مطبوعاتي
اعلامیه
امریکا د افغانستان د فضا پر اشغال
ټينګار کوي، موږ د خلافت دولت پر تاسیس!
د امریکا د مرکزي ځواک "سنټکام" قوماندان
جنرال مایکل کوریلا د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۰مې د دوی د څېړنیزو عملیاتو
په اړه کانګریس ته وويل چې طالبان د خراسان څانګې
له داعشسره
د مبارزې لپاره پياوړې اراده لري؛ خو د هغه په وینا د دې وړتیا نه لري چې په
راتلونکي کې د دې ډلې د تروریستي بریدونو مخه ونيسي. د همدې لپاره امریکا د افغانستان پر فضا خپل نظارت زیاتوي. د نظارت د زیاتوالي لپاره هغوی د جاسوسۍ داسې هوايي وسایل ازمايي چې د اوږدمهال لپاره په فضا کې پاتې کېدای
شي.
پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته
دا څووم ځل دی چې امریکا د افغانستان د فضا د کنټرول خبره کوي. کله چې امریکا د افغانستان
د ځمکې پر سر له نظامي ماتې سره مخ شوه، امریکا هڅه کوي چې له مختلفو لارو پر
افغانستان خپل نفوذ بېرته ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د جمهوریت په راپرځېدو په دې
جغرافیه کې د امریکا د استخباراتو کابو ټولې کړۍ وشلېدې؛ د جمهوریت نظام، د امریکا
سفارت، امنیتي بنسټونه، نادولتي سازمانونه... دغو ټولو د CIA د
رسمي جاسوسانو تر څنګ د امریکا لپاره استخباراتي چارې پر مخ وړلې؛ خو د امریکا
نظامي ماتې دا کړۍ وشلولې او امریکا یې اندیښمنه کړه. نو د افغانستان پر فضا
کنټرول؛ د تجسس دوام، د هغو کسانو په نښه کول چې د امریکا نه خوښېږي او همدارنګه پر اسلامي امارت د فشار
په مانا دی؛ څو له یوې خوا له امریکا سره استخباراتي همکارۍ ته چمتو شي، چې پر ځمکه د هغوی
استخباراتي تشه ډکه کړي او له بلې خوا د اسلامي امارت مشرانو ته تل اخطار ورکړي چې
د اسلام په پلي کولو، د امریکا د ګټو او
سیکولر ارزښتونو د نه پيروۍ په صورت کې به په نښه کړل شي.
امریکا د اشغالګرۍ سیاست ته دوام ورکوي، هر ځای چې خالي فضا
پيدا کړي، نفوذ پکې کوي او حریمونه یې ماتوي. پر
دې سربېره ځان د ځينو اصولو مدافع هم ګڼي، چې
ګواکي بشرپال دي. په دې اړه د سیمې
هېوادونه هم خپلو خیانتونو ته دوام ورکوي او خپل هوايي دهلیزونه د امریکا د جاسوسۍ
الوتکو ته پرانیستي پرېږدي، ترڅو په سیمه کې امريکا خپلې
نظامي او استخباراتي موخې وڅاري او له منځه یې یوسي. د ایمن الظواهري شهادت له
همدغو بېلګو څخه یو دی. امریکا خپلو دغو
موخو ته «د تروریزم پر وړاندې د مبارزې» تر نامه لاندې ادامه ورکوي، په داسې حال
کې چې تر همدغه نامه لاندې امریکا ۲۰ کاله په اسلامي خاورو کې د اسلام او مسلمانانو
پر وړاندې وجنګېده.
نو په افغانستان کې اساسي بدلون په سیمه کې په
اساسي بدلون پورې تړلی دی. که منځنۍ اسیا او پاکستان د افغانستان پر محور یو له بل
سره راټول نه شي، دروغجنې او استعماري پولې ماتې نه شي؛ باید پوه شو چې د
افغانستان او نورو مسلمانانو پر وړاندې به د سیمې د هېوادونو خیانت ونه درېږي او
همدارنګه له امریکا سره به یې همکاري ادامه ولري. له بلې خوا دغه تغییر باید د
اسلام پر اساس وي. که دغه جغرافیه د اسلام او واحد امت د مفهوم پر اساس راټوله شي
او په دې جغرافیه کې د خلافت دولت بنسټ
کېښودل شي؛ خاینان حذف کېږي او د دې تر څنګ چې د الله تعالی نصرت راجلبېږي، د دغه امت مفکرین او امکانات به هم دې
جغرافیې ته راټول شي او هغه مهال
به ځمکه او هوا له اشغاله پاکه کړي او حتی دښمن به د هغوی په خپله جغرافیه کې له ګواښ سره مخ کړي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر