د وروستیو خونړیو پېښو په اړه بې ځوابه پوښتنې
11/08/2020 | زمری افغان

Print


د افغانستان جګړه اوس یوې داسې مرحلې ته ننوتې چې د خلکو وژل روان دي، خو وژونکي یې د پېریانو په شان غیبیږي. په دې وروستیو کې پرله خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښې کېږي چې یا یې څوک هېڅ مسوولیت نه اخلي او یا یې هم داعش مسوولیت واخلي، خو د افغانستان داعش یوازې یو لاسپاک ته پاتې کېږي چې اوس پرې ډېر قاتلین خپل په وینو سره او کثیف لاسونه پاکولی شي. پر کابل پوهنتون او تر هغه وړاندې پر کوثر ښوونیز مرکز د بریدونو پړه داعش منلې ده، خو هغوی چې مسایل له نږدې څارې او په دې اړه څېړنې کوي، بیا بیا ردوي چې په دغو بریدونو کې د داعش لاس و. له یوه اړخه داعش په افغانستان کې جغرافیه نه لري او له بله اړخه ددغه ډول بریدونو ادعا کوي، چې دا چاره شکونه پیدا کوي او بیا د مسایلو تعقیب شکونه په یقین بدلوي او معلومیږي چې داعش اوس یوازې یو وسیله ده چې استخباراتي قاتلین پرې خپل پل پټ کړي.
پر کابل پوهنتون د برید په تړاو هم همداسې بې ځوابه پوښتنې شته؛ بریدګر څنګه پوهنتون ته ننوتل؟ چا ننه ایستل؟ دومره ډېرې وسلې او تجهیزات یې څه ډول انتقال کړل؟ ولې برید په داسې ورځ وشو چې هلته ګڼ نور چارواکي هم ورتلل او د هغوی امنیتي کسان مخکې له مخکې رسېدلي وو؟ بریدګرو ولې بې ګناه محصلین په نښه کړل؟ وسله والو طالبانو بیا بیا په برید کې لاس لرل رد کړل، خو حکومتي چارواکو ولې پړه تر پایه پر طالبانو اچوله؟ له برید وروسته پر دیوالونو لیکل چا او ولې وکړل؟ هلته د طالبانو بیرغ چا را ووړ؟ وروسته د کابل پوهنتون پر دیوالو د شپې له خوا د طالبانو ضد او د سولې د روانو خبرو د قطع کولو شعارونه چا ولګول؟ د برید د مخنیوي په برخه کې د غفلت په تور دیارلس امنیتي مسوولین ونیول وشول، ولې او چا بېرته خوشې کړل؟ له برید وروسته د پوهنتون د ځینو مبارزو او متدینو استادانو پر ضد چا پروپاګند پیل کړ او ولې؟  او بالاخره د بریدګرو جسدونه ولې ژورنالېستانو ته ونه ښودل شول؟ دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې هم شته چې ښيي د قاتل د پښو پل د استخباراتي مرکزونو لور ته تللی دی. یوازې د کابل پوهنتون نه، بلکې د هرې پېښې په اړه همداسې پوښتنې او شکونه شته چې نه چارواکو ځواب کړي او نه یې هم غواړي ځواب کړي.
کله چې پر چارواکو زیات فشار راشي، نو بیا د څېړنو خبره وکړي، خو زموږ د وژنو او وینو په تړاو د پوښتنو ځوابونه د څېړنو له پایلو سره ورک دي. په واقعیت کې زموږ له وینو سره د چارواکو چلند داسې دی چې له قاتل سره د ملګرۍ او یا خپله د قاتل بوی ترې راځي. له همدې امله دوی به هېڅکله نه دا پوښتنې ځواب کړي او نه یې هم ځوابولی شي. پر دې اساس له دوی څخه د امنیت تمه بې ځایه ده. دوی به هېڅکله زموږ امنیت ونه ساتي او نه هم زموږ وینې، سرونه او ژوند ورته ارزښت لري. دوی ته یوازې خپلې شخصې ګټې، د بادارانو خوشالي او د خپل واک او ځواک تداوم مهم دی او د همدې لپاره کار او هڅې کوي. موږ باید خپله لاره، خپل دولت او خپل واکمن پیدا کړو چې زموږ وینه، ژوند، سر، مال او عزت ورته مهم وي.






   ارسال نظر