[د
بقرې سورت ورستی آيت لکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم چې فرمايي «د ټولو دنيوي او
اخروي خيرونو ټولګه ده». د د دغه آيت په لومړۍ برخه کې د دې امت د مکلفيت حالت
بيان شوی چې دا امت د دوی له توان څخه په ډېر څه نه دی مکلف شوی. د آيت په دويمه
برخه کې الله سبحانه و تعالی د دې لپاره چې د امت مکلفيت لا کم او سپک شي،
مسلمانانو ته خورا مهمې دعاګانې ورزده کوي، تر څو دوی له خپل رب څخه وغواړي چې دوی
په هېره او خطا ونه نيسي، د بني اسرائيلو په څېر يې پر سختو احکامو مکلف نه کړي،
داسې څه پرې تحميل نه کړي چې د دوی له توانه لوړ وي، او د تېروتنو په صورت کې ورته
عفوه او مغفرت وکړي او رحم ورباندې وکړي. او با الاخره د اسلام د حمل او نشر په
لار کې مسلمانانو ته پر کفارو برلاسي ورپه برخه کړي.]
﴿لَا يُكَلِّفُ
اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ
مِن قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنتَ مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ﴾ [البقره: ۲۸۶]
ژباړه: الله سبحانه و تعالی هېڅوک د هغه له وس څخه په لوړ څه نه
مکلف کوي، د انسان لپاره د هغه (نېک کار اجر) دی چې کوي يې او پر هغه باندې د هغه
(ناوړه عمل ګناه) ده چې کوي يې. اې ربه! که چېرې موږ هېره يا خطا وکړو، موږ پرې مه
نيسه. اې ربه، زموږ پر اوږو باندې دروند بار مه راږده، لکه تر موږ مخکې خلکو پر
اوږو چې دې (دروند بار) ايښی و. اې ربه! پر موږ هغه څه مه تحميلوه چې توان يې نه لرو. او موږ ته عفوه وکړه، مغفرت
راته وکړه او رحم راباندې وکړه. ته زموږ مولا يې، نو د کافرانو پر وړاندې بريا را
په برخه کړه.
پورته
آيت ځانګړی مقام او فضيلت لري، چې له درې اړخونو د بحث وړ دی:
- د
بقرې سورت په قرآن کریم کې ځانګړی مقام
لري او د فضيلت په اړه يې خورا ډېر روايتونه شته. لکه: له سهل ابن سعد رضی الله
عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
«إِنَّ
لِكُلِّ شَيْءٍ سَنَامًا وإن سنام القرآن البقرة...» [رَوَاهُ الطَّبَرَانِيُّ وَابْنُ
حِبَّانَ]
ژباړه: هر شی يوه لوړه څوکه لري او د قرآن لوړه څوکه د بقرې سورت
دی... .
بل
دا چې په هر شي کې پيل او پای ځانګړی ارزښت او د اساساتو حيثيت لري. نو دا آيت نه
يوازې د قرآن کريم د څوکې (د بقرې سورت) آيت دی، پر دې سربېره الله سبحانه و تعالی
د دغه ستر سورت په پای کې ځای پر ځای کړی، چې دا يې پر ځانګړي ارزښت دلالت کوي.
- د دغه آيت په اړه ګڼ شمېر
ځانګړي روايات شته چې ارزښت او فضيلت يې په ډاګه کوي، لکه: له عبد الله
الكلاعي رضی الله عنه څخه روايت دی، هغه وايي: يو سړي رسول الله صلی الله عليه
وسلم ته وويل: اې دالله رسوله! ... د الله په کتاب کې کوم آيت دی، چې غواړې ته او
ستا امت ترې برخمن شئ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«آخر سورة البقرة، ولم
يترك خيرا في الدنيا والآخرة إلا اشتملت عليه». [اخرجه الدارمي]
ژباړه: د بقرې سورت وروستی آيت. په دغه آيت کې د دنيا او آخرت ټول
خيرونه رانغښتل شوي دي.
-
دغه راز، دا آيت د موضوع او محتوی له اړخه هم خورا ډېر اهميت لري، چې همدا مو د
بحث اصلي موضوع ده. دغه آيت په ټوله کې دوه عمده موضوعات رانغاړي چې لاندې پرې بحث کوو:
۱:
د امت د تکليف څرنګوالی:
لَا يُكَلِّفُ
اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ»
ژباړه: الله تعالی هېڅوک د هغه له وس څخه په
لوړ/ډېر څه نه مکلف کوي، د انسان لپاره د هغه د (نېک کار اجر) دی چې کوي يې او پر
هغه باندې د هغه (د ناوړه عمل ګناه) ده چې کوي يې.
امام مسلم د دغه آيت د
شأن نزول په اړه له ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت کوي، هغه وايي: کله چې دغه
آيت نازل شو:
«وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ...» [بقره: ۲۸۴]
ژباړه: هغه څه چې
ستاسو په سينو کې دي، که تاسو يې ښکاره کړئ او که يې پټ کړئ، الله درسره د هغو
حساب کوي...
اصحابو ټکان وخوړ او د
سختۍ احساس يې وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلل، پر زنګنونو کېناستل او
ويې ويل: اې د الله رسوله! موږ پر داسې اعمالو مکلف شوي يو چې په وس مو دي: لمونځ، روژه، جهاد، صدقه؛ خو اوس پر تا
باندې دغه آيت نازل شوی، چې موږ يې توان نه لرو، موخه يې د الله
سبحانه و تعالی
دغه قول و: «وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ...» رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
«أتريدون أن
تقولوا كما قال أهل الكتابين من قبلكم: سمعنا وعصينا! بل قولوا: سمعنا وأطعنا
غفرانك ربنا وإليك المصير»
ژباړه: تاسو غواړئ
هغه څه ووايئ چې تر تاسو وړاندې اهل کتابو ويل: وامو ورېدل او نه يې منو! داسې
ووايئ چې وامو ورېدل او اطاعت مو وکړ، اې ربه له تا څخه د مغفرت هيله لرو او تا ته
مو درګرځېدل دي.
نو اصحابو وويل: «سمعنا وأطعنا غفرانك ربنا وإليك المصير» ... کله يې چې
داسې وکړل، نو الله دغه آيت منسوخ کړ او دا آيت يې نازل کړ: «لَا يُكَلِّفُ
اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا...»
بناءً الله سبحانه و
تعالی د محمد صلی الله عليه وسلم امت پر هغه څه نه دی مکلف کړی، چې تر توان يې لوړ
وي او څوک چې څه کوي، د هغه بدل ورکول کېږي؛ که د خير او ثواب کار وکړي، د هغه اجر
ورکول کېږي او که شر او ناوړه کار وکړي، د هغه ګناه يې پر غاړه ده او عذاب پرې ورکول
کېږي. پرته له خپلې ګناه هېڅوک د بل چا په ګناه نه نيول کېږي او نه هم په زړه کې د
شيطاني وسوسو او افکارو او ځينې وخت د ګناه د نيت له امله (چې ترسره يې نه کړي)
مجازات کېږي. لکه رسول الله چې فرمايي:
«إنَّ اللَّهَ
تَجَاوَزَ لي عن أُمَّتي ما وسْوَسَتْ به صُدُورُهَا، ما لَمْ تَعْمَلْ أَوْ
تَكَلَّمْ.» [رواه البخاری]
ژباړه: الله
سبحانه و تعالی زما د امت د زړه وسوسې بښلي دي او نه يې پرې نيسي، ترڅو هغه ترسره
نه کړي او يا يې ونه وايي.
البته دا هغه وخت چې
شيطاني وسوسې او ناسم فکرونه عارضي وي، په زړه کې ځای ونه نيسي او پر قلبي اعمالو
لکه، کبر، رياء، نفاق... بدل نه شي، ځکه د قلبي اعمالو په اړه له انسان سره حساب
کېږي او عذاب پرې ورکول کېږي.
اوسمهال چې امت په ژور
انحطاط کې دی، ځينې خلک دغه آيت د خپل نفس د غوښتنو له مخې ناسم تفسيروي او وايي؛ کوم
شرعي احکام چې ترسره کول يې د انسان تر وس لوړ وي، انسان پرې نه دی مکلف، ځکه الله
سبحانه و تعالی وايي چې انسان تر خپل وس په لوړ څه نه دی مکلف. د بېلګې په ډول: که
چا ته ووايې چې خلافت د الله سبحانه و تعالی حکم او فريضه ده، بايد هر مسلمان يې د
تأسيس لپاره کار وکړي، نو ډېری خلک په ځواب کې وايي چې دا کار زما تر وسې لوړ دی
او الله سبحانه و تعالی مې پرې نه نيسي، ځکه هغه فرمايي چې « لَا يُكَلِّفُ
اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا»... .
په داسې حال کې چې هېڅ
صحابي، تابعي او تر هغوی وروسته مفسرينو او علماوو دغه آيت داسې نه دی تفسير کړی. د دې آيت مفهوم دا نه دی؛ کوم شرعي اعمال چې ـ د انسان د
خپل تعبير له مخې او د هغه د نفس د غوښتنې پر اساس ـ د انسان له وس څخه لوړ وي، پر
هغو نه دی مکلف، بلکې معنا يې دا ده چې د الله سبحانه و تعالی ټول رالېږلی شريعت د
انسانانو د وس او توان برابر دی او په شريعت کې هېڅ داسې حکم نه شته چې انسان يې
ترسره نه کړای شي.
۲: د تکليف په اړه رب ته
د امت دعاء:
د آيت په وروستۍ برخه کې
الله سبحانه و تعالی مسلمانانو ته خورا مهمې دعاګانې ورزده کوي، ترڅو مومنان په
ډېرې تضرع سره له الله سبحانه و تعالی څخه وغواړي چې په شريعت کې له هغوی سره
اساني او نرمي وکړي، د نورو امتونو په څېر يې پر سختو احکامو مکلف نه کړي، داسې څه
پرې تحميل نه کړي چې تر وس يې لوړ وي، عفوه او مغفرت ورته وکړي، رحم پرې وکړي او
نصرت او ملاتړ يې وکړي.
مخکې تر دې چې په مشخص
ډول پر هره دعاء بحث وکړو، لومړی اړينه ده چې د دغو دعاګانو پر عمومي روح او
مشترکو ټکو بحث وشي: دغه ټولې دعاګانې د جمعې په صيغې راغلي او مسلمانان د یو امت
په حيث له الله سبحانه و تعالی څخه غوښتنه کوي، نه په فردي توګه. د بقرې سورت کې
تر ډېره له بنو اسرائيل څخه بنو اسماعيل ته د رسالت پر لېږد باندې تمرکز شوی، نو الله سبحانه و تعالی نوي امت ته
بيانوي چې بني اسرائيلو د کبر، نفاق، حب الدنيا، غفلت، فسق، ظلم او ګڼو نورو مرضونو
له امله، خپل ځانونه د الله سبحانه و تعالی له رحم څخه بې برخې کړل، نو الله سبحانه
و تعالی پر سختو احکامو مکلف کړل چې دوی يې په تطبيق کې کمزوري وکړه او په دې سره
د الله سبحانه و تعالی د عذاب جوګه شول. الله سبحانه
و تعالی مسلمانان متوجه کوي چې، د يو امت په توګه بايد د بنو اسرائيلو له ناوړه
عادتونو او خواصو ځان وساتي، تر څو الله سبحانه و تعالی پرې رحم وکړي او مکلفيت يې
اسان کړي. نو دغه دعاګانې جمعي دي او د مسلمانانو له جماعت او دولت سره تړاو لري،
نه فردي. مسلمانان د يو امت په توګه له الله سبحانه و تعالی څخه غواړي چې
په تشريع کې له دوی سره د يهودو په څېر سختي ونه وکړي، دوی په هېره او خطا مجازات
نه کړي او له امله يې پر دوی د تېرو امتونو په څېر سخت احکام وضع نه کړي، پر داسې
احکامو يې مکلف نه کړي چې دوی يې د تطبيق توان ونه لري او د دين په تطبيق، د اسلام
په نشر او له دښمن سره په جګړه کې له دوی سره مرسته وکړي. الله سبحانه و تعالی هم
د مؤمنانو دغه ټولې دعاګانې قبولي کړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «أن الله- تعالى- قال عقب كل دعوة من
هذه الدعوات: قد فعلت.» [رواه
مسلم] (الله سبحانه و تعالی د دغو دعاګانو د هرې دعا وروسته وايي: ستاسو
دعاء مې قبوله کړه.)
دغه مهمې دعاګانې په
لاندې ډول دي:
لومړۍ دعاء:
«رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا»
ژباړه: اې زموږ ربه! که چېرې موږ هېره يا خطا وکړو، موږ پرې مه
نيسه.
بغوي رحمه الله
په خپل تفسير «معالم التنزيل» کې وايي: «کلبي وايي: د بنو اسرائيلو به چې کله د
الله سبحانه و تعالی کوم حکم هېر شو، يا به يې پکې خطا وکړه، سمدستي به مجازات
کېدل او د ګناه په تناسب به پرې د خوراک او څښاک له ډلې يو شی حرامېده، نو الله
سبحانه و تعالی مومنانو ته امر وکړ، ترڅو له هغه څخه وغواړي چې دوی د دغه څه -
نسيان او خطاء ـ له امله مجازات نه کړي...».
دا آيت په مدينه کې په داسې حال کې نازلېږي چې مسلمانان
د دولت څښتنان دي او شريعت کرار کرار د بشپړېدو په حال کې دی، مسلمانان مکلف کېږي
چې د دولت په چوکاټ کې د الله سبحانه و تعالی نظام پلی کړي. خو دا چې هېره او خطا
د انسان په فطرت کې شته، شونې ده چې د شريعت د ځينو احکامو تطبيق يې هېر او د ځينو
په تطبيق کې سهوه شي. نو الله سبحانه و
تعالی مومنانو ته ورزده کوي چې له
هغه څخه وغواړي؛ که موږ په نسيان (هېرې) او خطا (سهوې او ناپوهۍ) سره ستا امر او
نهی پر ځای نه کړو، يعنې که له موږ څخه د شريعت د کوم حکم تطبيق هېر شي او یا د يو
حکم د اجراء پر ځای بل کار راڅخه وشي، نو موږ ته پرې دنيوي عذاب ـ د سختو احکامو
وضع ـ او اخروي عذاب مه راکوه. د امت لخوا له دغې دعاء څخه وروسته الله سبحانه و
تعالی وايي: «قد فعلتُ» يعنې تاسو د نسيان او خطا له امله نه نيسم. او رسول
الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«إن
الله تجاوز عن أمتي الخطأ والنسيان وما استُكرهوا عليه» [رواه ابن ماجة و البيهقي]
ژباړه: الله سبحانه و تعالی زما د امت خطا، نسيان او اکراه ـ
ګناه ته په زور اړايستل کېدل ـ بخښلې او په دغو دريو حالتونو کې يې نه مجازات کوي.
دويمه دعاء:
«رَبَّنَا وَلَا
تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا»
ژباړه: اې زموږ ربه، زموږ پر اوږو دروند بار
مه راږده، لکه تر موږ مخکې خلکو پر اوږو چې دې ـ دروند بار ـ ايښی و.
په دويمه دعاء کې مومنان
الله سبحانه و تعالی ته سوال کوي چې موږ پر داسې سختو اعمالو او احکامو مه مکلف
کوه، لکه تر موږ وړاندې خلک (يهود) چې دې پرې مکلف کړي وو. پر يهودانو باندې د
هغوی د ظلم له امله الله سبحانه و تعالی سخت احکام وضع کړي وو، لکه: که د جامو کوم
ځای به يې نجس شو، بايد پرې کړی يې وای، د دې لپاره چې ريښتينې توبه وکړي او توبه
يې قبوله شي، بايد ځان يې وژلی وای، په ورځ کې پرې پنځوس لمونځونه فرض وو، د مال
څلورمه برخه يې بايد زکات ورکړي وای، چې ګناه به يې وکړه، سهار به يې پر دروازه ليکل
شوي وو چې فلاني شخص دغه ګناه کړې ده، ځينې پاک او طيب شيان پرې حرام شوي وو... .
الله سبحانه و تعالی هم د مومنانو د دغې دعاء په ځواب کې وويل چې: «قد فعلتُ» يعنې پر تاسو هغسې سخت احکام نه وضع کوم چې پر يهودانو مې وضع کړي وو. او رسول
الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«إِنَّمَا
بُعِثْتُ بِالْحَنِيفِيَّةِ السَّمْحَةِ» [رواه الطبراني]
ژباړه: بېشکه، زه
پر حق او اسانه دين مبعوث شوی يم.
درېيمه دعاء:
«رَبَّنَا وَلَا
تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ»
ژباړه: اې ربه! پر موږ هغه څه مه تحميلوه چې توان يې نه لرو.
د «مَا لَا طَاقَةَ
لَنَا بِهِ» د معنا او موخې په
اړه مفسرين ګڼ تعبيرونه لري، لکه: سخت غربت، زيات شهوت، محبت، عشق، د زړه خبرې او
وسوسې، د څېرو مسخ کېدل، مصيبتونه، عذابونه او ابتلاګانې، سخت احکام... ؛ په هر
صورت دغه ټولې معناګانې په خپل منځ کې ټکر نه لري او «مَا لَا
طَاقَةَ لَنَا بِهِ» دغه ټولې معناګانې
رانغښتلی شي. نو په څلورمه دعاء کې مؤمنان له الله سبحانه و تعالی څخه غواړي چې اې
زموږ ربه! موږ په دومره سخت غربت مه اخته کوه چې نه يې شو برداشت کولی، شهوت
راباندې دومره مه غالب کوه چې کنټرول يې زموږ تر وسې لوړ وي، د زړه په وسوسو مو
محاسبه کوه ځکه دا مو له توانه لوړ دي، څېرې مو د خنزيرانو او بيزوګانو شکلونو ته
مه اړوه چې نه يې شو زغملی، په داسې مصيبتونو او عذابونو مو مه ابتلاء کوه چې تر
عهدې يې نه شو وتلی او داسې سخت احکام راباندې مه وضع کوه چې نه يې شو تطبيقولی...
او الله سبحانه و تعالی د مؤمنانو دې غوښتنې ته په ځواب کې وايي: «قد فعلتُ» يعنې هغه څه نه درباندې
تحميلوم چې توان يې نه لرئ.
څلورمه، پنځمه او شپږمه
دعاء:
«وَاعْفُ عَنَّا
وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا»
ژباړه: او موږ ته عفوه وکړه، مغفرت راته وکړه
او رحم راباندې وکړه.
له لومړيو دريو سلبي
دعاګانو وروسته مومنان خپل رب ته درې ايجابي دعاګانې کوي او په ډېرې عاجزۍ وايي؛
اې ربه زموږ ګناهونه محوه او پاک کړه، پر ګناهونو مو پرده واچوه او د خپل رحم او
مهربانۍ له مخې د نورو ګناهونو توفيق مه راکوه. الله سبحانه و تعالی
د دوی د غوښتنې په ځواب کې فرمايي: «قد فعلتُ» ګناهونه مو بخښم، پر ګناهونو
مو پرده اچوم او رحم درباندې کوم.
اوومه
او وروستۍ دعاء:
«أَنتَ
مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ»
ژباړه: ته زموږ مولا يې، نو د کافرانو پر وړاندې موږ ته بريا
را په برخه کړه.
په پای کې مؤمنان د يو ستر او خورا مهم مکلفيت په اداينه کې له
الله سبحانه و تعالی څخه مرسته غواړي او وايي چې: ته زموږ يواځېنی ولي، مرستندوی،
ملاتړی او ناصر يې، نو د کافرانو پر وړاندې موږ ته بريا را په برخه کړه، تر څو ستا
کلمه پر نورو ټولو کلمو لوړه او ستا دين پر ټولو دينونو، افکارو او نظامونو باندې
برلاسی شي. او الله سبحانه و تعالی هم ورته وايي: «قد فعلتُ» يعنې سمه ده،
د کفارو پر وړاندې مو نصرت کوم او بريا در په برخه کوم.
الله سبحانه و تعالی د امت د دغو ټولو دعاګانو په ځواب
کې وايي: «قد فعلت» نو بيا ولې نن مسلمانان پر کفارو نه دي برلاسي بلکې
برعکس، کفار او کفري نظامونه پر مسلمانانو حاکم دي؟ يا ولې الله سبحانه و تعالی د
امت لومړي دور (اصحابو) ته نصرت ورکړ، خو نن مسلمانان ـ د امت په حيث ـ د کفارو پر
وړاندې د الله له نصرت څخه بې برخې دي؟
ځکه؛ د امت د اوسني دور او اصحابو د دور تر منځ دوه
اساسي توپېرونه شته چې په دغه آيت کې واضح شوي. لومړی دا چې اصحابو رضی الله عنهم د
الله سبحانه و تعالی فرمان ته د «سمعنا و أطعنا» په ويلو سره لبيک وايه او
د هغه هر امر يې د زړه له تله مانه، خو نن امت د بنی اسرائيلو په څېر عملاً د «سمعنا
و عصينا» تمثيل کوي. مؤمنانو خپل اساسي مکلفيتونه او د الله ستر احکام شاته
غورځولي او د بنی اسرائيلو په څېر په حب الدنيا کې ډوب او له مرګه وېره لري. دوهم
دا چې اصحابو د زړه له تله د «أَنتَ مَوْلَانَا» په ويلو
سره له الله سبحانه و تعالی څخه نصرت غوښت او په ريښتيني ډول يې الله سبحانه و
تعالی د خپل ولي په توګه نيولی و. خپلې ټولې ستونزې يې الله سبحانه و تعالی ته
وړاندې کولې او د هرې ستونزې په حل کې يې له هغه څخه مرسته غوښته. خو نن ورځ
مسلمانان د امت په حيث الله سبحانه و تعالی خپل يوازينی ولي نه ګڼي او په ولايت کې
يې له هغه سره شريکان نيولي دي. امت خپلې ستونزې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو؛
امريکا ملګرو ملتونو... ته وړاندې کوي، له هغوی څخه د خپلو ستونزو حل غواړي او
مرسته ترې غواړي. امت خپل خورا مهم صفتونه
«وسطيت او شهادت» له لاسه ورکړي او اوس هغسې چې بايد «شاهد او وسط امت وای» نه دی. تر څو چې امت بېرته شاهد او وسط امت نه شي، د زړه له تله د «سمعنا و
أطعنا» په ويلو سره الله سبحانه و تعالی ته تسليم نه شي او هغه خپل يوازينی
ولي او مولا ونه ګڼي، تر هغه يې الله سبحانه و تعالی نصرت نه کوي.
د
معاذ ابن جبل رضی الله عنه په اړه راځي چې، هغه به چې کله د بقرې سورت پای ته
ورساوه او د دعاګانو آیت به يې تلاوت کړ، نو په پای کې به يې ويل:
«آمــــــــــــــين»