مهم
Pashto Farsi


د ملکي مرګژوبلې زیاتوالی؛ د امنیتی که د قصابي تړون پایله!؟
02/20/2017 | مصدق سهاک

جګړه په افغانستان کې ورځ تر بلې نوې بڼه اخلي او لا زیاتې وینې تویېږي. له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته، د ظلم او وحشت تور وزورنه د خلکو پر ژوند خواره شوي، نا امني او د ملکي کسانو وژنه په بې سارې توګه زیاته شوې. «په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو ساتنه» تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو سازمان یو نوی راپور ښیي چې له ۲۰۰۹ وروسته په افغانستان کې ملکي مرګژوبله لوړې کچې ته رسېدلې ده. د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۱۶ کې په افغانستان کې ۳۴۹۸ تنه وژل شوي او ۷۹۲۰ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په جرات استدلال کولی شو چې د ملګرو ملتونو په راپور کې د ملکیانو د وژنې شمېر ډېر کم ښودل شوی، چې د منلو وړ نه دی، د ملکیانو د مرګژوبلې کره شمېره نه ښيي، د مرګژوبلې یوازې هغه شمېره پکې ښودل شوې چې دولتي سرچینو تایید کړې او یا هم دغه بنسټ څېړلې. په داسې حال کې چې سلګونه او زرګونه هغه پېښې چې زرګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي، په دغه څېړنه کې نه دي راغلې. که نه کره شمېر یې تر لسو زرو اوړي.  

په اصل کې دغه څېړنه د عامه افکارو د غولونې لپاره یو ډول پروپاګند دی، تر څو حقیقتونه او  کره شمېر پټ کړي یا یې لږ وښیي او هڅه کوي چې په افغانستان کې د دواړو اړخونو جنګي جنایات پټ کړي. حال دا چې د افغانستان خلک د امریکا تپل شوې جګړه په خپلو هډونو ګالي او سهار چې له کوره وځي، د بېرته راتګ سل پر سله تمه نه لري.

د ملکي وګړو د مرګژوبلې زیاتوالی د هغو کسانو پر مخ کلکه څپېړه ده چې په تکبر يې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو ملاتړ کاوه او هغه يې د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت، ثبات او پرمختګ لامل ګاڼه. خو یاد تړون د ملکي کسانو د مرګژوبلې او جګړې له زیاتوالي، اقتصادي کړکېچ او د خلکو پر برخلیک د ناخوالو له حاکمیت پرته بله ډالۍ نه ده راوړې؟ د دې تر څنګ، له امریکا سره د یاد تړون له لاسلیک وروسته جګړه او نا امني له سویلي ولایتونو شمالي هغو ته خپره شوه او اوس په یوه وخت شمالي او سویلي ولایتونه په دغه بدمرغه جګړه کې سوځي. نو ځکه ځینو امنیتي تړون "د قصابۍ تړون"  نومولی.   

امریکا د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د جګړې میکانېزم ته بل رنګ ورکړ او جګړه یې افغاني کړه، تر څو افغانان په خپله یو د بل وینه تویې کړي. له همدې امله یې خپل عسکر د جګړې له ډګره راویستل، ځینې یې له افغانستانه بهر ته ولېږل او ځینې یې د خپل حاکمیت د تضمین په موخه په نظامي اډو کې وګمارل.

نو اوس د جګړې دواړه اړخه، یعنې افغان امنیتي ځواکونه او مخالفې ډلې، مسلمانان او افغانان دي، پر یوه الله، پیغمبر او قران ایمان لري، قبله يې يوه ده؛ خو د امریکا د ګټو د ساتنې لپاره د خپل مسلمان ورور وینه تویوي. له شک پرته ، چې یاد حالت سخت خواشینونکی دی او یو ډول ورور وژنه ده. خو امریکایان په خپلو اډو کې د افغان مسلمانانو د وینې تویدنې ننداره کوي، د دواړو اړخو په کار خاندي او هڅه کوي چې د دغې جګړې تنور لا زیات ګرم کړي.

د دې تر څنګ د افغانستان حکامو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) ته په دغه هېواد کې د سلګونو مسلمانانو وینه تویېدنه د مچ وزر هومره ارزښت نه لري او په یوه عادي مسئله ورته بدله شوې، چې هېڅ د دوی انساني احساسات او عواطف نه تحریکوي، ته وا پر ډبرو اوښتي. ټول فکر او ذکر یې خلکو ته په لکچر ورکولو او د دریشي د رنګ په انتخاب کې دی. د ملګرو ملتونو سازمان د راپور په اړه د ارګ اعلامیه دا ادعا په ډاګه کوي چې دولت د خلکو د وینې تویېدنې هېڅ پروا نه لري.

دا د افغانستان مسلمان او شریف ولس دی چې تر درې لسیزو زیات د نیابتي، استخباراتي او استعماري جګړو لپاره قرباني ورکوي او د زړه ټوټې یې له لاسه ورکوي. نو ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې یاد ناوړه حالت په غوره حالت بدل کړو، ځان له لویدیځو او ختیځو ښکېلاکګرو ازاد کړو او خپل سیاسي برخلیک د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وټاکو!؟ له شک پرته د دې وخت رارسېدلی چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د تاسیس لپاره هڅې یو ځای او ګړندۍ کړو. خلافت هغه نظام دی، چې د اسلامي امت د ویني، عزت، مقدساتو، نوامیسو او ارزښتونو دفاع کوي او خپلو وګړو ته رواني او فزیکي امنیت ډالۍ کوي. 

مصدق سهاک

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی


   


   ارسال نظر