غزه څنګه ازادېدی شي؟
12/11/2023 | لیکنه: فریدالله احرار

Print


څه د پاسه دوې میاشتې وشوې چې د عزتمندې غزې ویاړلی او سرښندونکی ولس د یهودو د څو ټني بمونو او بمباریو پر وړاندې لکه غرونه ولاړ دي. یهود پر غزه هره ورځ د هر ډول درنو بمونو بارانونه کوي او د غزې لوېشت لوېشت خاوره یې پر اور لولپه کړه. خو بیا هم د غزې عزتمند مجاهدین له ړنګو ودانیو او خاورو راپورته کېږي، یهودي سرتېري او ټانګونه په نښه کوي. ورځ تر بلې د یهودو د ظلم او وحشتونو کچه لوړېږي. هره ورځ پر کوچنۍ غزه نوې وسلې او بمونه ازمویي. یهودي رژیم بې وسلې ځوانان، بوډاګان، ماشومان، ښځې او هر خوځېدونکی شی له منځه وړي. د یهودو روانه جګړه او وحشتونه د نړۍ ټول فرعوني ځواکونه تاییدوي. امریکا او اروپا یهودو ته هر ډول وسلې او تجهیزات رسوي او هر ډول مادي او معنوي ملاتړ یې کوي.
له مسلمانانو او یا هغو کسانو سره چې د غزې په اړه یې زړونه تپېږي او د غزې د خلکو پر دردونو د زړه له تله دردېږي؛ پوښتنه پیدا کېږي چې له غزې سره څه ډول مرسته وکړو او غزه څنګه د یهودو له ظلمونو ازاده کړو؟ ځینې مسلمانان هیله لري چې فردي غزې ته لاړ شي او هلته د مجاهدینو ډله پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې له یوې خوا غزه له هر لوري کلابنده ده او له بل لوري په غزه کې پوره شمېر مجاهدین شته. ځینې کسان بیا له بې وسۍ دعاګانې کوي؛ پر همدې خپل زړه اراموي او انګېرې چې ګواکي خپل مسولیت يې ادا کړی. خو د حیرانتیا او بده خبره بیا دا ده چې ځینې مسلمانان او یا ان ځینې مسلمان واکمنان د ملګرو ملتونو پر سازمان او یا نورو نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې غزه د یهودو له ظلمه خلاصه کړي. په داسې حال کې چې همدا نړیوال او نړیوال سازمانونه د یهودو اصلي ملاتړي دي. که موږ په غزه کې د جګړې واقعیت درک کړو، پوهېږو چې څه باید وشي؟
د غزې یوې خوا ته د مدیترانې سمندرګی، بلې ته د یهودو لخوا اشغال شوې سیمې او بلې خوا ته یې مصر پروت دی. د مدیترانې د سمندر لوری او اشغال شوې فلسطیني سیمې د یهودو تر سخت څار لاندې دي او تر غزې یې لوړ دېوال تاو کړی. له دغو لارو تېرېدل او غزې ته رسېدل خورا سخت او ان ناممکن ګڼل کېږي. همدارنګه د مصر لوری د مصر د داسې خاینو پوځونو لخوا څارل کېږي چې تر یهودو یې زړونه سخت دي. همدارنګه یهودو د غزې د ځپلو او مجاهدینو د له منځه وړلو په هیله تر درې لکو زیات سرتيري توظیف کړي او هره ورځ شل شل زره یهودي سرتيري په غزه کې عملیات کوي. همداراز د یهودو له پوځ څخه ټول غرب ملاتړ کوي. د دې لپاره چې یهودي پوځ روحیه واخلي او یا د غزې لپاره بیرونۍ مرسته را نه شي، د جګړې په پيل کې امریکايي او اروپايي پوځي بېړۍ، چې پر اټومي وسلو سنبال وې، مدیترانې سمندرګي ته راغلې او غزې ته څېرمه یې لنګرونه واچول.
له بل لوري د غزې د مجاهدینو شمېر کابو ۴۰ زره شاوخوا ګڼل کېږي او داسې ویل کېږي چې تر دې مهاله یې کم شمېر مجاهدینو په مخامخ جګړه کې برخه اخیستې ده چې شمېر یې ممکن تر زرو وانه وړي او پر همدغه نسبت یې تلفات هم حسابېدلی شي. ځکه مجاهدین یوازې د برید پر مهال د ځمکې سر ته راوځي او تر هغه وروسته په تونلونو کې وي. یعنې دا چې هلته د مجاهدینو د کمښت خبره جدي بحث نه دی او پوره شمېر مجاهدین شته دي.
نو ویلی شو چې د یهودو تر غاښونو مسلح پوځ پر وړاندې چې امریکا او غرب یې هر ډول ملاتړ کوي؛ هغه غزه وال مقاومت کوي چې خورا ساده جګړه ییز تجهیزات لري او دا د بشر په تاریخ کې یو نابرابر او غیر متوازن جنګ دی. له بل لوري د غزې مسلمانانو په ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه د اسلامي امت پر پوځونو باندې په ځلونو ځلونو غږ کوي، چې د دوی مرستې ته ور ودانګي. مګر اسلامي امت د دوی غږ ته تر اوسه لبیک نه دی ویلی. په داسې حال کې چې د الله سبحانه وتعالی د لارښوونې مطابق د دوی غږ ته لبیک ویل او د دوی مرستې ته وردانګل د ټول اسلامي امت مکلفیت دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
و إِنِ ٱستَنصَرُوكُم فِي ٱلدِّينِ فَعَلَيكُمُ ٱلنَّصرُ [انفال: ۷۲]
ژباړه: «او که یې له تاسو څخه په دین کې مرسته وغوښته، نو پر تاسو یې مرسته واجب ده.»
نو د غزې جګړه د دوو کسانو ترمنځ جګړه نه ده چې یو بل مسلمان یې مرستې ته ورشي او د مسلمانانو لوری پیاوړی کړي. د غزې جګړه د دوو ډلو جګړه نه ده چې د مسلمانانو یوه بله بیرونۍ ډله د غزې د مجاهدینو مرستې ته ورشي؛ بلکې دا د لویو کافرو دولتونو پر وړاندې د دوو میلیونو بې وسلې او بې تجهیزاتو مسلمانانو جګړه ده. دا جګړه د مسلمانانو په فردي او ځاني مرستو نه شي فیصله کېدی. د مسلمانانو فردي او ځاني مرسته له یوه اړخه ناممکنه ده، ځکه چې ټوله غزه محاصره ده او له بلې خوا فردي او ځاني مرسته یوازې د مجاهدنیو شمېر زیاتولی شي او ان ښايي د مجاهدینو د اوږو بار شي؛ په داسې حال کې چې غزه له پوځي اړخه داسې سیمه نه ده چې هلته اوږدمهاله مقاومت وشي یا ډېرې جنګي ډلې فعالیت وکړی شي. یعنې؛ دا خورا سخته ده چې غزه، د غزې له دننه وژغورو.
دا خبره ممکنه ده چې د غزه مېشتو او مجاهدینو د زیات مقاومت او همدارنګه د ځینو فشارونو په پایله کې په غزه کې اوربند وشي او اوسنۍ ټول‌وژنه لنډمهاله ودرېږي. خو په دغه حالت کې بیا هم غزه نه شي ازادېدلی؛ بیا به هم غزه کلابنده او محکومه وي؛ لکه اوس به هر وخت یهودي دولت پوځي عملیات کوي او د تل په څېر به مسلمانان وژني. نو د غزې د ازادۍ یوازې یوه ده او هغه دا چې غزه باید له بیرونه ازاده شي. غزه چې په اصل کې یو پرانیستی زندان دی، باید له بیرونه یې دروازې او دېوالونه ونړېږي او له کلابندۍ وژغورل شي. په دې سره نه یوازې دا چې غزه، بلکې ټول فلسطین ازادېدلی شي. خو دا کار نه افراد کولی شي او نه هم اسلامي احزاب او ډلې؛ یوازې د اسلامي امت پوځونه يې کولی شی. دا ابتکار د افغانستان پوځ، د پاکستان پوځ، د مصر پوځ، د ترکیې پوځ او د نورو اسلامي خاورو پوځونه کولی شي او همدا یې الهي وجیبه او مکلفیت دی. دا پوځونه د غزې او فلسطین د ازادۍ وړتیا لري؛ خو باید جرات وکړي او د پوځ مشري مومن او سرښندونکي جنرالان پر غاړه واخلي.
د امت پوځونه دا شرف هغه وخت ترلاسه کولای شي، چې له نشنلیزم او دولت-ملت څخه مخ واړوي؛ خاين چارواکي له واکه لرې کړي؛ له مخلص، سياسي او فقیه خليفه سره بیعت وکړي، د خلافت د بهرني سياست له مخې؛ ملي پولې یوه پر بله پسې ونړوي، په ۵۷ ټوټو وېشلی امت سره یو کړي  او د مسجد الاقصی، فلسطین او نورو اشغال شوو خاورو د آزادۍ ريښتينی تکل ولري.
وما ذالک علی الله بعزیز!




   ارسال نظر