په جمهوریت کې د کمونیستي دورې سیاسي اختناق
11/12/2020 | زمری افغان

Print


د غويي د اوومې له کودتا وروسته مست شوو کمونیستانو فکر کاوه چې اوس نو د تل لپاره واکمن شوي او څوک یې چې پر وړاندې ولاړ دي، یوازې د هدیرې لوري ته ورته لاره پرانیستې ده. هغه وخت افغانستان شپاړس میلیونه نفوس لاره، خو کمونستانو به ویل چې زموږ څلور میلیونه فکري کمونیستان پکار دي، دا نور یا باید ووژل شي او یا هم باید وشړل شي. له همدې امله یې تګلاره پر وژلو او شړلو ولاړه وه او هره میاشت یې زرګونه خلک وژل، زنداني کول او یا به یې هم د هېواد پرېښودلو ته اړ ایستل. کمونیستي واکمنانو به د بي بي سي راډیو په اورېدلو خلک ژوندي تر خاورو لاندې کول، پر لمانځه لیدل شوي کسان به یې بل الفعل لیدل شوي مجرمین ګڼل او د څرخي پله او دهمزنګ زندانونه یې ورته تیار کړي وو. کمونستان په خپلو خرمستیو او خوشالیو کې وو، خو مسلمانانو د خبرو، لمانځه او نظر حق نه لاره. هر مسلمان په یوه خبره تر زندانه تللی شوای او ان ژوندی تر خاورو لاندې کېدل شوای.
کمونیستي فکر او ایډیلوژي په ټوله نړۍ کې مات شول، خو لا هم په افغانستان کې واکمن همغه کمونیستي فکر او ذهنیت لري او فکر کوي د خلکو په وېرولو، وژلو او بندي کولو به خپل هدف ته ورسیږي او نور به ځان ته تسلیم کړي. په کابل کې اوسني واکمن د کمونیستي دورې د اختناق فکر لري او هڅه کوي چې وېره خپره کړي او له دې لاره خپله واکمني وغځوي. له دې امله چې دوی د جمهوریت او دیموکراسۍ ډول هم وهي، نو په ښکاره کمونیستي اکټونه نه کوي، خو په واقعیت کې یې کارونه همغسې دي. په کابل او ځینو ولایتونو کې مرموزې وژنې روانې دي او داسې نښې شته چې دا د وېرونې د همدې لړۍ کړۍ دي. له دې سره حکومتي چارواکي په واضح ډول مخالف نظر د نظام پر ضد او د دوی دښمن په ګټه ګڼي، نو پر هر چا لومړی د طالب ټاپه وهي او بیا یې تر خپلې استخباراتي عملیې لاندې راولي چې پکې له بنده تر وژلو پورې هر څه راتللی شي.
دوی د وېرې خپرولو لپاره منظم پلانونه هم لري. د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان نرم هدفونه په نښه کوي، خو ټول پوهېږي چې دوی خپله غواړي نرم هدفونه په نښه کړي، خو پړه یې بیا پر طالبانو واچوي. پر کابل پوهنتون برید او د ځینو فعالینو مرموزې وژنې، ټول د همدغه پلان برخې ښکاري. په وروستیو کې ټولو پوهنتونو او ښوونځیو ته ویل شوي چې له د بریدونو له ګواښ سره مخ دي او ورپسې تازه دا وویل شول چې طالبان نرم هدفونه په نښه کوي، نو ښايي ځیني مدني فعالین په نښه شي. دا ټول د وېرې خپرولو منظمې هڅې دي او غواړي د کمونیستي اختناق په شان دوره بیا را وګرځوي.
خو چارواکي تېروتنه کوي، ځکه نه اوس نړۍ په کمونیستي دوره کې ده او نه هم کمونیستي دوره کارنده وه. هغه وخت چې یوازې دولتي راډیو ټلویزیون و او هغه به هم پر خلکو کمونیستي زهر شیندل، کمونستانو ونه کړای شول چې خلک غلي کړي، نو اوس چې ټولنه ډېره پرانیستې ده او آن واکمن د وینا ازادي خپله یوه لاسته راوړنه ګڼي، څنګه به بریالي شي، چې په هرځای کې وېره خپره کړي او خلک غلي کړي!؟
واقعیت دا دی چې ددې نظام چلوونکي تېروتې دي، اوس نه یوازې خلک وېریږي نه، بلکې غږ یې لا لوړیږي. خلک ویني چې په فساد کې ډوب چارواکي آن د خپلو بادارانو ملاتړ هم له لاسه ورکوي او بادار یې د ماتې احساس کوي. خلک به لا هم د ظلم، فساد، پردۍ پالنې، جاسوسۍ او باطل پر وړاندې ولاړ وي او د حق او خپلواکۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي. په جهوریت کې د کمونیستي سیاسي اختناق فکر به بریالی نه شي او چارواکي به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.




   ارسال نظر