغې دا خبرې په هند کې د اسلامي خلافت خوځښت په شعار بدلې شوې.
د دیوبند د دارالعلوم دارالافتا د دې پوښتنې «ولې نن ورځ د خلافت نظام ترک شوی دی؟» په ۶۰۳۱۰۱ نمبر ځواب کې ویلي دي: «الله سحانه وتعالی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دریو شیانو ژمنه کړې ده: یو دا چې د هغه امت به د ځمکې خلیفه او واکمن کېږي، بل دا چې اسلام به د الله د خوښې د دین په توګه غالب کېږي او بل دا چې مسلمانانو ته به داسې قدرت او دبدبه ورکول کېږي چې له دښمنانو څخه به هېڅ نه وېرېږي. الله سبحانه وتعالی دا ژمنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکومت په هغه وخت کې وکړه چې مکه، خیبر، بحرین او ټوله عربي جزیره او یمن فتحه شول او دغه دایره په صدیقي، فاروقي او عثماني عصر کې پراخه شوه او د عثماني خلافت پرمهال بیا دغه دایره د ختیځ او لوېدیځ په لوري پراخه شوه». (د فتوا آی ډي: 541-107/D=07/1442)
همدارنګه د دیوبند د دارالعلوم دارالافتا دې پوښتنې «ایا په اسلام کې خلافت او پاچاهي شته دي؟» په ۶۱۴۷۳ نمبر ځواب کې یې ویلي دي: «انّی جاعل فی الارض خلیفَةً» دا د قرآن یو ایت دی. هغه بنده‌ګان چې الله سبحانه وتعالی نورو بنده‌ګانو ته د الهي احکامو د رسولو او په نړۍ کې د الله د قانون د پلي کولو او په ځمکه کې د عدل او انصاف د ټینګښت په موخه رالېږلي، هغوی ته پیغمبران او د الله سبحانه وتعالی خلفاء ویل کېږي. همدارنګه لومړنی نبي او خلیفه حضرت آدم علیه السلام دی، له هغه وروسته نوح علیه السلام او دا لړۍ همداسې دوام لري، چې وروسته زموږ لارښود محمد صلی الله علیه وسلم ته رسېږي او محمد صلی الله علیه وسلم وروستی نبي او خلیفه دی. له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته د الله سبحانه وتعالی لخوا هېڅ نبي او د الله خلیفه نه دی راغلی او نه به راشي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته چې هر څوک د الهي احکامو د پلي کولو او د عدل او انصاب د ترسره کولو لپاره غوره شي، هغه د رسول خلیفه او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځایناستی دی. په ټوله نړۍ کې یوازې یو خلافت دی. (د فتوا آی ډي: 1346-261/D=3/1437-U)
همدارنګه جمعیت علما په ۱۹۱۹م کال د دیوبند ټولنې د یوې سیاسي څانګې په توګه تاسیس شو. د دغه خوځښت لویه هیله د خلافت تاسیس و، چې وروسته له ملي، وطني او واقعیت‌پالنې له افکارو څخه په اغېز منحرف شو. د خلافت خوځښت یوه غړي مولانا عبیدالله سندي له یو شمېر نورو علماوو سره افغانستان ته سفر وکړ او همغه مهال یې د امان الله خان څخه د نصرت غوښتنه وکړه، ترڅو د برېتانوي استعمار پر وړاندې د دوی ملاتړ وکړي. سندي غوښتنه کړې وه، چې امان الله خان خلافت اعلان کړي، خو دا یې نه وه درک کړې چې د افغانستان پاچاه په زهرجنو غربي مفکورو کې ډوب شوی و او د خلافت تاسیس د واقعیت او مصلحت خلاف ګڼي، دا هغه وخت و چې افغانستان تازه له انګلیس سره په جګړه کې بریالی شوی و. د خلافت په اړه دا نه یوازې د هند د علماوو لیدلوری او حرص و، بلکې د افغانستان اصیلو علماوو هم چې تردې مهاله د نشنلېزم په زهرجن فکر کې ډوب شوي نه وو، خلافت یوازینی اسلامي نظام باله.
د افغانستان پخواني لومړي وزیر عبدالقدوس په ۱۲۹۹ هجري کال کې په یوه لیک کې له شیخ المشایخ مجددي او د هغه له ورور، نورالمشایخ او د کندهار له نورو علماوو څخه د دولت د ډول او پایو په اړه پوښتنه وکړه. غلام محمد غبار ادعا کوي چې هغه د کندهار د علماوو هغه لیک موندلی چې څلور ډوله دولتونه؛ استبدادي، مشروطه، جمهوري او بلشویکي یې له خلافت سره پرتله کړي. د دغو ملایانو په اند، د شریعت او استدلال پر بنسټ یوازینی د منلو وړ دولت خلافت دی چې اسماني قانون او سیاست پلی کوي. میر غلام محمد غبار په خپل کتاب «افغانستان در مسیر تاریخ» کې د کندهار د علماوو د ۱۰۰ کاله وړاندې فتوا یوه برخه راوړې ده: «د سیاست او پاچاهۍ په قوانینو کې حق او باطل چې د ځمکې پر مخ د عقلا او حکما لپاره معمول دي او د سلطنتونو ډولونه چې د تحریراتو په بحثونو کې څرګند شوي دي، په څلور ډوله دي: استبداد، مشروطه، جمهوري او بلشویکي. نو د پوښتنې لنډیز دا دی، چې له دغو څلورو ډولونو څخه کوم یو یې مشروع، معقول او ګټور دی او کوم یو یې غیرمعقول، نامشروع او زیانمن دی ... خلافت د دین د ځواکمنولو لپاره دی ... د خلیفه او امام ټاکل واجب دي ... او پاتې نور ډولونه چې هر څه وي سیاسي یا طبیعي، مشروطه یا جمهوري، بلشویکي او یا منشویکي او داسې نور چې اساس یې له الهي ناموس او اسماني محکم قانون پرته بل څه وي، په حقیقت کې دا ټول نه د ظاهري او باطني اصلاح لپاره ګټه لري او نه هراړخیز عدالت پلی کولی شي، بلکې د صلاح په جامه کې فساد او د تهذیب او تمدن په جامه کې وحشت او نفرت وړاندې کوي ... عقل او شریعت یې ردوي». (ص ۸۰۳)
کله چې د افغانستان د طالبانو تحریک په لومړي ځل قدرت ته ورسېد، په ۱۳۷۵هـ.ش کال کې یې د «خلافت» په نامه د یوې مجلې نشرول پیل کړل، چې په هرو دوو میاشتو کې به یو ځل خپرېدله. د دې مجلې د لومړۍ ګڼې په ۱۱مه صفحه کې چې په ۱۳۷۵ کال خپره شوه، داسې راغلي دي: «د عثماني خلافت تر نسکورېدو وروسته د هند مسلمانانو چې هغه وخت د انګریزي استعمار تر لاس لاندې وو، د خلافت تحریک پیل کړ. د هغوی د مرستې هیله افغانستان ته وه، ځکه افغانانو نوې ازادي ترلاسه کړې وه. دوی امان الله خان ته د خلیفه د نائب لقب ورکړ، مګر امان الله خان که څه هم په لومړیو شپو او ورځو کې له هغوی څخه مرسته اعلان کړه، خو بیا ترې لاس په سر شو. له دې وروسته د مسلمانانو تمه وشکېدله، تر دې چې افغان مجاهدینو روسانو او د هغوی کمونستي بلاک ته ماتې ورکړه، نو یو ځل بیا د نړۍ د مسلمانانو هیلې را ژوندۍ شوې، ترڅو افغانستان د خلافت د بیا تاسیس په مرکز بدل شي، خو له بده مرغه زموږ خپلمنځي جګړو دا هیله هم له خاورو سره خاورې کړه. اوس چې د طالبانو اسلامي تحریک د همدغو ناخوالو او خپل‌منځي جګړو د پای ته رسولو او د اسلامي او شرعي حکومت د جوړولو په موخه راپورته شوی، نو د مسلمانانو پخوانۍ هیلې یعنې د خلافت تاسیس په نېک فال نیولو سره اوس غواړي، چې د خلافت په نوم د مجلې خپرول پیل کړي».
په همدې توګه نن ورځ چې د افغانستان جغرافیه او حکومت دواړه د دیوبند او حنفي مذهب په سیمه کې واقع ده، نو د افغانستان د اوسني دولت مسوولینو هم د خلافت په اړه په خپلو کتابونو کې خبرې کړې دي، ځکه خلافت یوازینی اسلامي نظام دی او هر څوک چې اسلامي داعیه لري، حتمي به د خلافت په لوري حرکت کوي. د اوسني حکومت قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم «حقاني» په خپل کتاب « الامارة الاسلامیة ونظامها» کې راوړي دي: «خلافت په لغت کې مصدر دی او د ځایناستي په معنا راغلی دی. په شرعي اصطلاح کې خلافت هغه منصب دی، چې خلیفه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په استازیتوب د ټولو خلکو د دیني او دنیوي رهبرۍ مسوولیت پر غاړه لري او د «کبرا امامت» په نامه هم یادېږي... پوه شئ چې حاکمیت (کبرا امامت) یا د الله د رسول په استازیتوب همغه ریاست دی (د دین د پلي کولو او د دیني علومو د را ژوندي کولو لپاره د مسوولت اخیستلو څرنګوالی، د اسلام د ارکانو پر ځای کول، د جهاد او هغه څه لپاره اقدام کول، چې د جهاد اړوند وي، لکه: د لښکر تنظیم، د جګړې وجیبه، د غنایمو وېشل، قضا ته لاسرسی، د حدودو جاري کول، د مظالمو ردول، په معروف امر او له منکر څخه منعه کول). دا موضوع په «ازالة الخفاء عن خلافة الخلفاء» کتاب کې همداسې راغلې ده. (۴۸ او ۸۵ صفحې) د یادونې وړ ده چې د شیخ حقاني پر دغه کتاب شیخ صاحب هبت الله سریزه لیکلې او هغه یې تایید کړی دی.
همدارنګه مولوي صاحب عبدالحکیم «حقاني» په رسمي کتاب کې چې «د مجاهدینو لپاره د امیرالمومنین لارښوونې» تر نامه لاندې لیکل شوی او په ۱۴۳۸هجري کال کې خپور شوی، داسې راوړي دي: «له هغه خلیفه او سلطان پرته چې د اسلام پر اساس را پورته شوی وي، شرعي احکام په بشپړه توګه نشي پلي کېدلی. قرآن کریم یو بشپړ نظام دی، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري را لېږل شوی دی او په هغه کې د خلکو مصلحتونه، معاملات، عقیده، جهاد، اوامر، نواهي، حدود، تربیه، امر بالمعروف، نهی عن المنکر، اخلاق، اداب او هر څه شته دي او د دغو ټولو پلي کول په یوه اسلامي حکومت پورې تړاو لري، چې په سر کې یې یو خلیفه یا سلطان وي، چې هغه د الله سبحانه وتعالی لخوا رالېږل شوی قانون د خپل حکومت په واسطه تطبیق او تنفیذوي. کله چې د فرضي احکامو پلي کول په اسلامي نظام پورې تړاو ولري، نو د اسلامي نظام راوستل هم فرض کېږي. د اصولو یوه لویه قاعده ده چې «ما لا یتم الواجب الا به فهو واجب» یعنې که چېرې واجب امر تر هر څه پورې مشروط شي، هغه مشروط علیه هم واجبېږي. علماء وایي: د امام (خلیفه) ټاکل د دین اهم الواجبات دی، اصحابو کرامو رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دفن کولو وړاندې خلیفه وټاکه او وروسته یې رسول الله صلی الله علیه وسلم دفن کړ». (ص، ۸۶)
له همدې امله خلافت یوازینی اسلامي نظام او د شریعت د اقامې لپاره یوازینۍ شرعي طریقه ده، چې هم د شریعت غوښتنه ده او هم د اوسني عصر؛ هغه عصر چې اسلامي پکې غریب او مسلمانان پکې ذلیل شوي دي. هو، خلافت د نبوت یوازینی سیاسي میراث دی، چې د هغه په واسطه خپل رسالت ترسره کولی شو. د پیغمبرانو رسالت د دین د اقامې او اظهار په واسطه د بشر هدایت و، له حضرت محمد «ص» وروسته بل نبي نه راځي او د انبیاوو رسالت د اسلامي امت پر اوږو اچول شوی، چې د خلیفه د ټاکلو په واسطه باید هغه ترسره کړي؛ په دې توګه به دین اقامه کړي او پاتې بشر ته به یې د دعوت او جهاد له لارې ورسوي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِیلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِیَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِیٌّ خَلَفَهُ نَبِیٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِیَّ بَعْدِی وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ تَكْثُرُ. » قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَیْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ» (رواه مسلم)
ژباړه: د بني اسراییلو چارې به انبیاوو سمبالولې، هرکله به چې یو پیغمبر وفات شو، بل پیغمبر به راغی؛ خو له ما وروسته به بل پیغمبر را نشي، ژر ده چې خلفاء به راشي او شمېر به یې زیات وي. موږ وپوښتل: نو تاسو موږ ته په څه شي امر کوئ؟ هغه صلی الله علیه وسلم وویل: د لومړي خلیفه پر بیعت وفا وکړئ او تر هغه وروسته بیا له لومړي سره.

د ځمکې خلافت حق او زموږ مسلمانانو مکلفیت دی. الله سبحانه وتعالی د نور سورت په ۵۵ ایت کې له هغو کسانو سره د خلافت ژمنه کوي، چې ایمان راوړي او نېک عمل ترسره کوي. په دغه ایت کې خلافت د یوه نعمت په توګه یاد شوی دی، چې شکر یې باید ادا شي او د خلافت له اهمیت، فرضیت، نعمت او دعوت څخه کفران د فاسقانو نښه ده. شیخ ابو منصور ماتریدي «رح» چې لقب یې امام المهدی دی او یو فقهي عالم او مشهور حنفي متکلم دی په ۳ او ۴مه هجري پېړۍ کې ژوند کاوه، هغه د تأویلات أهل السنة په تفسیر او د نور سورت په ۵۵ ایت کې د خلافت د شکران او کفران «وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» په اړه وایي: «وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ» شرط نه دی؛ که چېرې یو کس (د خلافت له تاسیس) وړاندې کفر وکړي، هغه هم فاسق دی. همدرانګه ځینې وایي: که چېرې څوک له دغه نعمت (د خلافت تاسیس) وروسته، چې پر هغوی د نعمت په توګه لورول شوی، شکر ونه کړي، هغوی هم همداسې دي (فاسقان دي).
نو خلافت د الله سبحانه وتعالی لخوا یو لوی نعمت دی، چې باید شکر یې ادا شي. لکه څنګه چې ابن قیم رحمه الله د مدارج الساکین کتاب د دویم جلد په ۲۳۸مه صفحه کې راوړي دي، چې شکر په دې معنا دی چې د مومن په زړه، ژبه او عمل سره د نعمت اغېز ښکاره شي. نو هغه کسان چې خلافت د یوه نعمت په توګه پېژني، پر دغه نعمت اعتراف کوي او د هغه د راګرځولو لپاره د رسول الله «ص» له منهج سره سم عمل کوي، په حقیقت کې یې شکر کړی او له دې پرته د ناشکرو کسانو په ډله کې راځي.

لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ [١٤:٧]
ژباړه: که چېرې شکر وکړئ، له شک پرته خپل (نعمت) به درته زیات کړم او که ناشکري وکړئ، نو زما عذاب سخت دی.

یوسف ارسلان

#خلافت_د_نبوت_سیاسي_میراث
#خلافت_میراث_سیاسی_نبوت
#Khilafah_is_the_Political_Legacy_of_the_Prophethood




   ارسال نظر