Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۱/۱۴۳۸ جمعه ۲۵ صفر ۱۴۳۸هـ ۲۵-۱۱-۲۰۱۶م

مطبوعاتي اعلاميه
ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس دحزب التحرير پر وړاندې د ژورناليزم ټول اساسات تر پښو لاندې کړل

ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۵ هـ ل کال د ليندۍ د مياشتې په درېيمه نېټه، يو راپور چې تقريباٌ ورته منځپانګه يې درلوده د «په کابل کې د حزب التحرير خطرناکې خپرونې» او «د حزب التحرير پراخ رسنيز فعاليت او د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت بې خبري» تر سرليکونو لاندې خپاره کړل. د راپور ليکوال د متناقضو خبرو، يو اړخيزو مرکو او له کرکې ډکې پايلې پر مټ هڅه کړې ده ترڅو حزب التحرير په تروریستي فعاليتونو باندې تورن او د دولت بېلابېل بنسټونه او عام خلک د حزب التحرير پر وړاندې تحريک کړي.
د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د دا ډول غير متوازنو او يو اړخيزو رپوټونو خپراوی د ژورناليزم د ټولو اساساتو او اخلاقو خلاف عمل بولي او هغه پر سختو ټکو غندي، او د یادو شوو تورونو پر وړاندې محترمو ژورنالیستانو او رسنيو ته لاندې ټکي بيانوي:
1.هېڅوک نشي کولای د حزب التحرير له فکري او سیاسي فعاليتونو څخه داسې بېلګه راوړي چې د ګران اسلام له افکارو او احکامو سره ټکر ولري. مګر دا چې په افغانستان کې د جان کيري د دولت د احزابو او اساسي قانون له بنسټه له اسلام او د اسلامي امت له ګټو سره ښکاره ټکر لري؛ حزب التحرير هېڅکله نشي کولای د داسې غير اسلامي قوانينو پر بنسټ خپلې چارې تنظيم کړي.
2.په داسې حال کې چې حزب التحرير په افغانستان کې مطبوعاتي دفتر او رسمي وياند لري او د ماندګار په شمول له ډېری رسنيو سره په دوامداره توګه اړيکې لري، بيا هم ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس د حزب د رسمي وياند او يا د مطبوعاتي دفتر د غړو له نقل قول پرته يو اړخيز او غير متوازن راپورونه خپاره کړي دي، چې له امله دواړو رسنيو د ژورناليزم ټول اصول، اخلاق او د اسلام د سپېڅلي دين لارښوونې تر پښو لاندې کړې دي.
3.حزب التحرير د اسلام په ټول ثقافتي او فکري پانګه کې د «ملي ګټو» مفکوره نه پېژني. له همدې امله حزب التحرير همېشه د اسلام د افکارو او احکامو پر بنسټ د اسلامي امت د ګټو دفاع او پالنه کوي او د «ملي ګټو» په شمول د ټولو هغو مفکورو پر وړاندې سخته فکري او سياسي مبارزه کوي چې د «اسلامي» پر مختاړي او روستاړي باندې سنبال شوې، خو د اسلامي امت د تفرقې او وېش سبب شوې دي.
4.هغه تور چې يو کال وړاندې د اجرائيه رييس له خوا پر حزب التحرير ولګېد، تر ننه هغه ونه کړای شول چې د هغه د اثبات لپاره وړ او کره شواهد وړاندې کړي. له همدې امله څه موده وروسته د اجرائيه رییس لومړي مرستيال په ډاګه رسنيو ته وويل چې د حزب التحرير د فعاليتونو په اړه هېڅ داسې شواهد نشته چې د هغو په تروریستي والي باندې دلالت وکړي. خو دا چې دغو څرګندونو د اسلام پر وړاندې د امريکا تبليغاتي ماشين په خوځښت نه راووست او د رسنيو د تمويلوونکو له غوښتنو سره يې سمون نه درلود، نو د ډېری رسنيو له خوا نه ليدلی و ګڼل شو.

[بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ]

الأنبياء:18»‏«
بلکې موږ حق د باطل پر سر ور وهو او حق د باطل د سر مغز ګډوډ کوي او (دا ډول) باطل ډېر ژر له منځه ځي.
 د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر