د اونۍ خبره: له ولس څخه د لوی جرګې په نوم، ابزاري استفاده کیږي
10/11/2020 | لیکوال: خالد مشعل

Print Print


د جمعې (زمري ۱۷مه  ۱۳۹۹)  په ورځ به کابل د مشورتي لویې جرګې کوربه وي. هغه جرګه چې ولسمشر اشرف غني یې د جوړیدو اعلان د لوی اختر په اختریزه وینا کې وکړ. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د جرګې د جوړیدو اصلي موخه، د لاندې درې مسایلو په اړه د بحث او حکومت ته د مشورې ورکول و بلل:
۱ – د طلبانو د ۴۰۰ درنو جرمونو لرونکو بندیانو خوشې کول،
۲ – د سولې د پروسې شرایط، اصول او څرنګوالی،
۳ – له ولس سره د حکومت د انکشافي پلان شریکول.
د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالاتو  ترمنځ د تېر کال د کب په ۱۰مه د قطر پلازمینه دوحه کې د سولې او روغې جوړې تړون لاسلیک شو. د تړون د مفادو له مخې، د تړون له لاسلیک وروسته به د لس ورځو په درشل کې، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان خوشې کوي او طالبان به د حکومت اړوند ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي او ورپسې به بین الافغاني خبرې اترې پيلیږي.
افغان حکومت د یاد شمیر زندانیانو خوشې کولو سره مخالفت وکړ او تر دې دمه یې شاوخوا ۴۶۰۰ زندانیان خوشې کړل او د پاتې ۴۰۰ بندیانو په اړه وایي چې دا د ولسمشر صلاحیت نه دی. په دې اړه به مشورتي لویه جرګه دایروي او جرګه به ولسمشر ته مشوره ورکوي او لارښونه به ورته کوي چې د دې زندانیانو په اړه څه وکړي.
د ولسمشر غني په مشری حکومت، په اصل کې د سولې د روان بهیر کلک مخالف دی. ځکه چې د سولې په نامه روان بهیر، د ولسمشر غني پنځه کلنې واکمنی ته ستر ګواښ متوجه کړی او دی پوهیږي چې که دغه لړۍ بریالی شي، نو دی اړ دی چې له قدرته استعفا وکړي او واک یوې موقتې/عبوري ادارې ته پریږدي. له دې پرته، دا لړۍ ناکامه ده او د بریالي کیدو چانس یې صفر دی.
افغان حکومت په تېرو دوه کلونو کې، له هرې ممکنې (کورنۍ او بهرنۍ) لارې چارې او وسیلې څخه ګټه واخیسته ترڅو د سولې پروسه ناکامه او په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي. اوس چې ظاهراً نور ټول خنډونه لرې شوي، ولسمشر غني وایي چې دغه ۴۰۰ زندانیان "حق العبدي" دوسیې لري او د قوانینو له مخې، "ولسمشر" یې د خوشې کولو واک نه لري. نو په همدې دلیل مشورتې لویه جرګه رابلي ترڅو په دې اړه ده ته مشوره وکړي او لارښوونه ورته وکړي.
له بده مرغه، د ولسمشر غني حکومت غواړي چې خپل ککړ لاسونه د جرګې په نوم په ولس پاک کړي او خپلو غوښتنو او قدرت طلبی ته، ولسي مشروعیت او رنګ ورکړي. افغان سیاستوالو او حکامو، تل خپلې سیاسي غوښتنې د ولس په نوم مطرح کړي او له جرګو څخه یې ابزاري استفاده کړې. دا ځل بیا، ولسمشر غني له جرګې څخه د خپلو غوښتنو او قدرت کې د پاتې کیدو د تحقق لپاره، ابزاري ګټه اخلي او خپل ککړ لاسونه په جرګه پاکوي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې افغان حکومت هغه څه کوي چې متحده ایالات یې غواړي او د هغوی ستراتیژیکې ګټې تأمینوي. د ولسمشر غني حکومت په دې پوهیږي چې د امریکا متحده ایالات د سولې په پروسه کې صادق نه دي او منافقت کوي. متحده ایالات له یوې خوا څخه له طالبانو سره د سولې هوکړه لاس لیک کړه او هغه پروسه مخته وړي، له بلې خوا د ولسمشر غني ملاتړ کوي او هغه سې چې لازم دی، فشار ور باندې نه راوړي.
دا ډیره بربنډه خبره ده چې که متحده ایالات وغواړي، نو په ۲۴ ساعتونو کې به افغان حکومت ۵۰۰۰ زندانیان خوشې کړي او بین الافغاني مذاکرات به پيل کړي. خو ولسمشر غني د امریکا په ژبه او اراده ښه پوهیږي، نو ځکه پلمې لټوي او خنډونه جوړوي. پس دا امریکا ده چې په افغانستان کې سوله نه غواړي او نه اراده لري چې د سولې روانه پروسه په رښتیا سره موفقه شي. طالبان، افغان ولس او نور احزاب باید چې د امریکا منافقت سم درک کړي او پوه شي چې ټول فساد د امریکا په لمن کې پروت دی. موږ هسې افغان حکومت پړ ګڼو.
اشرف غني او حکومت یې، افغان ولس او مشورتي لویې جرګې ته د دوه افغانیو په ارزښت قایل نه دی. والله که د جراګه والو په خوله پياز هم وخوري. یوازنی هدف یې دا دی چې د ولس په نوم، له جرګې څخه د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي او د ده غوښتنو ته ولسي مشروعیت ورکړي. ولسمشر غني او موظف ټیم یې په شدت لګیا دي چې جرګه داسې مدیریت کړي چې د حکومت له اجنډا او غوښتنو سره برابره مخته لاړه شي او پریکړه لیک یې هم هغه څه وي، چې حکومت ورته مخکې له مخکې ترتیب کړی دی.
که بالفرض، مشورتي لویې جرګې څخه د اشرف غنی د غوښتنې خلاف غږ پورته شي، نو اشرف غني به یې په ټول توان سره چْپ کړي او یا دا چې سخت مخالفت به یې وکړي.
 له جرګې څخه د اشرف غني غوښتنې دا دي او دغه غږونه باید د جرګې له آدرسه پورته شي:
۱ – موږ د موجوده نظام ساتل غواړو او شته نظام (د اشرف غني حکومت) باید حفظ شي.
۲ – ولسمشر غني باید خپل پنځه کاله پوره کړي او په اصطلاح منتخب حکومت باید خپله دوره پوره کړي.
۳ – طالبان باید چې افغان حکومت سره، د افغان حکومت په حیث خبرې/مذاکرات وکړي.
۴ – طالبان باید چې اوربند وکړي او روان تاوتریخوالی د بین الافغاني خبرو نه وړاندې، ختم شي.
۵ – د پورته شرایطو په منلو سره، د طالبانو ۴۰۰ بندیان دې هم خوشې شي.
د پورته مسایلو په پام کې نیولو سره، افغان ولس او د جرګې ګډون وال باید درک کړي چې د اشرف غني حکومت له دوی څخه ابزاري استفاده کوي او خپلې سیاسي غوښتنې او د قدرت بقا، د دوی له لارې تضمینوي او ولسي مشروعیت وربښي. ولس او د جرګې ګډون وال نه باید چې د حکومت او سیاستوالو د لاس آله شي او د یوې متاع په توګه استفاده ترې وشي. ټول منافقت د امریکا په دولت کې ده، هغوی د سولې په نوم لوبه کوي او خپل وخت تېروي.
طالبان، قومي او سیاسي مشران، احزاب او افغان ولس باید چې د امریکا له مداخلې پرته د افغانستان د کړکیچ د حل په لټه کې شي او د یو داسې اسلامي نظام په جوړولو سره جرګه شي چې ټولو لورو ته د منلو وي، ځکه چې افغان ولس او مشران یې، ټول مسلمانان او اسلامي نظام ته ژمن دي. که د امریکا په تمه کینو، نو وضعیت به تر دې هم کړکیچن کړي او خپله به یې سیل ته کښېني.

   


   ارسال نظر