د اونۍ خبره: امریکا په افغانستان کې څه ډول حضور غواړي؟
01/11/2024 | لیکنه: فریدالله احرار

Print


د روان کال د جنوري د میاشتې پر دریمه نیویارک ټایمز یوه مقاله خپره کړې چې سرلیک یې داسې و: اوس هغه وخت دی چې امریکا بېرته افغانستان ته ور وګرځي  (It’s Time for America to Go Back to Afghanistan). د مقالې لیکوال امریکايي سیاستوالو ته سپارښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د امریکا سفارت تش دی او د افغانستان شرایط دې‌ته چمتو دي چې امریکا خپل سفارت پرانیزي او په دې سره امریکا د افغانستان له خلکو سره له نېږدې مرسته وکړي. همدارنګه په مقاله کې د امریکا او د هغې له ملګرو غوښتنه شوې ده چې دوی باید پخوانۍ ناکامې پالیسۍ ومني او د پراخ تعامل لپاره په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي. د یادې مقالې سربېره په افغانستان کې د امریکا د حضور او پراخ تعامل او ګډون لپاره د ملګرو ملتونو سازمان او نورو سازمانونو هم ورته سپارښتنې کړې دي.
که څه هم امریکا په افغانستان کې سخته پوځي ماتې وخوړه او حتا دغې ماتې د امریکا پرستیژ او حیثیت په نړیواله کچه راټيټ کړ، خو له دې سره سره بیا هم غواړي په افغانستان کې په یو ډول نه په یو ډول ښکېله وي. یوه خبره چې ډېره ښکاره او څرګنده ده هغه دا ده چې امریکا نه غواړي یو ځل بیا په پوځي بڼه افغانستان ته راشي او هر څه دلته د پخوا په څېر تر بشپړ پوځي او سیاسي کنټرول او مدیریت لاندې راولي؛ مګر دا ځل غواړي د مالي او اقتصادي مرستو په جامه کې دلته شتون ولري؛ همدارنګه غواړي په افغانستان کې هغه امریکايي او نړیوال بنسټونه فعالیت پیل کړي چې ټول په ګډه امریکایي اجنډاوې مخته وړي، لکه یوناما، نړیوال بانک، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، امریکايي نړیواله پراختیايي اداره یا USAID، ګڼ نړیوال بشري «مرستندویه» سازمانونه او داسې نور هغه سازمانونه او بنسټونه چې په افغانستان کې غواړي پراخ فعالیت ولري.
زیاتره کارپوهان او مفکرین په دې باور دي چې پورتني بنسټونو او ادارې په هغو هېوادونو کې خپل مرکزونه پرانیزي چې د امریکا پالیسۍ او موخې په پوځي شتون سره ممکنې نه وي؛ په دې سره په اوږدمهاله توګه د دغو هېوادونو کنټرول په خپل لاس کې اخلي او یا یې لږ تر لږه پر یوه داسې مسیر وربرابروي چې په پایله کې یاد هېوادونه په نړیوال نظم کې ذوب او خپل ایدیولوژیک سیاسي او اقتصادي ارزښتونه عملي نه شي کړلی.   
افغانستان یوازینی هېواد دی چې تر ۲۰۲۱ کال وروسته د امریکا له مستقیم کنټرول او ادارې څخه ووت. امریکا اندېښنه لري او غواړي پوه شي چې اوس په افغانستان غوندې ستراتيژيکه جغرافیه کې د یوه داسې نظام تر سیوري لاندې چې د اسلامي شریعت د تطبیق شعار ورکوي څه تېرېږي. امریکا له دې اندېښنه لري چې که په افغانستان کې اسلامي شریعت په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخه کې پلی شي، نو دا د نړیوال ليبرال ـ ډیموکرات نظم لپاره په یوه لوی ګواښ بدلېدلی شي. له همدې امله ډېر شمېر امریکايي مفکرین او ستراتيژي جوړوونکي، امریکايي سیاستوالو ته په افغانستان کې د امریکايي شتون سپارښتنه کوي.
امریکا ادعا کوي چې افغانستان ته یې تر ۲۰۲۱ کال وروسته تر دوو میلیاردو ډالرو زیاتې بشري مرستې کړې دي او په دې سره امریکا یوازینی هېواد دی چې د نورو ټولو هېوادونو په کچه یې زیاته مرسته کړې ده. همدارنګه امریکا عامه ذهنیت داسې جوړ کړی دی چې یوازې امریکا کولی شي چې د افغانستان د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي او له دې تصمیم څخه نړیوال هم ملاتړ کوي. امریکا په دې سره غواړي افغانان په رواني لحاظ د امریکايي پالیسیو او سیاستونو تابع کړي. دوی غواړي په دې سره پر افغانانو ومني چې دا امریکا ده چې هر څه کولی شي. بالاخره افغانان او په ځانګړې توګه اسلامي امارت دې‌ته مجبور کړي چې له امریکايي اجنډاوو سره د مخالفت پر ځای تعامل او مصلحت وکړي.
پایله دا چې په افغانستان کې د امریکا د سیاسي او ديپلوماتیک شتون اغېز له پوځي هغه سره ډېر توپیر نه لري. امریکا په افغانستان کې د اسلام او اسلامي ارزښتونو د ځپلو لپاره پوځي برید وکړ او د همدې موخې لپاره یې شل کاله جګړه وکړه. دا چې د جګړې له لارې دغو موخو ته ونه رسېده، اوس غواړي په نرمو اسالیبو دغې موخې ته ورسېږي. له همدې امله امریکا غواړي له افغانستان سره تعامل وکړي او امریکايي او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې پراخ سیاسي او اقتصادي فعالیتونه وکړي. ځکه دوی غواړي د افغانستان اقتصاد او بهرنی سیاست د اسلام پر بنسټ، نه بلکې د حاکم نړیوال ليبرال – ډیموکرات نظم سره سم مخته ولاړ شي. دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي فعالیتونه ددې لپاره پراخ کړي چې افغانستان د اسلامي نظام د نشات ټاټوبی نه شي او نړۍ ته د اسلام عدالت او ارزښتونه وړاندې نه کړي. په افغانستان کې د امریکا سیاسي او ديپلوماتیک شتون د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس لپاره ناوړه عواقب لري. امریکا باید د یوه مرستندوی او عادي هېواد په توګه ونه پيژندل شي، بلکې د یوه محارب او د اسلام او مسلمانانو د یوازیني ستر دښمن په توګه اعلان شي.    




   ارسال نظر