Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۷/۱۴۴۲ سه‌شنبه ۲۸ جمادي الاولی، ۱۴۴۲هـ ۱۲/۰۱/۲۰۲۰م

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان جمهوریت په وژنتون بدل شوی؛ د ژغورنې لاره شته؟

په څو وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ښارونو او کلیو کې پرله پسې ترورونو، چاودنو، راکټ ویشتنو او ړندو بمبارویو زور اخیستی. مخور، دولتي کارکوونکي، ژورنالېستان، تحلیلګران، د جوماتونو امامان، پېژندل شوې څېرې او ملکي وګړي یو پر بل پسې په بېلابېلو ډولونو وژل کېږي. د خلکو لپاره عادي شوې چې سهار او ماښام د چاودنې په غږ او د بمبارۍ په خبر پیل کړي. افغانستان د ملکي وګړو، مخورو او خبریالانو لپاره په تر ټولو وژونکي هېواد بدل شوی دی. د افغانستان دولت یوازې تاسف څرګندوي، کمېسیونونه جوړوي او شمېرې خپروي. په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت په بې شرمۍ سره ځینو خبریالانو ته ویلي دي؛ هغه رسنۍ باید وتړل شي چې خپلو کارکوونکو ته وسلې نه شي اخیستلی.
د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر وژل شوو ته د دعا، زخمیانو ته د عاجلې شفا او د پېښو څخه اغېزمنو شوو کورنیو ته د جمیل صبر د غوښتنې تر څنګ لاندې ټکي د یادونې وړ ګڼي:
لومړی: پرله پسې ترورونه او د وحشت خپرونه د یوې نوې پروژې ښکارندويي کوي چې په هغو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل لوري د استخباراتي بریدونو او د افغان مسلمانانو د وینې په قیمت سره غواړي چې د افغانستان د سولې په تقیسم کې لویه ونډه تر لاسه کړي او عامه افکار د خپل مقابل لوري پر ضد کړي. په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې تر ټولو ډېر امتیاز اخیستی دی، خپل ځواکونه او مرکزونه یې خوندي کړي او برعکس یې افغانان یو له بل سره په جګړه کې ښکېل کړي دي.
دویم: د افغانستان د دولت کار غندل او د مړو د جسدونو په اړه د اعلامیو لیکل دي. چارواکي د لوړو دېوالونو تر شا له خلکو لرې ژوند او په زرې موټرونو کې تګ راتګ او سوداګري کوي او د خلکو هېڅ درد نه احساسوي. دا چارواکي له یوه اړخه خپل ځانونه د انساني ارزښتونو انتقالونکي او ملاتړي ګڼي او د رسنیو په مخ کې د جمهوریت چیغې وهي، خو کله یې چې ګټې او واک له خطر سره مخ شي، په قاتلانو او جلادانو بدلیږي؛ لکه چې په دې وروستیو کې هغه کسان په مرګ ګواښل شوي چې پر دولت نیوکې کوي. هو! دا ټولې وژنې او وحشتونه د سولې او جمهوریت د هغو چیغو ترجماني کوي چې تر اوسه هم د ټولنې غوږونه ځوروي. په واقعیت کې دوی نه اسلام ته ارزښت ورکوي او نه هم د جمهوریت پروا لري؟ یوازې د خپل واک دوام او د ګټو تر لاسه کول پېژني.
نو د افغانستان مسلمان خلک باید پوه شي چې د ژغورنې لاره د افرادو بدلون او ددې فاسد نظام اصلاح نه ده، بلکې یو اساسي او بنیادي بدلون ته اړتیا ده. هغه بدلون چې وارداتي نظامونه او قدرت غوښتونکي او فراشوټي مشران د تاریخ په خځلنۍ کې خښ کړي او په بدل کې یې داسې نظم رامنځ ته کړي چې له یو لوري ددې خاورې د خلکو له اسلامي ارزښتونو او عقایدو سره سم وي او له بله اړخه داسې رهبران واک ته ورسوي چې د خلکو د عقیدي، مال، ځان او ناموس ساتنه کوي او هغه خپل بنسټیز مکلفیت ګڼي. دا نظام له اسلامي دولت (اسلامي خلافت) پرته بل څه نه دی.

"إنَّما الإمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِن ورَائِهِ ويُتَّقَى به" رواه مسلم
بې شکه چې امام ډال دی، شاته یې مسلمانان جګړه کوي او د هغه په وسیله یې ملاتړ او ساتنه کېږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر