با افتخاره سوالګر
11/25/2020 | زمری افغان

Print


د افغانستان له حکومت سره د مرستو لپاره د جینوا جوړ شوی کنفرانس پای ته ورسېد چې له افغانستان سره پکې د مشروطو مرستو ژمنه وشوه. دا ځل تر پخوا زیات شرطونه دي او حکومت هم ټټر وهلی چې دا شرطونه به پوره کوي. له کنفرانس وروسته حکومتي چارواکي خوشاله دي او په ډېر ویاړ سره وايي چې موږ بریالي وو او مرستندویان مو قانع کړل چې له موږ سره مرستې وکړي.
د افغانستان د حکومت چارواکي جینوا ته د شیک‌پوشه سوالګرو په توګه ورغلي وو او آن د یوه چارواکي په اړه یې ویل کېږي چې د ۲۵۰ زره ډالرو ساعت یې په لاس و. دوی نه یوازې نورو ته لاس نیولی و، بلکې د مرستو لپاره یې د هغوی هر ډول شرایط هم منل. که څه هم ځیني شرطونه ظاهرا مثبت دي، خو په واقعیت کې د مرستو په نوم دا پیسې زموږ ملا ماتوي. لومړی خو د یو ولس په توګه کلونه کلونه د نورو په مرستو چلیدل او بیا د چارواکو له خوا ددې سوالګرۍ په اړه ویاړ کول، خپله ذلت دی. دویم دا چې په شرطونو کې ټول شرطونه زموږ لپاره د زهرو حیثیت لري. آن همدا چې وايي له اداري فساد سره مبارزې وکړئ او موږ درسره مرسته کوو، دا خپله له سپکاوي ډک عمل دی. دا خبره دا مانا لري چې تاسې مفسدین یاست، فساد مو کار دی او خوښوئ یې، خو دا موږ یو چې تاسې متوجه کوو او پر تاسې دا شرط ږدو چې فساد به نه کوئ. همدا چې له فساد سره مبارزه د نورو شرط شوه او چارواکو هېره کړه، دا خپله زموږ ذلت دی.
په واقعیت کې د مرستو په نوم د ځینو هېوادونو دا پیسې نه یوازې دا چې زموږ په حالت کې کوم مثبت بدلون نه راولي، بلکې موږ لا زیات ذلیلوي. له یوه اړخه دا پیسې لویه برخه بېرته وځي او د بهرنیو جیبونو ته ځي. له بله اړخه ددې پیسو یوه برخه له بهره راغلي غله چارواکي وهي او ورسره په کور دننه هم ځیني غله او مفسدین هم په غلا کې شریک دي. تر دې مهمه او اساسي خبره دا ده چې دا پیسه پر هېڅ داسې کار او پروژه نه لګېږي چې زموږ ژوند دې ورسره ښه شي. که ددې پیسو یو ښه مثال ورکړو، هغه زموږ برېښنا ده چې د همدغو پیسو په واسطه یې د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لرونکی هېواد په ازبکستان او تاجکستان پورې تړلی او هغوی هم پر موږ ملنډې وهي. دا مرستې زموږ ټول ژوند او چارې زموږ د برېښنا په شان کوي. په دې پیسو هېڅ داسې کار نه کېږي چې هغه دې زموږ د عزت او سرلوړۍ سبب شي او موږ دې ورته مرستې وویلی شو.
واقعیت دا دی چې لوېدیځ دا مرستې د خپلو لاسپوڅو چارواکو او پر افغانستان د تپل شوي نظام د دوام لپاره کوي. موږ د افغان ولس په توګه دا مرستې نه غوښتي او نه یې غواړو، بلکې دا د تپل شوي نظام د با افتخاره سوالګرو او د هغوی د بادارانو معامله ده چې دا ولس له زیات له لوږې، غربت او نورو ته په لاسنیوي روږدی کړي. دا غیور ولس ددې وړ نه دی چې نورو ته یې لاس اوږد وي، بلکې ددې وړ دی او ددې ظرفیت هم لري چې نورو ته یې ورکړي، د نورو لاسنیوی وکړي، خو تپل شوي نظام، خاینو چارواکو او د هغوی بادارانو له دې برخلیک سره مخ کړی دی. تر هغو چې دا تپل شوی نظام او دا خاین چارواکي وي، نه یوازې موږ به په خپلو پښو ونه درېږو، بلکې له لا زیات ذلت او خوارۍ سره به مخ شو.




   ارسال نظر