Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ح.ت.افغ ۱۴۴۳/۰٧ جمعه ٠٦ جمادي الأولى، ۱۴۴۳هـ ١٢/١٠/۲۰۲۱م

مطبوعاتي اعلامیه
امريکا په افغانستان کې د بنديزونو په لګولو او اقتصادي وضعيت په خرابولو سره د خپلې ماتې غچ اخلي

             په دې وروستيو ورځو کې د امريکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تېرو دوو لسیزو په پرتله په بېسارې توګه تر ټولو ټيټې کچې ته رالوېدلی دی. دغه راز د افغانستان مالي سکټور او څو مهم بانکونه د سقوط په درشل کې دي. دا حالت په بازار کې د توکو د ګرانۍ، بې وزلۍ او بېکارۍ لامل شوی او افغانستان يې له يو بې مخينې اقتصادي ناورين سره مخ کړی دی.
            د حزب التحريرـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر اوسنی اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ ګڼي او د تېر رژيم سپېره ميراث، د اسلامي امارت لخوا د اغېزناکې اقتصادي پاليسۍ نشتوالی او د امريکا له لوري اقتصادي بنديزونه او د افغانستان د مالي زېرمو بندول يې اساسي لاملونه بولي. په واقعيت کې غرب په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې يو مصنوعي او پر بهرنيو مرستو تکيه اقتصاد رامنځته کړی و چې اوس د دغو مرستو په بندېدو سره د افغانستان اقتصادي کښتۍ د ډوبېدو په حال کې ده.
            امريکا او ناټو له شرمناکه وتلو او د نظامي، استخباراتي او سياسي فشار د غوراويو له محدودېدو وروسته هڅه کوي چې د اقتصادي تحريمونو او بنديزونو له لارې خپلې سياسي موخې تعقيب کړي. غرب د «تشويق او تنبيه» له سياست  څخه په استفادې غواړي چې له يوه اړخه د افغانستان له خلکو د خپلې ماتې غچ واخلي او له بله پلوه د افغانستان اسلامي امارت د حکومتولۍ په ډول او چال چلند کې بدلون رامنځته کړي. تر ټولو مهم بدلون چې امريکا يې غواړي، هغه د اسلامي نظام له تاسيس څخه د اسلامي امارت تېرېدنه او تنازل؛ د دولت ـ ملت په پولو کې د اسلامي نظام د داعيې محدودول؛ د افغانستان له تښتېدلو چارواکو سره چې په غرب پورې تړلي دي، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول؛ د غربي ارزښتونو رعايت او له امريکا سره منظمې استخباراتي همکارۍ دي. که څه هم غرب همېشه د بشر پالنې او بلاعوضه مرستو خبرې کوي، خو څه چې عملاً لیدل کیږي، دغه ټولې مرستې سياسي او په ځینو ځانګړو اقداماتو پورې مشروطې شوې دي.
            د افغانستان خلک بايد وپوهيږي چې د افغانستان سياسي او اقتصادي ستونزې د اوسنیو پولو، سرحدونو او اوسني نظم په چوکاټ کې د حل وړ نه دي، بلکې يوازينۍ سمه او اساسي حل‌لار، تر واحدې اسلامي رهبرۍ لاندې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا یووالی دی. په واقعيت کې دغه استعماري پولي دي چې مسلمانان يې کمزوري کړي او سره بېل کړي دي چې په اسانۍ سره پرې بنديزونه لګول کيږي او له بله پلوه د سيمې د مسلمانانو اقتصادي سرچينې يې داسې وېشلې دي چې ګټه يې يوازې ښکېلاګرو او د هغوی مزدورانو ته رسيږي.
            د اسلامي امارت مسولين بايد په دې وپوهيږي چې د غرب اوسني فشارونه په واقعيت کې هغه دام دی چې له لارې یې د خالص اسلامي نظام د تاسيس مخنيوی کوي. د غرب د غوښتنو پر وړاندې هر ډول غاړه نرمول به ناوړه دنيوي او اخروي پايلې ولري. څرنګه چې د جهاد په ډګر کې استقامت ستاسو د بريا لامل شو، همدغه ډول د غرب د غوښتنو پر وړاندې ستاسو استقامت د حکومتولۍ په ډګر کې ستاسو د بريا لامل کيږي. خو په کار ده چې د يو مسول حکومت په توګه خپل ځان له دغه ناوړه او وروسته پاتې حالته وباسئ او په څرګند ډول د اغېزناکو پروګرامونو په مرسته د خلکو د اقتصادي ستونزو په حل لاس پورې کړئ. له اوسني اقتصادي ناورين څخه د وتلو يوازينۍ لار د اسلام هراړخيز تطبيق او د اسلام د اقتصادي نظام ته مخه کول دي. ځکه اسلام د سلامتيا دين دی او له اسلام پرته د بل هر حکم تطبيق اوسنی بحران لا پېچلی کوي.

﴿إِن يَنصُركُمُ ٱللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُم وَإِن يَخذُلكُم فَمَن ذَا ٱلَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعدِهِ وَعَلَى ٱللَّهِ فَليَتَوَكَّلِ ٱلمُؤمِنُونَ﴾

 [آل عمران:۱۶۰]
که الله ستاسو مرسته وکړي، نو هيڅوک پر تاسو نه شي برلاسی کېدای او که ستاسو له مرستې لاس واخلي، نو له هغو وروسته به څوک ستاسو مرسته وکړي؟ او مؤمنان بايد يوازې پر الله توکل وکړي.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر