فلسطين د اسلامي خاورې او اسلامي
امت د وجود برخه ده. اقصی زموږ د عقيدې او زموږ د قرآن برخه ده. د مسلمانانو لومړۍ
قبله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مسری ده. خو لسګونه کاله کېږي چې يهودو د
غرب په ملاتړ زموږ پر دغې سپېڅلې خاورې، عقيدې او قبلې تېری کړی او راڅخه غصب کړې
يې ده. هره ورځ زموږ ورونه، خويندې، زاړه او واړه په خورا وحشت سره شهيدانوي،
بنديان کوي، کورونه يې ړنګوي او له خپلو سيمو يې په زور شړي.
له تېرو دوه اونيو راهيسې
صهيونيستي رژيم په خورا وحشت سره په غزه کې د مسلمانانو عاموژنه پيل کړې. په دغو
څو ورځو کې يې زموږ زرګونه خويندې، ورونه، بوډاګان او ګلالي کوچنيان په خورا
بربريت سره قتل عام کړل، ان د ميندو په نسونو کې نازيږيدلي ماشومان يې تر زيږون
مخکې ووژل. زرګونه زره کورونه يې له خاورو سره خاورې کړل. بشپړ ښارګوټي يې لولپه
کړل. مساجد، روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او ټول عام او خاص ځايونه يې په نښه
کړل. پر دې سربېره يې غزه له پينځو خواوو محاصره کړې او مظلوم او بې دفاع مسلمانان
يې د ژوند لومړنيو اساسي اړتياوو ته له لاسرسي څخه بېبرخې کړي دي. د وحشت دا لړۍ
لا هم روانه ده.
د فلسطين ازادي او د يهودو له ظلم
څخه د مظلومو فلسطينيانو خلاصون د ټول اسلامي امت وجيبه ده. خو په دې کې د امت علماء تر بل هر چا ډېر مسووليت لري.
هغه علماء چې پيغمبر صلی الله
عليه وسلم خپل وارثان ګڼلي دي. د پيغمبرانو وارثان رباني علماء دي. هغه علماء چې
په اړه يې الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿إِنَّمَا
يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾ [فاطر: ٢٨]
ژباړه: د الله له
بندهګانو څخه يوازې علماء يې له هغه څخه وېرېږي.
د پيغمبر وارثان، رباني او له
الله څخه وېريدونکي علماء هغه دي چې پر پيغمبر نازل شوی شريعت زده کوي، تطبيقوي،
خپروي او دفاع ترې کوي. خپل مکلفيت درک کوي او ترسره کوي. يوازې فردي اعمال نه
کوي، بلکې د ټول اسلامي امت او اسلامي خاورو غم ورسره وي. مسلمان حکام څاري؛ که
هغوی خپل مسووليتونه نه اداء کوي، محاسبه کوي يې او حالت يې تغيروي او که حالت يې
تغير نه شي، نو مسلمانان يې له شره خلاصېدو ته راپورته کوي. حق وايي او د حق په
ويلو کې د هېڅ ملامتوونکي له ملامتيا څخه نه وېريږي. د اسلامي مقدساتو ساتنه کوي
او مسلمانان يې ساتنې ته متوجې کوي. د مسلمان وينه ورته ارزښت لري. د غزې وينې او
اوښکې يې خوب ته نه پرېږدي. د اقصی فرياد يې په غوږونو کې ازانګه کوي او په حرکت
يې راولي. د اقصی د ازادۍ لپاره هر ډول ممکنه او لازمه مبارزه کوي او مبارزې ته
خلک چمتو کوي.
خو له بده مرغه چې نن په امت کې
رباني او له الله څخه وېرېدونکي علماء نه شته، يا دومره لږ دي چې په نشت حساب دي.
د امت نني په نامه علماء يا
درباري دي چې د دندې، مقام، نوم، دنيوي متاع او ارام ژوند لپاره يې خپل دین پر
دنيا ورکړی دی، د خاينو او مزدورو حکامو په ماڼيو کې ناست دي، پر باطل فتواوې
ورکوي، د حکامو پر خيانتونو پردې غوړوي او د توجيه لپاره يې نصوص تحريفوي. دوی د
قهار رب له سخت عذاب څخه نه وېرېږي، خو د حکامو له زندان او جزا څخه وېره لري. دوی
هغه څوک دي چې په اړه يې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
«يُوشِكُ أَنْ
يَأْتِيَ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ لَا يَبْقَى مِنَ الْإِسْلَامِ إِلَّا اسْمُهُ،
وَلَا يَبْقَى مِنَ الْقُرْآنِ إِلَّا رَسْمُهُ، مَسَاجِدُهُمْ عَامِرَةٌ وَهِيَ
خَرَابٌ مِنَ الْهُدَى، عُلَمَاؤُهُمْ شَرُّ مَنْ تَحْتَ أَدِيمِ السَّمَاءِ منْ
عِنْدَهُمْ تَخْرُجُ الْفِتْنَةُ وَفِيهِمْ تَعُودُ.»
ژباړه: ژر به پر خلکو داسې وخت راشي چې د اسلام به يوازې نوم
پاتې وي. د قرآن به يوازې شکليات پاتې وي. مسجدونه به يې ودان (ښکلي او مزین) وي،
خو د هدايت له اړخه به ړنګ وي. علماء به يې (له دې امله چې درباري، حق پټوونکي، د
نصوصو تحريفوونکي، دين پلورونکي، د دنيا طامعين، مکلفيت نه اداء کوونکي، د حکامو
چاپلوسان، د هغوی د خيانتونو توجيه کوونکي او د اسلامي امت او اسلامي خاورو له
حالت څخه بېپروا وي) د ځمکې پر سر تر ټولو شرير او ناوړه خلک وي، دوی به د ټولو
فتنو سرچينه او په فتنو کې به ښکېل وي.
يا هغه منحط علماء دي چې اسلام ته يوازې د
عباداتو د ټولګې يا روحاني دين په سترګه ګوري. د نړۍ او اسلامي امت له حالته نه
ځان او نه نور خبروي. سياست ته د ناوړه عمل په سترګه ګوري. يوازې د فقهي په درس او
تدريس بوخت دي. په خطبو کې له ارتباط پرته د پيغمبرانو او اصحابو تکراري کيسې کوي.
يوازې فضايلو او مستحباتو ته خلک رابولي. هغه څرګند عبادتي احکام بيانوي چې خلک يې
تکرار ته هېڅ اړتيا نه لري. دوی اسلام زده کړی، خو له واقعيتونو سره يې تړاو نه
ورکوي. پر غزه د بمونو او مزايلو باران اوري، خو دوی خلکو ته د استسقاء لمونځ
ورزده کوي. فلسطيني ورونه، خويندې او ګلالي ماشومان د يهودو د اور په لمبو کې
سوځي، خو دوی پر دې بحث کوي چې په کامره عکس اخيستل روا دي که ناروا؟! دوی که
درباري هم نه وي او اخلاص هم ولري، خو امت ته يې هېڅ خير نه رسېږي، بلکې شر يې
رسېږي. ځکه د دوی د غفلت او انحطاط له امله امت په غفلت او انحطاط کې دی. دوی د
رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې وينا مصداق دي چې فرمايي:
« أَلاَ إِنَّ شَرَّ اَلشَّرِّ شِرَارُ اَلْعُلَمَاءِ »
ژباړه: پوه شئ
چې د شرونو شر او تر ټولو لوی شر، ناوړه او شرير علماء (غافل، ويده، منحط، غير
سياسي او خلکو ته ګټه نه رسوونکي علماء) دي.
اې د امت علماوو! له دربارونو او انحطاط څخه راووځئ. ځانونه د انبياوو
واقعي وارثان کړئ. خشيه لرونکې او رباني علماء شئ. د خپلو سلفو پر لاره لاړ شئ. د
سعيد بن جبير رحمه الله لاره تعقيب کړئ چې د حجاج بن يوسف توره يې پر ستونې ولاړه
وه، خو هغه د حق له ويلو تېر نه شو او په خورا وياړ يې د حق په بيان سره د شهادت
مقام خپل کړ.
د امام ابو حنيفه رحمه الله پر
پله پل کېږدئ، چې ابو جعفر منصور د قضاء منصب د نه قبلولو په بهانه ـ خو په حقيقت
کې د محمد بن عبد الله له پاڅون څخه د ملاتړ په ګومان د سياسي مخالف په توګه ـ سخت
وربړاوه او بندي يې کړ، چې با الاخره په زندان کې وفات شو.
د امام مالک رحمه الله پر لاره
لاړ شئ، چې په زور سره د اخيستل شوي بيعت پر نه صحت د فتوا له امله ابو جعفر د خپل
قدرت پر وړاندې خنډ وګاڼه او دومره يې شکنجه کړ چې لاس يې د ژوند تر پايه له حرکته
لوېدلی و.
له امام احمد بن حنبل څخه الهام
واخلئ، چې د خلق القران په موضوع کې يې د مامون لخوا زندان او شکنجې وزغملې، خو د
امت د ګمراهۍ لپاره يې دليل پرېنښود.
له ابن تيميه رحمه الله څخه الهام
واخلئ چې د تاتاريانو د ښکيلاک پر وړاندې يې شپه او ورځ د مسلمانانو د بسيج کولو
لپاره هلې ځلې وکړې، د مصر او شام مسلمانان يې د دښمن پر وړاندې متحد کړل، پخپله
هم د مجاهدينو په صف کې توره په لاس ودرېد او د پانډ پر څنډه ولاړ امت يې له
هلاکته وژغوره.
اې د امت علماوو! که غواړئ رباني علماء او د انبياوو ريښتيني وارثان شئ،
نو خپل ننی تکليف درک او اداء کړئ. د امت د ويښتابه لپاره کار وکړئ. له خاينو
حکامو سره محاسبه وکړئ، حالت يې تغير کړئ او که حالت يې د تغير وړ نه وي، نو
ولسونه پرې راپورته کړئ، په زور ترې د چارو واګي واخلئ او خپل اهل ته يې وسپارئ.
هغه چا ته چې مسلمانان له ذلته خلاص کړي. قدس او اقصی د يهودو له اسارته ازاد کړي.
کشمير د غواپالونکو له شره پاک کړي. د ميانمبار شړل شوي ورونه خپلو خاورو ته
راستانه او خوندي کړي. د فلسطينۍ مور، خور او ماشوم اوښکې پاکې کړي. د مسلمانانو د
هر څاڅکي وينې دفاع وکړي. د مسلمانانو د هر شهيد غچ واخلي. بشريت ته د اسلام نور
ولېږدوي او ټول بشريت له معاصرې غلامۍ او ظلم څخه خلاص کړي.
اې د امت علماوو! د قدس او اقصی په اړه تر ټولو لومړی تاسو مسووليت لرئ.
د غاصب صهيونيستي رژيم پر وړاندې څرګند او غوڅ دريځ غوره کړئ. د هغو خاينو حکامو
په اړه امت ته شرعي فتوا ورکړئ چې د يهودي کيان ملاتړ کوي. د عربي صهيونستانو څېرې
بربنډې کړئ. له الله، رسول او امت سره د دغو مزدورانو له خيانتونو پرده پورته کړئ.
په امت کې د خپل نفوذ په زور دغه خاین او مزدور چارواکي راوپرځوئ. د فلسطین په ازادۍ
کې خپل هغه تکليف اداء کړئ چې لرئ يې!
اې د امت علماوو! که په دې لاره کې بنديان شئ، نو دا ستاسو لپاره ذلت نه
بلکې وياړ دی. ځکه د خپلو غوره سلفو لکه امام ابو حنيفه، امام مالک او احمد بن
حنبل غوره خلف به شئ. که شهيدان شئ، نو د سعيد بن جبير د لارې پيروان به شئ او د
رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې وينا مصداق به وګرځئ چې فرمايي:
«سَـيِّدُ
الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، وَرَجُـلٌ قَـامَ إِلَى إِمَامٍ
جَائِرٍ فَأَمَرَهُ وَنَهَاهُ فَقَتَلَهُ»
ژباړه: د شهيدانو سردار حمزه بن عبد المطلب او هغه سړی دی چې د
ظالم واکمن پر وړاندې ودرېږي، هغه ته پر معروف امر او له منکر څخه يې نهي کړي او
هغه يې د دغه کار له امله ووژني.
ايا تر دې غوره څه شته چې په جنت
کې د حمزه رضي الله عنه په څېر مقام خپل کړئ؟!
له څه شي وېرېږئ؟ له دې څخه چې
دندې به له لاسه ورکړئ؟ له زندان څخه؟ که له شهادت څخه؟!
له وياړه ډک زندان او شهادت څخه
مه وېرېږئ! له هغه مرګه ووېرئ چې له مزدورو او خاينو حکامو څخه د ملاتړ په حالت کې
درته راشي. يوازې د الله له قهر او سخت عذاب څخه ووېرېږئ او د هغه له عذاب څخه د
خلاصون لپاره زندان او شهادت غوره فرصت او غنيمت وګڼئ!